جمعیت او د پنجشیر واکمنه کړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67588
سرلوڅ مرادزی.
دخبریدو نیټه : 2017-01-28

 

 اسلامي جمعیت چې د سمت، اندیښنو او موخو له امله د بېلابېلو نامتجانسو ډلو ګډوله ده، په منخ کې يي د پنجشیر ډلګۍ نه یوازې په تنظیم کې د واکونو او پریکړو عام وتام اختیار لري، بلکې نورهغه څه هم چې دوی يي د جهاد او مقاومت په نوم راپېژني او هرځل يي د نورو جهادیانو پرمخ باسي، هم برمته کړي او میم زر ما، ټوله زما!
نظارشورا چې د احمد شا مسعود په سرخېلۍ د جمعیت وسلواله ډله ګڼل کېده، په واکونو او پریکړو کې يي غوړه برخه د پنجشیریانو وه. نن هم په جمعیت کې د پنجشیر واکمنه کړۍ غواړي په ټولو پریکړو کې لومړۍ خبره باید د دوی وي. کله چې د جمعیت د تنظیم په اړه ، یا د جهاد او مقاومت په تړاو څه ویل کیږي، باید د دوی له پتې وشي. همدارنګه د جهاد فضایل چې بېلګه يی د کابل کنډواله ښار او د ۷۰ زره کابلیانو ټولوژنه ده، باید د دوی په خوله بیان او تفسیر شي او د جهاد غنایم باید هم د دوی په لاسونو تقسیم او وویشل شي!
په دې توګه، دا چې د جمعیت په تنظیم کې نن کوم شرغوبل ګډ دی او توده سوک لوبه (Boxing) روانه ده، د پنجشیر واکمنۍ کړۍ له پورته ادعاوو سرچینه اخلي. د واک او چوکیو د ویش په دې قرصک لوبه کې یوخوا نور جمعیتیان سنګر نیسی او بلخوا په تنظیم کې یاده کړۍ د پنجشیر په څمڅمو کې مورچل لټوي!
له کومې ورځې چې د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور په جمعیت کې، د پنجشیریانو د (ګېدړې، لېوه ویش) په اړه د ناخوښۍ او نافرمانۍ غږ پورته کړی او غواړي د څو پنجشیریانو پرځای د جمعیت تنظیم پریکړه وکړی، د واکمنې کړۍ له سپورو ستغو، ملنډو او ګواښونو سره مخ شوی دی.
دا کړۍ غواړي عطا نور به په مزارشریف، اسماعیل خان به په هرات او صلاح الدین ربانی به په بدخشان کې د پنجشیر پرمحور او د دې کړۍ د واکمنۍ او ګټو لپاره جنګیږي، هلې ځلې او مختوري به په تنظیم کې د نورو وي خو امتیاز او مخروڼی به يي د ځانګړۍ کړۍ وي.
له ولسمشر غني سره دعطا نور کتنې هم واکمنه کړۍ قهرولې. دا چې په دغه کتنو کې به عطا محمد نور څه غوښتي وي او ولسمشر به ورسره کومه ژمنه کړې وي، په رسنیو کې ډېر څه نه دي تفسیر شوي.
عطا نور BBC سره په یوه مرکه کې ویلي وو« ډاکټر(عبدالله) یو ښه، پوه او تجربه لرونکی شخصیت دی، اوس د هغه پر شخصیت ډېر نه غږیږو، خو دلته یې کمزورې لوبه وکړه، سم استازیتوب یې ونشوای کولی، وروسته زه اړ شوم چې وضعیت بدل کړم، او موږ خپله په مستقیم ډول خبرې اترې پیل کړو»
ولسمشر سره د عطانور پشان د حکومت د یوه چارواکي کتنه یوه دودیزه چار ده او په دې اړه د کړۍ اندیښنه، ښای په دې لامل وي چې غواړي هرڅه د دوی په انحصار کې وي او د دوی له لارې ترسره شي.
که څه هم د دې کتنو په اړه عبدالله عبدالله ډېر څه نه دي ویلی، خو د اجراییه ریاست یوه سلاکار فاضل سنچارکي څه موده وړاندې له یوې رسنۍ سره خبرو کې ویلي و« ښاغلی نور د خپلو شخصي مسایلو په تړاو له دې ډلې د بانکي حسابونو ازادېدو او له تور لست نه د هغه د شرکتونو وتلو پر سر له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي.»
دلته هم د اختلاف خبره څرګند ده، عطانور او د جمعیت نور ډلمشران لکه صلاح الدین رباني باید د ډلګۍ په امرونهی وخوځیږي او په کتنو او خبرو کې باید له دوی اجازه واخلي. داسې هم ویل کیږي، د بهرنیو چارو له وزارته د صلاح الدین رباني د واک په بیرته اخیستو کې، د ولسي جرګې په هغه پلاوي کې چې د بهرنیو چارو د وزیر چارې او د بودیجي د لګښت په اړه يي ولسي جرګې ته رپوټ برابروو، د یونس قانوني نږدې خپلوان ګډون او ځانګړې دنده درلوده. په ولسي جرګه کې صلاح الدین رباني په ۱۴۰ رد رایو له دندې ګوښه شو او یوازې ۵۵ تنو دهغه لپاره د تایید رایه کارولې وه. د ولسي جرګې لخوا د رباني په رد صلاحیت کې، د پنجشیر کړۍ لاس اوس ټولو ته څرګند دی.
