خــیال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67778

دخبریدو نیټه : 2017-04-01

 

 موسـم بـدل شي نـوی کال د ځمکې شال بدل کړي
 چې واک یی خپل وي د بڼ شکل يي بڼـوال بـدل کړي
 ژونـدي قـومـونـه د فطرت ښکلا تابع کړي ځان ته
 چې ګل بـدل شي ورسره د فـکـر ټال بـدل کــړي
 ویـده پـه خوب د غفـلت پـروت وي بـدلون نه پيژني
 زورواکي خپل زورچلوي ورته زوړ چال بدل کړي
 زمــا د لـلـمـو جـل وهـلــي ګــــلان نــور بـویــوي
 څو چې ملـت په یو ملي تد بیر خپل حال بـدل کړي
 د پـسرلـو پـه تګ راتــــګ بڼـونه نه جـوړیــږي
 خوکه بڼوال دنوي ژوند په لورخپل خیال بدل کړي
 د خـدمـتګار هیـلي بـه ګل شي پسرلی بـه شي بـیا
 که یي افغان ولس په خپل مخ کې د یوال بدل کړي

 نوی کال د ټولو مبارک خوشالیو بریو سولې او ټیکاو کال شه