بهسودو ولسوالۍ کې یو تن خپله میرمن وژلې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67712
جواد
دخبریدو نیټه : 2017-03-11

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې تېره شپه ۳۷ کلن صدیق الله په نوم یو تن چې د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،خپله میرمن د چاقو په وسیله وژلې ده .

د وژل شوې اته ویشت کلنې هاجرې خاوند د پېښې وروسته له سیمې څخه تښتیدلی،خو د پولیسو له لورې د نیولو هڅې دوام لري.

له یادې میرمنې څخه څلور نارینه ماشومان پاتې شوي .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پېښې د کورني تاوتریخوالې له امله رامنځته شوې ده.
 ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر یاده پېښه خواشیني ښودلې، په سیمه کې امنیتي منسوبینو ته د یاد قاتل د نیولو جدي سپارښتنې کړې.