په پکتیکا کې ماین چاودنې ۲۲تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67647
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-02-23

د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال لس نیمې بجې د پکتیکا ولایت اړوند د جانې خېلو ولسوالۍ په بازار کې په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۲۲ تنو عامو وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پېښه کې درې ته شیهدان شوې او نولس نور ټپیان شوې چې په وژل شوو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د یادي پیښې ژوبل شوي کسان د ولایت مرکزي روغتون او د خیرکوټ ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي چې روغتیايي وضیعیت یې د ډاډ وړ دی.