افغان ملت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67657
ایمل افغان
دخبریدو نیټه : 2017-02-21

 

درنولوستونکو! داخبره يوځل بيا تکرارول اوستاسوله غوږونو تېرول غواړم چې افغان ملت د تاريخ په اوږدوکې وټکول شو، و وژل، وتړل، د بهرنۍ نړۍ نوکر پاتې شو، تاريخ پرې نن خفه دی، اوسني مشران يې ښه سياسي لوبغاړي نه دي، د نورو ملتونو د خندا شول دا هغه خبرې دي چې زه يې يادول دلته اړين نه ګڼم خوکله چې د خپل ملت دردېدلي حالت اود خپلومشرانو ناوړه کړنواوغوښتنوته ګورم سړی مجبورشي چې په داسې ليکنو اوداسې الفاظو ويلو سر شي اوناوړه خبرې يې له خولې څخه و وځي.
دا هغه خبرې دي چې په اړه يې افغان مشرانوته په کارده له دې وروسته له يوبل سره وګوري، په خپلونفسونو، غلا، چور، وژنو اوملت ځورولو نوره پښه کېدي اودا خبره يوځل بيا نړيوالوته ثابته کړي چې افغان ملت په خپل ذات کې يو ژوندی، په کار اواستعدادونوولاړ اوپوه ملت دی، سره له دې چې دې ملت ته د نجات ورکولوکومه ځانګړې او رسمي لاره په دې اړه په لاس نه ده ورغلې چې د ننني پاکستان له ښکاره لاسوهنوڅخه ځان خلاص کړي، خوبياهم که موږ د خپل هېواد اوملت د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړودا به څرګنده شي چې موږ يوژوندی ملت يو اوکولای شو دې جګړې ته سر له نن ورځې لومړی په خپل کور اوبيا په بهرکې د پای ټکی کېدو.
لکه څنګه چې موږ په دې ځای کې د يوه ژوندي ملت په اړه خبرې کول غواړو په دې اړه د افغان ځوانانو لاره اودريز ډېرڅرګند اوښکاره دی اوکوښښ کوي چې هغه لاره د خپل ځان اوخاورې لپاره اختيارکړي چې د دوی ګټې په کې خوندي وي، ولې دې لارې ته د سيخ کولولپاره دغه ملت نه په داخل اونه هم په بهرکې څوک پرېږدي چې دوی دې پرې لاړشي اويوکامياب ملت دې د ځمکې پرمخ وګڼل شي، بلکې چېرته چې جګړې اوناخوالې دي په افغان ملت په ځانګړې توګه په پښتنو د همدې تور پنجاب اوبيا د سيمې له هېوادونوڅخه تپل کېږي اوپه برخه خوارملت نن په اسيا کې ګڼل کېږي.
کله چې موږ د خپل ژوندي ملت اوبياد هغه د کارپه اړه خبرې کول غواړو دا خبره همېشه دې خلکوته په واضحوالفاظوڅرګند شوې ده چې په دې ځای کې د ملکونو د اختلافاتو د حل لپاره افغانستان تل د دې ستونزې د حل لارې د پيدا کولو په موخه هر وخت خبرو اترو اومفاهمې ته تياردی اوغواړي چې په دغه خاوره کې نوره يوه د سولې فضا رامنځ ته شي.
دا چې په دې ليکنه کې په خپل ژوندي ملت خبرې کول غواړو دا خبره يوځل بيا د ولسمشرکرزي له واکمنۍ څخه راپه دېخوا په ډاګه شوې ده چې دغه ملت نورسوله غواړي، داچې د سولې په راوستوکې څوک څومره اخلاص من دي هغه نن ټول ملت په دې ځای کې ښه پرې پوهېږي اوبل تل دغه ملت څوڅو وارې له خپلومشرانواوحتی له نړيوالې ټولنې څخه د خپلوستونزو د کشالې د هوارولولپاره د مستقيمومذاکرو د غوښتلو وړانديزکړی دی اوغواړي چې له مخالفې ډلې سره يو هوکړه ليک ته د سولې په اړه ورسېږي ولې له بلې خوا بيا د دې ملت دښمنان اود ګوتوپه شمارزموږ سياسي مشران د سولې له پلوه اود خپلوغوښتنوپه اړه په دې ټکي کلکه عقيده نه لري، همدا ټکی دی چې په دې خاوره کې تر يوه بريده د دوی په واک کې پاتې کېدو سره سوله هم ناممکنه ده چې ژر دې راشي ولې په دې اړه بيا ملت يو ژوندی اود سولې پلوی دی اوله حکومت څخه به په دې اړه خپلې غوښتنې لري.
