زیری : د کشتمند د تهمتونو ضد کتاب له چاپه ووت( دریمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67620
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2017-02-13


کارغه ځان لکه طاؤس ماښام کي و ښود
خو سهار یې راز څـــرګند شو له رفتاره 
 ( د س. کلیوال لخوا د یوه دری شعر له پښتو ژباړي نه )
     
( په تیري ( دوهمي ) برخي کي د کشتمند د څیرې د لا ښه پیژندلو په موخه ، دا هم یاده سوه ، شورویانو چي کله یې د افغانستان په هکله د خپل شپاړسم جمهوریت خوبونه په اوبو کي لاهو ولیدل ، نو یې ددې هیواد د تجزیې پلان تر لاس لاندي و نیو او سلطانعلي کشتمند ته یې ددې کار د عملي کولو چاري و سپارلي . پدې اړه دا هم یاده سوه چي کشتمند څنګه دسیسه جوړه کړی وه څو د اساسي قانون د لاري د هیواد د تجزیی د پاره حقوقي بنسټونه جوړ کړي ) .
         ګرانو لوستونکو ! مخکي تر دې چي د ( ګنځ ) پنامه د اکاډمیسن استاد ګلداد خان کتاب در وپیژنم ، د کشتمند د اصلي څیرې د لا ښه بربنډولو په اړه لاندي کرښي هم په زړه پوري او د یادولو وړ یې بولم :
         د تیرو برخو تر نشر وروسته یوه وطنوال ما ( ددغو کرښو لیکوال ، نوزادي ) ته د هالینډ نه تلیفون وکړ . هغه د کشتمند د واکمني پر مهال د اوبو او بریښنا په وزارت کي یو جګپوړی غړی پاته سوی وو . ده د کشتمند د ناخوالو د رابرسیره کول په موخه زما دغه لړی و ستایل او دده په هکله یې یوه کیسه راته وکړه . دا کیسه ما پخوا هم ارویدلې وه . د شوروي اشغال پر وخت د هیواد په هر ولایت او اکثرو اولسوالیو کي شوروي وسله والو قوتونو چي هغه زمان یې « قطعات محدود قوای دوست » بلل ، کنډکونه ځای پر ځای سوی وه . یوه شپه په ننګرهار کي ددغو اشغالګرو ډلو یوولس ( ۱۱ ) تنه په وسلو سمبال کسان د خپلي ساحي څخه راوتلي وه او یوه افغان دهقاني کور ته ور ننوتلي وه . هلته یې د کورنی ( ۱۱ ) غړي په ډیره وحشانه توګه و وژل ، پر مړو او ټول کور باندی یې پطرول و ښندل او اور یې ور واچاوه . وروسته یې ( ۱۱ ) پسونه ورسره یووړل چي د شوروي د اردو د ورځي په ویاړ یې کباب کړي . په سهار یې په کلي بد حالت منځته راغي . د مرکزه څخه هم د څیړني په موخه د شوروي قطعاتو هیات ورغي . لنډه داچي هغه ( ۱۱ ) تنه یې ونیول ، هغوي پر خپل جرم اعتراف وکړ او محاکمه سول . ددغه لعنتی عدد په اړه باید ووایم ، تر هغه ځایه چي زما را یاد دي ، دغه بیساری تاریخي جنایت د کومي یوې میاشتي پر ( ۱۱ ) نیټه تر سره سوه وو . ددې پیښي وروسته د کشتمند په ابتکار خاد تصمیم ونیو څو پیښه پر افغاني مجاهدینو چي هغه وخت یې په رسمي رسنیو کي ( اشرار ) بلل ، تاوان کړي . ددې سره یې سم په ګوند او دولت کي په پراخو تبلیغاتو او پروپاګندو لاس پوري کړ چي ګویا دغو اشرارو ددې د پاره چي د دوستو شوروي قواوو نوم بد کړي ، د هغوي په یونیفورم کي دا جنایت تر سره کړیدی .
      پدې اړه مي نوموړي دوست په تلیفون کي داسي راته وویل : « یوه ورځ صدراعظم کشتمند د اوبو او برښنا د وزارت ټوله رهبري ( وزیر ، معینان او ټول رئیسان ) خپل دفتر ته ور وبللو . هلته یې ځیني داسی خبري مطرح کړي چي په دغو بللو نه ارزیدې . مګر د بلني اصلي موخه یې دا وه چي باید ټول مامورین او کارګران پدی پوه کړو چي دغه د ننګرهار پیښه اشرارو د قوای دوست د عسکري یونیفورم څخه په ګټه اخیستلو سره کړیده . باید برای همه فهمانده شود که دوستان ما ابداَ چنین عمل را انجام داده نمي تواند » . د یادولو وړ ده چي دا موضوع په افغانستان کي د شوروی قواوو ستر قوماندان جنرال مایوروف پخپل کتاب « په افغانستان کي رښتیا څه تیریدل » کي د ټولو جزئیاتو سره لیکلي ده . دی یادوي چی ننګرهار ته ددغي پیښي د څیړلو پخاطر ورغلم . کله چي بیرته کابل ته را وګرځیدم ، ولاړم د کشتمند دفتر ته او ده ته مي دا کیسه وکړه او ورته می وویل چي هغو یوولسو تنو شوروي عسکرو پر خپل جرم اعتراف کړي ، محاکمه سول او سخته جزا به ورکړه سي . دی وایي کشتمند راته وویل ، دا حقیقت نلری ځکه دا کار اشرارو په شوروی یونیفورم کي کړیدی ، دغو بیګناه عسکرو ته نباید جزا ورکړل سي . دی وایي چی ما هر څومره دلایل او اسناد ورته وړاندي کړه چي هغو زما په مخ کي اعتراف کړیدی ، کشتمند نه منل او ویل یې چي دا یو نا سم پوهاوی دی او نوموړي عسکر کاملا بیګناه دي . مایوروف زیاتوی چي له ده نه وروسته کارمل ته ورغلم . هغه ته مي هم دا کیسه وکړه او کارمل هم هغه د کشتمند خبره راته په ټینګار سره تکرار کړه .
       ددغو غمړلو کرښو په لوستلو سره سړي ته دا سوال پیدا کیږي ، نوموړی جنرال چي حتما د خپل وطن د پاره یو وطنپال اقسر وو ، افغان اوولس به ورته څومره بیچاره او دغه تپل سوي مشران به ورته څومره زیون ، منفور او بیګانه ښکاریدلي وي .
      د وطن او اولس سره د کشتمند د کرکي او نفرت ناخوالي لږي ندی . کله چي د اولس نوم اخلو ، ددې خبري مانا دا نده  چي کشتمند یوازي د غیر هزاره وطنوالو سره دښمني کول او هزاره یې ټول په غیږه کي نیولي وو . د دغه انترناسیونالست زړه ته یوازي او  یوازي هغه کسان نژدي ول چي د « کا  جې بې » لخوا په ورته سپارل سوي دنده کي دده همږغي وه او په صداقت سره یې کار ورته کاوه . د بیلګي په توګه په هزاره ګانو د ( قطره او ذره ) کورنۍ ، په تاجکو کي نجیب الله مسیر غوندي کسان او په پښتنو کي د میرصاحب کاروال ډله ټپله . انترناسیونالست کشتمند یوازي هغه وخت هزاره سو  چي شوروي اتحاد د دړي وړي کیدو په لور روان وو او « کا جې بې » له افغانستانه په ترپکو وتلې وه . دا وخت ده بله چاره نه درلوده او هزاره ټبر ته یې پناه یووړه او ځان یې د هزاره ګانو خواخوږی و باله . دا هغه مهال وو چي د خلګ دموکراتیک ګوند ( د وطن ګوند ) نور خپل