د فاټا برخلیک او غبرګونونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67685
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

 

 د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په لارښوونه، اسلام اباد د پښتونخوا د خپلواکې سیمې، FATA (Federally Administered Tribal Areas) د برخلیک په اړه په داسې مهال پریکړه کوي چې یوخوا په ټول پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د توکمپالنې دولتي چلوټه او تصفیه روانه ده او بلخوا پنجاب د قبایلو او ټولې پښتونخوا د مشرانو او ولسونو له ارادې او سلا پرته، پخپلسر او یوازې ځان غواړي خپله دا پریکړه د پښتنو په سیمه پلې کړي!
همدارنګه اسلام اباد په پاکستان کې د FATA د ادغام پریکړه په داسې مهال کوي چې د افغانستان په لور يي چې د پښتوخوا ولس سره ګډ تاریخ او ګډ هویت لري او د ډیورنډ تپلې کرښې په اړه ورسره شخړه لري پخپلسر د کرښې په بله غاړه د تګ راتګ ټولې دروازې تړلې او تازه داچې د کرښې په بره غاړه يي د الوتکو او توپونو توغندیو ویشتلو ته زور ورکړی او افغانستان يی تر مستقیم برید لاندې نیولې دی!
ایا د پښتنو د سپکاوۍ او توکمپالنې د شدت، د قومي تصفيي او د پښتوخوا او افغان په ټوله خاوره د ترهګرو د ملاتړ، تودې جګړې او شخړو په مهال، د پښتنو د یوې برخې په اړه داسې پریکړه بېغرضه او عادلانه ګڼل کېدای شي؟
 ایا اسلام اباد داسې پریکړه پښتنو سره د خواخوږۍ او هغو ته د خدمت په موخه ترسره کوي، که پښتانه چې له هغې هم د پنجاب د دښمنیزه پلانونو په لامل له هرخوا خوږ او ژوبل دي، په داسې مهال له خوږې ګوتې نیسي؟
 اسلام اباد نه یوازې د ډیورنډ کرښې په بره غاړه د افغانانو او په تېره بیا د پښتنو په وړاندې د دښمنۍ له چلند لاس نه اخلي، بلکې د ډيورنډ کرښې په کوزه غاړه هم پښتانه خپل اصلي دښمن بولي او د سپکاوۍ او وراکاوۍ لپاره يي په هیڅ وسیلې اسره نه کوي!
د FATA په اړه د اسلام اباد له پریکړې یوازې څو ورځې مخکې د روان کال د فبرورۍ په ۲۵مه، په رسنیو کې داسې خبرونه او انځورونه وښودل شول« پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت پښتانه چې اکثر یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي.
یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ښیي چې پاکستاني پولیس یو شمېر پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. په یوه بله صحنه کې، څو کسان له خپلو موټرو راکوزول کیږي، پولیس یې موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره روانوي.تاند»
همدارنګه د خیبرپښتونخوا صوبايي جرګې (اسمبلۍ) د دوشنبې په ورځ /فبروري ۲۷/ په پنجاب کې د پښتنو د ځورونو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ او د پاکستان له مرکزي او د پنجاب له صوبايي حکومتونو څخه یې وغوښتل چې په پاکستان کې د راسیزم یا توکمپالنې خلاف عملي ګامونه واخلي.
دا پرېکړه لیک یوه ورځ وروسته له دې د پیپلز ګوند د صوبايی اسمبلۍ د غړي حافظ ثناالله له لوري وړاندیز شو چې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان پنچاب ته د ورته اقدام خبرداری ورکړ.
بلخوا ویل کیږي چې پاکستاني پولیس د پښتونخوا او قبایلي پښتنو هغه شناختي کارډونه هم نه مني چې پخپله د پاکستان حکومت د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې (نادرا) ورکړي دي.
په ورته وخت کې په وروستیو کې د پنجاب د پولیسو له ادرسه داسې نه تایید شوې اعلاميې هم خپرې شوې چې له ځایي خلکو یې غوښتنه کړې چې که په خواوشا کې یې پټانان یا افغانان وي چې وچه مېوه، کالي او لوښي خرڅوي، پام دې پرې کوي، او پولیسو ته دې خبر ورکوي.