په يوه جګړه ځپلي هېواد کې يومشر اوبيا ملت هغه وخت موږ ژوندی ګڼلی شو چې هغه په خپلو کارونوکې يو بريالی مشراوملت وي ولې په افغانستان کې چې موږ خپل ملت اوبيا مشرانوته ګورو زموږ ملتونه ډېر پياوړي او ژوندي ملتونه دي ځکه همېشه يې خپل مشران تر ارګه رسولي دي دا چې مشرانو يې بيا وروسته د غلامۍ زنځير په غاړه کې اچولی اوملت يې په ډاګ پرې ايښی دا بيا بېله موضوع ده چې فکرکوم مشربه خپلې ګټې په پام کې نيولې وي اوملت به يې خوشې کړی وي.
په افغانستان کې د سيمې له هېوادونوسره د امنيتي اړيکو خرابوالی ورځ په ورځ د ډېروالي په حال کې دی، د پښتونستان په کشاله باندې د پاکستان له جوړېدو څخه ترنن ورځې له دې خلکو سره ستونزه موجوده ده، اقتصادي، سياسي، فرهنګي اوسوداګريزې راکړې ورکړې خو لايوه بېله موضوع ده چې له دې هېواد سره يې موږ په دې برخه کې لرو اود خلاصون لپاره يې هېڅ کوم پلان تر اوسه نه دی نيول شوی.
په دې خاوره کې د ملت د ژوندي توب په اړه که هرڅومره ليکنې وکړو دا خبره افغانستان اوبيا نړۍ ته معلومه ده چې زموږ موقف څرګند دی اوهغه دا چې دا ملت په خپل وخت سره ډېر زيات کوښښ کړی اوکوي چې له دې ناوړه جګړې څخه چې نن پاکستان په دوی تپلې ځان خلاص کړي ولې، بهرنۍ نړۍ چې په حقيقت کې د دې ملت دښمنه ده د دې چانس نه ورکوي چې دوی دې هم د پرمختګ په لور روان شي اوله دې جګړې دې په امن اوامان کې پاتې شي.
په افغانستان کې له څلوېښت کلنې جګړې راپه دې خوا افغان ملت د دې ستونزې په وړاندې اودسولې په راوستلوکې مجادلې پيل کړي اوتراوسه پورې دغه هڅې روانې دي اونن ټوله نړۍ د دوی له سياسي مشروع اعمالوڅخه د يوې نړيوالې سياسي قضيې په توګه خبردي ولې څوک يې په اړه په عملي اقداماتو له دوی سره لاس نه يوکوي چې له دې جګړې دغه ملت ته نجات ورکړي اوپه رښتيا سره دا خبره ثابته کړي چې دغه ملت يو ژوندی ملت دی اونه غواړي بې ځايه دې د دوی وينې نورې په دغه خاوره کې د بهرنيودښمنانوپه ځانګړې توګه د پاکستان له لاسه تويې شي.
د دې ملت د ژوندي والي په اړه که هرڅومره نن موږخپل زړونه خالي کړو دغه ملت ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونوته لکه د لمرپه څېرڅرګند دی چې د مضبوطوعلايقو اوپياوړې ورورۍ په بنا چې لري يې اوهېڅ څوک هم له دې علايقوڅخه نن سترګې نه شي پټولای اوهمېشه يې د خپل حکومت د مشروع سياسي اعمالوحمايت کړی اوکوي او دغه ملت په خپل هېوادکې يوڅرګند موقف لري اوټولې نړۍ ته ښکاره دی اوتل يې د نورې نړۍ د خلکوسياسي اهدافوته احترام کړی اوله دې کبله چې د دوی اعمال د بشري حقوقو، د ټولوبشري ټولنو د ملي اوبين المللي حيات د اصولو، د بين المللي عمومي اساسونو اود ملګروملتود منشورله روح سره يې موافق ګڼي نوملاتړيې کوي اوپه مقابل کې د افغانستان د ملت د ټولودښمنانوپه کلکه مقابله کوي.
