یونیسف په پکتیکا کې خپل فعلیتونه پراخوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67610
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-14

دغه څرکندوې د یونیسف نړیوالې موسسې د کورنیو او بهرنیو چارومسوولینو د پکتیکا له والي محمدالیاس وحدت سره په ځانګړې ناسته کې وکړې. دوی ژمنه وکړه چې د امکان تر حده به د پکتیکا ولسونو سره په هره برخه کې پوره همکاري کوي او خپل فعالیتونه به نور هم پراخوي، يونيسيف په پکتيکا کې د روغتيا ، پوهنې او کليو پراختيا په برخو کې پوره مرسته کوي .

دوی دغه راز د دغه ولایت برمل ولسوالۍ کې د واکسینوپه لګولو ډېر ټینګار کاوه چې عامو خلکو ته دې په دې اړه عامهپوهاوی ورکړل شي تر څو خلک وکولای شي خپلو اولادونو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړي. د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دوی له تیرو کړنو مننه وکړه او دوی ته یې د ټولو کړنو د شفافیت ډاډ ورکړ. وحدت په خپلو خبرو کې وویل په نوې جوړونه ، بيا رغونه او د ولس د اړتياوو په پوره کولو کې د نړيوالو مرستندويو ادارو رول ډېر مهم دی