دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67703

دخبریدو نیټه : 2017-03-07

سويډن – دمالموښار په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دخواخوږی پيغام ! په زياته خواشينۍ موخبر تر لاسه کړ چي دهيواد دتلی اوپېژندل سياسی شخصيت ،ليکوال اکاډميسن ظاهر افق دورپېښي ناروغۍ له امله دتل لپاره دخپلی کورنۍ ،دوستانو اويارونو څخه دابدي دنيا په لور وکوچېد . إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ ددې غملړلی خبر په اوريدوډير زیات خواشنۍ سوم . ځکه ما دا محترم مشر،علمی اوسياسی شخصيت ،دغښتلی ارادې اوقلم حښتن له نږدې شاوخوا ۴۵ کاله پيژندی ،دهغه دملی مبارزې ،وطنی احساس اوهيوادوالوسره ناپايه مينه یې راته معلومه وه .هغه په رښتيا يوهوښياراوزړه ور سياستوال اوعالم شخصيت وو . دهغه خيالات اومفکوره سيمه ايز اوقومی نه بلکی دټول افغان ولس دروښانه راتلونکی اوبشپړ افغانستان لپاره وه ،هغه دټول بشريت لپاره دهوسا اوبسيا ژوند هيله لرل . موږ دهغه مړينه نه يوازي دهيواد روښن اندی کهول بلکي ټول هيوادوالو لپاره چي دبشريت له ښېرازه ژوند سره مينه اوعلاقه لري يوه لويه ملی اوعلمی ضايع بولو. هغه په رښتيا يولوي شخصيت ،دلوړوافکارو او اندېښنو خاوند وو . موږ پداسي حال کښي چي ددې ملي مبارز دکورنۍ ټولو غړو،دوستانو اوعلاقمندانو سره ځان پدې سترغم کي ځان شريک بولو ټولوته دلوی خداي له دربارنه دزړه صبرپه غو ښتلو دمرحوم روح ته په دعاکولوسره هغه ته دفردوس جنت غوښتنه کوو. روح دې ښاد اويادې ابدي وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور