د جانیخېلو له زیانمو شوو کورنیو سره مرسته وشوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67686
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-03-06

 

د پکتیکا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ له هغو زیانمو شوو کورنیو سره نغدي او دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه چې څو اوونۍ وړاندې یې غړي د ماین په چاودنه کې شهیدان او ټپیان شول.

پکتیکا والي د دوشنبې په ورځ جانیخېلو ولسوالۍ ته ددوی د پوښتنې لپاره ورغی، د هر شهید وارث ته یې دیرش زره افغانۍ او هر ټپي ته یې پنځلس زره افغانۍ ورکړې.
دغه راز یې بیلابېل اړین خوراکي توکي هم پرې وویشل.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت یادو غمجنو کورنیو ته یو ځل بیا د تسلیت مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې جانیخېلو ته یې د سفر موخه د ویرجنو کورنیو سره غم شریکي کول دي.

ښاغلي وحدت وویل، هڅه یې کړې چې په پېښه کې د زیانمو شوو کورنیو اړتیاووې په ګوته او د هغې مطابق مرسته ورکړي.

بل لورته د یادې پېښې زیانمن شوې کسان وایي چې بې له کوم دلیله ودردېدل او د کورنۍ ژوند یې تریخ شو.

دوی د مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي او زیاتوي چې په دې سره به یې د ژوند اړتیاووې تر یوه بریده پوره شي.
د یادونې ده چې څو اوونۍ وړاندې د پکتیکا ولایت د جانیخېلو ولسوالۍ په بازار کې په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو درې تنه شهیدان او له شلو زیات ټپیان کړل چې ټول ملکي وګړي وو.