هيواد په ختيځ او شمال کي دپاکستان ضد لاريونونه وسول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67684
احسان الله ولس يار
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

لاريون کووني چي دپاکستان ضده شعارونه يي ورکول خبرداري ورکړي چي پاکستان ته به هيڅ کله د ډيورن کرښه پري نږدي لاريون کوونکو دپاکستان ورستي بريدونه وغندل چي ډيورن کرښي ته په نږدي سيمو کي راکيټي بريدونه کړي دي دنورو ولايتونو په څير تيره ورځ په ختيځ او شمال ختيځ کي بيا هم دپاکستان ضده لاريونونه او دافغان ځواکونو ملاتړ غونډي جوړي سوي وي په ختيځ ننګرهار کي لسګونه دمدني فعالان پر کنړ او ننګرهارد پاکستان د لوري راکيټي بريدونه غندي او له نړيوالي ټولني غواړي چي پر پاکستان دي بنديزونه ولګوي لاريونکوونکي دپاکستان دغه عمل دټولو اوسولو خلاف او دترورزم ملاتړ بولي په شمال ختيځ ولايت کندوز کي هم ورته لاريون وه او ولس دخاوري د دفاع په لار کي دحکومت لارښووني ته انتظار باسي دوي وويل که دولت ورته اجازه ورکړي د ډېورن کرښي ته ورځي دشپاړس ورځو په تيري دو سره اوس هم پاکستان د ډېورن ګرښه د خلګواو سوداګري پر مخ تړلي او دتيرې جمعي په ورځ يي يو ځل بيا دکنړ پر سر کاڼو ولسوالي توغنديز بريدونه کړي چي دخلګو توند غبرګونه يي راپورته کړي دي