په ننګرهار کې د پوليو يا ګوزڼ ضد د واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67754
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-04-16

 
د عامې روغتيا رياست  مسوولين وايي، چې  د ياد کمپاين پر مهال به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسين شي..
د پوليو يا ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست کې څو ماشومانو ته په خوله کې د واکسين دوو څاڅکو په اچولو سره پيل شو..
د عامې روغتيا رياست مرستيالې ډاکټرې مقدسې معراج  وويل، چې  د ياد کمپاين په  ترڅ کې  به په ختيځ زون کې يو ميليون او دوه ويشت زره له پنځو کالونو کم عمره ماشومان  واکسين  شي.
د معراج په وينا يواځې په ننګرهار کې به شپږ لکه څلور زره ماشومانو ته  د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين تطبيق شي.
د عامې روغتيا رياست مرستيالې وويل، چې  د دې ولايت په کوټ، اچين ، هسکې مېنې او پچير اګام ولسواليو کې د امنيتي ستونزو له امله شاوخوا پنځلس زره ماشومان د واکسين له تطبيق څخه پاتې کيږي.
د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني او د حج او اوقافو رياست استازي له قومخورو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه ،چې د پوليو واکسين په تطبيق کې روغتيايي کار کوونکو سره همکاري وکړي.
دوی  د ټولو کورنيو په مشرانو  غږ وکړ ، چې واکسين کوونکو ټيمونو ته خپل ماشومان د واکسين د تطبيق په  موخه ور وړي