ایا امریکا په ریښتیا غواړي داعش له منځه یوسي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67755
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-04-16


 د BBC د تازه خبر له مخې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ تنو پورې رسیږي. دغه شمېره هم د افغانستان په ټوله جغرافیه کې پاشلې ده او په یوه سیمه کې نه ده راټوله. اوس پوښتنه دا ده د داعش له دې شمېرې سره د مبارزې لپاره د بمونو مورینه چې ۹ متره اوږدوالي او ۹۸۰۰ کیلو ګرام وزن لري او د اپریل په ۱۳ مه د خپل جوړښت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو په دره کې وکارېد، یوازینۍ او اغیزمنه لار ده؟ ځواب څرګند دی، هیڅکله نه!
ایا د دغه بم غورځونه، د سوريی د خان شیمون سیمې له هغه بمبار سره چې تېره اوونۍ د اپریل په اوومه امریکا په ۵۹ کروز توغندیو وویشته او روسيي ته یو ډول زور ښودنه او یا د سولې د هغه خبرو د تس نس کولو لپاره چې په ماسکو کې پیل شوي، تړاو نه لري؟ ایا د داعش ځاله، د ملاتړ او مرستې زیرمې له افغانستانه بهر د امریکا په ستراتيژیکو ملګرو لکه پاکستان کې نه دي پرتې؟
 امریکا ولې دا بم د داعش پر مرکز یا پلازمېنه د عراق په موصل ښار د دا عش د مشر ابوبکر بغدادي پر ټاټوبي وانه چوه، یا يي د تروریزم اصلې ځاله اسلام اباد په نښه نه کړ؟
 ایا د افغانستان په پاکه خاوره د دغسې ناشولته بم کارونه، داعش سره د ریښتینې مبارزې پرځای، زیات د تظاهر او ولسونو تېرییستلو لپاره نه ترسره کیږي؟
 که د امریکا سپینه ماڼۍ پر افغانستان د دې بم کارونه د داعش د له منځه وړلو لپاره اغیزمنه وسیله ګڼي او لکه څنګه چې ډونالډ ټرمپ وايی«افغانستان کې تر ټولو د ستر بم کارونه کامیابه ماموریت و. امریکا غږ»، نه یوازې د امریکا ولس، نړیوالو او په تېره بیا افغانانو ته درواغ وايی او د ولسونو په سترګو کې خاورې شیندي، بلکې په داسې ماموریت سره د افغانانو کرکه نوره هم د ځان په وړاندې زیاتوي او د داعش او نورو ترهګرو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
داعش او نور ترهګر په غټو غټو بمونو لکه پخوا چې په درواغو سره په کور دننه برهان الدین رباني او عبدالله عبدالله او اوس يي له بهره ډونالډ ټرمپ وايي له منځه نه ځي، که تللای تېر ۱۶ کلونه پوره او بشپړ وخت وو، بلکې د هغو د له منځه وړلو لپاره پخه اراده، سمه تګلاراو ژمنتیا اړینه ده چې سپينه ماڼۍ او د امریکا مشران يي نه لري!
له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا افغانستان ته راغلې، نه یوازې ترهګر لږ نه شول بلکې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د امریکا په مشرۍ میشتو لویدیځو هېوادو یو بل تارتق، داعش هم وزیږوه چې د افغانستان له کنډو څخه پرې د سیمې هېوادونه د ځان مطیع کړي. داعش او نور ترهګر د سیمې د هېوادو د ماتولو او طابع کولو لپاره د امریکا یوه وسیله ده. دا چې ویل کیږي په افغانستان کې شل ډلې ترهګر فعالیت کوي، لوی دلیل يي دا دي چې افغانستان ته د امریکا په راتګ سره د سیمې هېوادونه ځان خوندي نه ګڼي او د امریکا له ډاره د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره خامخا د ترهګرو یوه ډله نیمه پالي او په امریکا پسې يي افغانستان ته رالیږي. امریکا بې له دې چې د افغانستان ملې ګټې په پام کې ونیسي هڅه کوي افغانستان د یوه مورچل او سنګر پتوګه د سیمې هېوادو په وړاندې وکاروي او په دې توګه د جګړې د دوام یو غټ لامل د افغانستان پر ډګرد امریکا او د سیمې د هېوادو د ګټو ټکر او تضاد دی.
په دې برخه کې د افغانستان کمزوری او نا موټي مشرتوب هم ستونزه لا ورزیاتوي. افغان مشرتوب تر اوسه امریکا او لویدیځ ته سپینه کړې نه ده چې افغانستان ته پخپل راتګ او دوستۍ کې دې د ځان په وړاندې د سیمې د هېوادو حساسیت په پام کې ونیسي او دلته خپل میشتون دې د سیمې هېوادو د ګټو سره په ټکر نه، بلکې د متقابلو ګټو په رعایت سره سیمې ته وروپېژني.
که د دې څو اړخیزې بوختسې بلخوا راواخلو له ۲۰۰۱ کال راهیسې امریکا په افغانستان کې د داسې افغان مشرتوب په ټاکنه کې مرسته او ملاتړ کړی چې د ملي ګټو د خونیتوب پرځای يي چور او تالان کړی دی. په دولت کې که د ګوتو په شمېر کسان یوخوا کړو، ډیرکی يي هغه لوټماران، داړه ماران او لنډه غر دي چې کابل کې د امریکا سفارت او یا نورو لویدیځو سفارتونو سره نږدې اړیکې لري او په ټولو غلاوو کې یو له بل سره شریک دي.
په تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا او لویدیځ په پراخ شتون او واکمنۍ کې افغانان دومره توهین شوي، ځپل او وهل شوی چې نور يي له امریکا او لویدیځه کرکه اوکانګې راځي. نن دوه میلیونه افغانان په رواني نارغیو اخته دی. دوه میلونه په نیشه توکو روږدې شوي چې د افغانستان او سیمې په تاریخ کې ساری نه لري. په سلګونو زره افغانان چې ځوان نسل یي په سر کې دي د هېواد پریښودلو ته اړشوي. په دولت کې د ځواکمنې فاسدې کړۍ شتون چې د امریکایانو پراخ ملاتړ ورسره دی افغانان اړکړی چې د داعش او نورو ترهګرو لیکو ته پنا یوسي او د دوی لښکرې پیاوړې او غښتلې کړي.
وړمه ورځ د کاپیسا والي وویل چې د طالبانو ۹۰ سلنه تجهیزات له دولتي سرچینو ترلاسه کیږي!
بلخوا د امریکا د بهرینو چارو پخواني وزیرجان کیري د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کولو سره د ملي یووالي په نوم دوه سره حکومت پر افغانانو وروتپه. د داسې کموزوري حکومت د تپلو موخه دا وه چې افغانستان کې د امریکا د خپلسرۍ لپاره لار پرانیستې پاتې وي. امریکا، ولسمشر اشرف غني او تش په نوم اجراییه رییس عبدالله عبدالله داسې ساتي او لوبوي لکه دوه بنې. دغسې چلند د ۱۹ پېړۍ په نیمايي کې د انګریزانو استازي میکناټن له وزیرمحمد اکبرخان او نورو افغان مشرانو سره کاوه او یوه ته به يي د بل شیطاني کوله. په پای کې د وزیر محمد اکبرخان په مشرۍ ټولو مشرانو لاس سره یو کړ او میکناټن يي د خپل عمل په سزا ورساوه. د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه مهال د دفاع وزیر شهنواز تڼي سره هم روسانو همدغسې لوبه کوله. یوه ته به يي د بل شیطاني کوله او بلاخره يي شهنوازتڼي د نجیب الله په وړاندې بغاوت او کودتا ته ولمساوه.
نن هم چې د افغان حکومت او دولت پښې نه ټینګیږی او پخپله خاوره واکمني نه شي کولای، لوی او غټ لامل يي په حکومت او دولت کې دننه د واک څو زیرمې دي چې د ملاتړ ریښه يي د امریکا سفارت ته رسیږي.
ترڅو چې امریکا په سیمه کې خپلو موخه ته ونه رسیږي، تر هغو به افغان واکمني، بېواکه، پاشلې او نیمژوانده وي او د ترهګرو غوبلې به دوامداره او په چړچو کې وي او امریکا به په پوره منافقت او درواغو سره کله هغه او کله دغه ځای بمباروي!
پایله:
امریکا له داعش او نورو ترهګرو سره په مبارزه کې افغانانو ته درواغ وايي او ریښتینې نه ده. امریکا، داعش او نور ترهګر په افغانستان کې د خپل شتون او پاتې کېدو او په سیمه کې د خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې پتوګه کاروي.
افغانستان امریکا او لویدیځ سره دوستۍ او ښې اړیکې غواړي، خو دا اړیکې به د افغانستان د ملي ګټو، ملي حاکمیت اوملي برم سره په ټکر کې نه وي.
افغانان نه غواړي چې امریکا او لویدیځ دې افغانستان، د خپلوموخو لپاره د سیمې د نورو هېوادو او د امریکا د سیالانو په وړاندې د یوه مورچل پتوګه وکاروي. امریکا به افغانستان د سیمې هېوادو سره په دښمنۍ نه اړوي.
د امریکا پوځي اډو ته په افغانستان کې اړتیا نشته، د دې اډو شتون افغانستان د سیمې هېوادو ته د حساسیت په یوه مرکز بدلوي او په سیمه کې د کړکېچ ، تاوتریخوالي او په پای کې د جګړې لامل ګرځي.
که امریکا د افغانانو یادې روا غوښتنې نه مني، افغانان باید د ځان د ملاتړ لپاره په نورو بدیلو لارو هم فکر او کار وکړي.
د ۲۰۱۷ کال د اپریل ۱۶ مه