په پکتیکا کې په ۱۰۰۰ اړو او بې وزلوو کورنیو مرستې ووېشل شوې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67578
جوتد
دخبریدو نیټه : 2017-01-31


د پکتیکا ولایت مرکزښرنې او ولسوالیو په زرو بې وزلو او اړو کورنیو د دغه ولایت د پېښو پروړاندي د مبارزې او کلیو او پراختیا ریاست له لوري یو شمیر خوراکي، غیري خوراکي او ژمني توکي ووېشل شول.د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د دغې مرستې د ورکړې پرمهال وویل: ولایتي اداره تل هڅه کوي چې په پکتیکا کې د مرسته کوونکو مؤسسو په همکاري په بې وزلو او اړو کسانو د ژمي په دې یخو شپو اورځو کې مرستې ووېشي.