غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67733
فضل الرحمن عليزی
دخبریدو نیټه : 2017-03-23

 

 

 

يو څـوک لـکه اوبـه څـښم ، خو تـنده مې ماتيږي نه

يو څوک لکه شيده څښم، خو تنده مې ماتيږي نه 

يو څوک مې دواړه سترکې دي، چې لار ورباندې وينمه

يو څوک لکه باڼه څښم، خو تنده مې ماتيږي نه

زه جل يمه وهلی، د قمره  د لاندې ګل يمه

يو څوک بيا لکه غره څښم، خو تنده مي ماتيږي نه

له چا سره مې مينه ده، بس مينه، مينه، مينه  ده !

يو څوک لکه خپل زړه څښم، خو تنده مې ماتيږي  نه

يو چا مې زړګی وړی، پسې وړی دی او وړی دی!

يو څوک لکه خواږه څښم، خو تنده مې ماتيږي نه

پرون چا راته وويل، چې حال، د عليزي واخله!

ويل يې چې هر څه څښم، خو تنده مې ماتيږي نه

۱۳۹۵ لمريز کال، کب ۲۸ مه، نوی ښار کابل