نزولي پړاؤونه په چټکۍ سره پر مخ بیول ، د غړو بیګناه لیکي یې نه پوهیدلې څه وکړي ، خو د کستمند غوندي د سیاسي بیرو غړو یې د ځان د خلاصون او سپینوولو د پاره پلانونه پاخه کړي وه . د کشتمند د پلانو د پیل د پړاو یوه برخه دا وه چي دی به د ګوند نه استعفي کوي او هزاره کیږي به . ددې پلان د عملي کولو په  لړۍ کی یوه ورځ د کابل په دښت برچي کي چي اکثره اوسیدونکي یې زموږ هزاره وطنوال دي ، د یوه مرحوم هزاره و فاتحې ته تللي وو ، هم هلته د یوه تن لخوا برید ورباندي وسو او مرمۍ  یې د ککرۍ پر ځای پر غوږ ولګیده . بخت یې پر ځای وو چي د مرګ نه بج سو مګر د څه وخت د پاره معیوب وو ، څو په پای کی یې ځان د هغو بې شمیره پیسو په برکت چي د صدارت پر مهال یې ټولي کړي وي ، د روسيې د لاري لندن ته ورساوه او درملنه یې وسوه . هغه مهال داسی ګنګوسې وي چی د هم هغه مړي د کورني یوه غړي چي دی یې فاتحې ته ورغلی وو ، دا برید ور باندي تر سره کړی دی . دا ځکه دده د صدارت پر مهال دده ورور اسد کشتمند چي په عیاشۍ او بداخلاقۍ کي غرق وو ، هلته د یوې هزاره کورني د یوې معصومي نجلۍ سره چي ویل کیده ډیره ښکلې وه ، په زوره بدلمني کړی وه .
       د انترناسیونالست کشتنمد یوې لور چي مسکو ته یې د لوړو زده کړو د پاره لیږلې وه ، هلته یې پر خپل یوه هم صنفي روسي ځوان باندي زړه بایللی وو او د افغاني نورمونو او اسلامي شریعت په خلاف  یې د هغه  ځوان سره د کشتمند څخه تر اجازې اخیستلو وروسته په ډیر لوړ لګښت سره د شانداره مراسمو په ترڅ کي  واده وکړ او کشتمند به د « کا جې بې » د غړو سره په خصوصي بانډارونو کی تل دا خبره کول چي « ..... بعد ازین همراه با خون ما تار و پود وجود ما با سویتیزم در امیخته شد » . کله چي په افغانستان کي تر ماتي وروسته په ۱۹۹۲ کال شوروي اتحاد دړي وړي ، سوسیالیزم او سویتیزم دواړه د کپیتالیزم د ښامار خولي ته ولویدل ، په ازاد سوو جمهوریتونو کي پرویټیزیشن ( د عامه شتمنیو خصوصي کیدل ) پیل سوه . پدغه وخت کي دا اوازه خپره سوه چي ښاغلي کشتمند خپلي هغي لور ته چي دده وینه یې د سویتیزم سره ګډه کړې وه ، یوه د مکروني فابریکه رانیول . داچي د هغه وخت د قوانینو له مخي خارجي اتباعو حق نه درلود پدغو جمهوریتونو کي غیر منقوله شتمني ولري ، د لور په غوښتنه یې کشتمند دا فابریکه د خپل زوم پنامه و پیرودل . په ۱۹۹۸  کال په مسکو کي یوه روسي متخصص چي په افغانستان کي کار کړی وو ، کیسه راته وکړه چي د کشتمند زوم د فابریکې د تر لاسه کولو دوه کاله وروسته دده لور ته طلاق ورکړ ، فابریکه او ټوله شتمني یې چي دده پر نامه وه ، و ده ته پاته سول او هغه بیچاره نجلي چي د پلار د ځان غوښتونکو او مقام پرستو هیلو د تر سره کولو پخاطر یې سویتیزم ته مخ اړولی وو ، خالي لاسونه پاته سوه .

د دریمي برخي پای . نور بیا