دپرديو واکمنو رکابدار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67659
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-02-26


 د امریکا الوتکې وسلې راوړې نوي عصري
 یوچکچک! چې راورسیږي وسلې سي زړې روسي
 چې ګورې هرچیري دوه نمبر ه یاڅلور سوه شل
 یو چکچک! سبا هغه اغوښتي وي د ستر جنرال دریشي
***

ایښ ایښ مو کاوه ویده لیوه بیدار سو
 په ټک ټوک کې غل وزیر،غدار سلا کارسو
 تګ ا وټګمار کتار دغني مصاحبې ته ورغلل
 لالک دلاک په کښې دولایت سردار سو
 هر چا خپلي برخې پوره پوره واخیستي
 کیسه بر د د وزارت دحزاني خزانه دار سو
 ماستر او ډاکتران کوڅوکې بوجلي کوي
 دغله شهید ګړنګن زوی لوی منصبدار سو
 ځوانان بیکاره اوچاره هر خواته ګرځي
 مرستیال ادیب او زبیر مسعود شیرخوار سو
 اهل کار ته کار نسته اړتیا نه لري سلاکار ته
 د مور په نس کې دکار اهل واسطه دار سو
 ان وزیر خپل جمهور رییس لیدلای نسي
 دا مانا چې هغه هم د دې بداوربوزو بیزار سو
 چې وخت د کار سي اخوند خپله بیمار سي
 په مصاحبه کې تر ټولو مخکې دغلو سردارسو
 تر ټولو مخکې هغه ته مډال یا رتبه ورکول کیږي
 چې په غرتو پرتو کي تر ټولو لوی وژمدارسو
 هغه چې ډیر قتلونه اوغلا وي کړي دې وطن کې
 هغه تر ټولو خلکو دلته لوی جاګیر دارسو
 چا چې یو وار ارګ ته د میږي لاره پیدا کړه
 دهغه چوکۍ دایمي سي ځکه د ارګ رازدار سو
 باید د پردو مریي دلته زموږ ستر واکمن سي
 ځکه هغه د لویو پرديو واکمنو رکابدار سو
 هغه چې لږ غلا وکړي هغه لکه چکمکي توپک سي
 متکرر غل دلته کلاشینکوف او ماشیندار سو
 هیڅ ښه سړی کیدای نسي دلته مقرر سي
 آیاکوم سړي بې غلا او چوره دلته واکدار سو؟!
زموږ سره چې کښېنې لکه موږ به خوار سي
 د غدار سره چې کښېناست هغه زموږ بادار سو
 دا وطن په سلو زرو نورو کلونو هم نه ودانیږي
 هر جاهل واکمن په سلو غدارو سلاکا رانو بردارسو
 د دوه نمبره متفکر سلاکاران ټول غله اول نمبر دي
 په سل اول نمبرانو کې بیا دویم لمبر څه په کارسو
 وژمدار ( پاګل)