په ورته وخت کې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولی وايي، که پنجابیان له خپلې خاورې پښتانه وباسي، پښتانه به هم پنجابیان له خپلې خاورې وباسي.
اسفندیار ولي خان په چارسده کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، که پنجابیان پښتانه له پنجابه باسي، پښتانه هم حق لري چې پنجابیان له خپلې خاورې وباسي.
اسفندیارولي خان د پښتنو په اړه د پاکستاني چارواکو پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه، ویې ویل «دوی د پښتنو په اړه داسي خبرې کوي لکه څرنګه چې یې پخوا د بنګالیانو په اړه کولې.»
د بنګالیانو په اړه د پنجابیانو له توهینه ډکې خبرې د دې سبب شوې چې بنګله دېش له پاکستانه جلا شي.
اسفتندیار ولي خان زیاته کړه، په پنجاب کې له پښتنو سره له تبغیضه ډک چلند کېږي، ځپل کېږي، وهل کېږي او نیول کېږي.
د پنجاب پولیسو په وروستیو ورځو کې په خپرو کړو خبرتیاوو کې له خلکو غوښتي چې د افغانانو او پښتنو په نیولو کې له دوی ره مرسته وکړي.تاند
 همدارنګه د ډان نیوز تلویزیون د راپور له مخې، د سند پولیسو عمومي قوماندان الله دینو خواجه اعلان وکړ چې په ټول ایالت کې یې د افغان کډوالو پر ضد عملیات پیل کړي دي. خواجه وویل چې پولیسو ته یې امر کړی چې د ورځې لږترلږه ۳ ساعته د افغانانو د موندلو لپاره ګزمه وکړي.

بل پلو د FATA په اړه د اسلام اباد یومخیزه او پخپلسرپریکړه د کوزوپښتنو لپاره د منلو وړ نه ده. د فاټا لویې جرګې (فاټا ګرانډ الاینس) د وفاقي حکومت لخوا د قبایلي سیمو اصلاحات رد کړي دي او وايي « دا به په سپریم کورټ کې چېلنجوي ځکه چې په دې کې له قبایلي ولسه پوښتنه نه ده شوې، د دوی په وینا د دوو کروړو قبایلو د راتلونکې فیصله د سرتاج عزیز کمېټۍ او یوڅو د پارلېمان غړي نه شي کولای. مشال رادیو».
هېواد چې د افغانستان دولتي ورځپاڼه ده په یوه سرلیکنه کې لیکي« تصمیم کابینه پاکستان در مورد اینکه بخش‌های قبایلی در ایالات خیبرپشتونخوا مدغم شود قابل پذیرش نیست. سرمقاله نویس می‌گوید، حکومت پنجاب نمی‌تواند اقوامی را که از قرن‌ها با هم مشترکات دینی، زبانی، فرهنگی و غیره دارند از هم جدا سازد. سرمقاله نویس نوشته است که پاکستان با همچو سیاست‌هایش سعی می‌کند تا مناطق قبایلی را در ایالت خیبر پشتونخوا مدغم کرده و زمینه را برای به رسمیت شناختن خط دیورند فراهم سازد.»
د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلی لیوال وايي، حکومت قبایل خپل خلک ګڼي او د هغوی د سیاسي ارادې ملاتړ کوي او زیاتوي چې د اسلام اباد وروستۍ پریکړه د ډیورڼدکرښې په برخلیک اغیز نه لري.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې د دغه یوطرفه او استعماري پریکړې په اړه يی باید کلک او ټینګ غبرګون ښودلای او لږ تر لږه يي غندلای وای، تر اوسه چوپ دي!
د څو لیکنو او غندیز غږونه پرته، په ټوله کې د افغان رسنیو غبرګون په دې اړه پیکه دی. افغان جهادي ډلې او تنظیمونه خو له ویش څخه په تالان خوښ دي، د دوی د ملي ګټو او ارزښتونو سره څه دي!
د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشرمولانا فضل الرحمان وايی چې نوازشریف د فاټا په اړه په یو طرفه پریکړې سره نوموړي ته دوکه ورکړې ده. د عوامي نشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي وايی چې خپلو کې له سلا وروسته د دې پریکړې په اړه غبرګون ښایو او عثمان کاکړ چې د ښاغلي محمود خان اڅکزۍ د ملي عوامي پارټي یو مشر دی، وايی چې موږ ته دغه پریکړه د منلو نه ده او هغه غندو.
بیا هم که چیري کوز پښتانه چې په یوه یا بله بڼه يي دغه پریکړه غندلې، په یووالي سره او له یوه سنګره دغه پریکړه ونه مني او د هغې پرضد راپاڅي، افغانستان ته به هم چې تر اوسه خپله خولو کې ډوب دی، دا مجال او فرصت ترلاسه شي چې په دې اړه خپل غږ رسا کړي.
هره بریا او ګټه په یووالي او یوموټیتوب کې ده!
د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۷ مه