هغه غونډه چې پنجشیر کې پرون یا د روان کال د سلواغې په ۷ مه (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۶ مه)، بویه ۲۸ کاله مخکې د روسانو په لاس د سالنګ د پېښې د غندنې په تړاو جوړه شوې وه، په واقعیت کې د جمعیت تنظیم له نورو ډلو سره د پنجشیر کړۍ د اختلافاتو د غبرګون په موخه رابلل شوې وه. دې غونډه کې د تسنیم نیوز ایراني خبری اژانس د راپور له مخې« عبدالله د اسلامی جمعیت ګوند د غړیو ترمنځ وروستیو کړکېچونو ته په اشارې وویل، د مجاهدینو په منځ کې نیمګړتیاوې شته خو د دې معنا دا نه ده چې هغوی به د یو بل خلاف وسله اوچتوي.تاند»
د عبدالله په خبرو کې د «وسلې اوچتولو» جمله ځانګړې مفهوم لیږدوي. که څه هم اوس دا خبره چې که دولت د دوی غوښتنې ونه مني غرو ته به خیژي او یا د ۹۰ کلونو پشان به یو د بل په وړاندې بېلابېلې وسله کاروي، په دې لامل چې دوی نن ټول د ماڼیو او شتمنیو خاوندان دي شونې نه ده، خو د داسې جملې کارول د دوی ترمنځ ژورو اختلافاتو ته اشاره ده!
فانوني او امرالله صالح هم دې غونډه کې د پوره نهیلۍ خبرې کړي دي. قانوني ویلی« به خود، به بزرگان نظام و بزرگان خارج از نظام توصیه دارم که جز اتحاد سخت در میان خود در برابر چالش های بالقوه و بالفعل ایستادگی ممکن نیست. چه مشکلی میان ما وجود دارد؟»
پوښتنه دا ده، دوی چې د خپل تنظیم منځ کې په واک، چوکیو او شتمنیو نه جوړیږي، نو د نظام او له نظامه بهر د نورو د یووالي لپاره به کومه نسخه وړاندې کړای شي؟ په داسې ورځ نظام او له نظامه بهر د پنجشیر په څمڅو کې د قانونی توصیې ته څه اړتیا لېدل کیږي؟ دلته د قانوني هڅه دا ده چې خپلمنځي تنظیمي اختلافات، د نظام او له نظامه بهر د اختلافاتو په نوم تېر کړي او داسې وځلوي چې دوی په پنجشیر کې د څو پنجشیریانو د ګټو لپاره نه دې راټول شوي بلکې د ټول ملت غم ورسره دی او د نظام او له نظامه بهر د ټولو د یووالي غم، دوی د پنجشیر څمڅمو غونډې ته اړکړي دي!
دا چې نوموړی وايی«چه مشکلی میان ما وجود دارد؟» د خپلو لومړیو جملو برعکس چې هلته د چا خبره د نظام او د نظام بهرغم ورسره دی، دلته بیا د تنظیم خپلمنځي اختلافاتو ته اشاره کوي او په حقیقت کې عطامحمد نور په غوږ وهي.
امرالله صالح هم دې غونډه کې تنظیم خېلو ته ګوته نیسي او وايی چې حکومت سره اجراییوي تفاهم لیک په ډېرو سختیو او خواریو ترلاسه شوی، باید هسې څه ونه شي چې پایله يي د دې تفاهم لیک په لغوه کېدو تمامه شي. د ده په اند که ټول تنظیم د پنجشیر پر کړۍ راټول نه شي، نه یوازې اجراییوي پست به عملي بڼه پیدا نه کړي بلکې د فیډرالیزم، خراسان او د تاریخ د سرچپه تفسیر پشان نورې پیل شوې غوښتنې او موخې به هم ټولې په اوبو لاهو شي.
خو باید له یاده ونه وځي، په یوه تنظیم کې د یوې معلوم الحالې ډلګۍ په داسې سیمه کې راټولېدل چې د هېواد د سراسري ګټو له مخې ښه شالید نه لري او د نظام پر وړاندې د بغاوتونو ځاله ګڼل کیږي، بې ویلو په ډاګه کوي چې دوی د نظام او د مجاهدینو ترمنځ د یووالي په نوم او د روسانو په لاس د سالنګ د پېښې له نومه د خپلمنځي اختلافاتو د پټولو او د کومې بلې چلوټې د پليتوب لپاره تیاری نیسي.
د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۷ مه