دبن تړون ته دهلمند پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67614
مصطفی ـ آرین
دخبریدو نیټه : 2017-02-14


--- --- --- ---
چا له په نښه د چا ښکار دې کړم
 ښیرې، ښيرې آزار،آزار دې کړم
 کمیس مې نشته چې ګریوان وشلوم
 لکه د لــوټ کابل چــینار دې کــړم
 څومره دې وکتل په کرکه، کرکه
 دلاله ګل ومـه کـوکنار دې کــړم
 څومره دې وزبیښلم ودې څکوڼډم
 لکه هلمند پرهار ،پرهار دې کړم
 مــاخـپل ټوټې ، ټوټې بدن ټولاوه
 سم چې یوتن شومه اغیار دې کړم
 زمونږله کورونومرچلونه جوړشول
 سنګر ، سنګر کتار ، کتار دې کړم
 ساده آرین سره فتنه ، فتنه شوې
 هم دې شهید هم ګنهکار دې کړم