دمبارکی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67607
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2017-02-13

نن دفبروی ۱۳ دراډيو نړيواله ورځ وه . زه دراديودنړيوالی ورځې په مناسبت دخپل هيواد اوگران افغانستان لپاره دټولونړيوالوراډيوگانو هغوپياوړو ژورنالستانوته چي په سختو شرايطوکي یې دراډيو لپاره راپوبرتاژونه برابروي اودراډيودپروگرامونو دسمبالښت لپاره په ملی اومسلکی روحيه کارکوي، دراډيو دنړيوالی ورځې په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وايم . زموږ په هيوادکي دلمړئ ځل لپاره دهغه وخت دډيموکراتيک المان دنجينرانواوددي هيواد په تخنيکی مرسته په ۱۹۳۰ ز کال په نشراتو پيل وکړ .هغه وخت ددي راډيو نشرات دکابل راډيو په نوم دولس ترگوږورسېدل .ديولژ تخنيکی اومسلکی کدرونودنه شتون له امله ددې راډيو نشرات گوډ،گوډ نشرېدل .دافغانستان څخه ددي راډيويي ستېشن دتخنيکی ستونزو دحل لپاره يواستازي دعطاوالله خان په مشری ډموکراتيک المان ته ولېږل سو، دهغوي لخوا دراديو دتخنيکی دستونزو دحل لپاره د ددې هيوادنه دتخنيکی مرستي ترلاسه کولو وروسته ،کابل راډيوپه ۱۳۰۶ ه کال بيافعال نشرات پيل کړه ،خو له ستونزوسره مل وه .دټولوستونزودحل نه وروسته دکابل راديو په ۱۳۲۰ ل کال په مکمله بڼه ترداوسه چي همدا اوس هم تخنيکی ستونځي اوناخوالی لري نشرات کوي ،خو نشرات یي دافغانستان راديو په نوم واوښتل . خوښ يم چې همدا اوس په افغانستان کي تر ۱۷۵ زيات راډيويي نشرات لرو .اميد واريم دا نشرات چي په ډيره ارزانه بڼه خبر ترټولو رسوي ، دهرچا غوږ ته ملی اوملی گټوکي رانغښتی خبر ورسوي . په ورستيوکي يوڅل بيادراډيو اوټولو دله ايزورسني استازوته دراديودنړيوالی ورځې له امله دزړه له کومي مبارکي وايم اودراډيو همکارانوپه گډون ټولو ژورنالستانوته ددوي په ملی هڅوکي دلابرياو غوښتنه کوم