په دې ځای کې چې موږ په کومه موضوع نن بحث کول غواړو دا هغه حقايق دي چې د هېڅ حکومت، يا هېڅ سياسي اتحاد بيانونه د نړۍ د هوښيارو اوحقيقت بينو وګړو له نظره نه شي پټېدلای اوهغوی به پرې هرو مرو خبرېږي اوخپل نظريات به د پاکستان د ناوړه سياست په وړاندې ټولنې ته په دې اړه وړاندې کوي، کوم شی چې په افغانستان کې زموږ د حيرانتيا سبب شوی دا دی چې د دې خاورې دښمنان له يوې خوا د جګړې قضيې ته نوره هم لمن وهي اوبل پلوپه دغه خاوره کې همېشه اقليتونه په غېږکې نيول شوي اواکثريت يې ورته راسملولی دی چې دا په خپله په دې خاوره کې د نه انډول په پام کې نيول دي چې په دې کارسره په دې ځای کې امنيتي ستونزوته لاره هواره شوې ده اوپښتون ملت له خپلې برخې بې برخې شوی دی.
په هرصورت سره داسې ويناوې بې له دې چې نن په افغانستان کې اوضاعوته بدلون ورکړي اود مفاهمې لپاره لاره خلاصه کړي ترڅوموږ په دې لاره روان شو نورهېڅ کوم تاثير به د پاکستان په ناوړه سياست ونه کړي، چې د نننۍ کشالې په هوارېدوکې د اعتبار موارد يوازې اويوازې د افغان ملت خپله آزادانه پرېکړه ده، چې په دې اړه يوپياوړی تصميم دغه ملت نور ونيسي اوهېڅ سياسي ګواښ د دوی په عزم اواراده کې بدلون نه شي راوستلای اونه ترې دا حق سلبولای شي.
لکه څنګه چې موږ د خپل ملت په اړه نن په دې ځای کې خبرې کول غواړو افغان ملت يوژوندی ملت دی د خپلوسياسي څېرو د پرېکړې اوتکل احترام کوي د افغانستان خلکو د خپلې سولې د مجادلې لپاره تل هڅه کړې دومره تجربې ورته په دې برخه کې لکه د نورو ملتونوپه څېرنه دي حاصلې چې د بهرنيو په پاليسۍ باندې د هغوی پوهه څه ستونزمن کارنه دی اوبل دغه ملت يوژوندی ملت اوحقيقي قضاوت د دوی حق دی اود دې ملت حق ګڼي اوپه دې يقين لري چې عدالت خوښونکې دنيا په حق اوناحق غږکې توپير اوبېلتون نه شي کولای.
په افغانستان کې د شته جګړې د هواري لپاره اود دې پېچلې موضوع د کشالې د هوارولولپاره د داسې يوې موضوع شاملول اوداسې سياسي څېرې په افغانستان اوبهرنۍ نړۍ کې رامنځ ته کولوته اړتيا ليدل کېږي چې دغه جګړييزه موضوع نوره يوې خواته پرېږدي اودا يوځل بيا ثابته کړي چې د جګړې قضيه په کوم اصلي رنګ کې ده چې د حل لپاره يې بايد په عملي اقداماتو د پاکستان په وړاندې لاس پورې شي اوبل دغه ملت د يوبېطرفه اوسوله غوښتونکي ملت اوحکومت په توګه غواړي چې خپل نقطه نظرښکاره کړي اوخپلو دښمنانو ته داموقع ورنه کړي چې افغانستان يوځل بياپه تياره کې واچوي اوهغه اړيکې چې په نړيوال ډګرکې افغان ملت ته د ملاحظې وړ دي له لاسه ورکړي اوپه کار ده چې ځان د ساحل غاړې ته کړي.
د افغانستان نننی ناوړه روان حالات چې د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان غواړي د هغو اصلي شکل په بل رنګ واړوي په حقيقت کې د دغه هېواد د تجاوز په خلاف د افغانستان د خلکومجاهدات دي چې بايد د داسې اعمالوپه وړاندې يې نوره مقابله وکړي اود دې سيمې بې امنيتي نوره په خپل کورکې پای ته ورسوي اود دغو دواړو هېوادونوترمنځ اړيکې چې خړې پړې شوې دي هغه جوړې کړي.