فوق العاده ترفيع

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67585
روغوال
دخبریدو نیټه : 2017-02-02


 د زراعت د پو هنځي، يو استاذ ته د وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ له خوا فوق العاده ترفېع منظوره شوې وه. نو په همدې مناسبت، نوموړي يوه لويه ميلمستيا تياره کړې وه. د ميلمستيا په پای يو ميلمه د نوموړي استاذ څخه پوښتنه وکړه، چې محترم استاذه؟ تاته دا فوق العاده ترفېع د کوم خارق العاده کار، په بدل کې منظور شوې ده. نوموړي استاذ د دې نفر د سوال په ځواب وويل: چې ګرانه وروره! ما د دې پوهنتون د احاطې د ځمکې په يوه ټوټه کې اته منه کچالان وکرل ، ښه پالنه او روزنه مې وکړه او اخر دې اته منو کچالانو راته څلور منه کچالان حاصل راکړ، چې دوه منه مې وزيرصاحب ته او دوه منه مې د پوهنتون د رياست مقام ته د بخشش پطور ولېږل، د هغې په بدل کې راته دا فوق العاده، ترفېع منظور شوې ده، ماشاءالله.