ویکيلیکس افغانستان کې د ټولو بمونو مور په اړه لیکي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67784

دخبریدو نیټه : 2017-04-21

سرچینه : هپوخ ټایمز ویبپاڼه لیکواله : روزماري فرویاوف ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ ویکيلیکس افغانستان کې د ټولو بمونو مور په اړه لیکي: “د امریکا متحده ایالاتو هغه سمڅې او تونلونه لمنځه یوړل، کوم چې د سي آی اې له لوري جوړکړل شوي وه” د امریکې متحده ایالات په دې ویاړي، چې په افغانستان کې د تونلونو پیچلي سیسټم لمنځه یووړل شو. دا تونلونه یا سمڅې د سي اې آې له لوري جوړې او تمویل شوي وې. دې تاریخي شالید ته په کتو سره دا تونلونه د ټرمپ دفاع وزیر جیمز میټس ته هم ډیر په زړه پوري پریوځي. ٬٬ د امریکي متحده ایالاتو کوم تونلونه په افغانستان کې بمبار کړل، هغه د سي اې اي لخوا جوړ شوي وه. ٬٬ دغه خبره ویکیلیکس په ټویټر کې لیکلي او پخواني اجنټ ادوارد سنوډن پر ۲۰۰۵ کال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې یوې لیکنې پر بنسټ دی موضوع ته رسماً مراجعه کوي. امریکایانو څلور ورځې مخکې په افعانستان کې خپل تر ټولو ستر نا اتومي بم د اسلامي دولت نومې ډلې پر اډه وروغورځولو .د رسمي سرچینو پر بنسټ دغي لوی بم د اسلامي دولت نومې ډلې ۹۵ تنه جنګیالي وژلي دي. په ۲۰۰۵ کال کې نیویارک ټایمز د تورې بوري د سمڅو په اړه یوه مفصله تفصیلي کیسه لیکلي ده. د لسو کالو په ترڅ کې دغه سمڅې د سي اي اي په مالي مرستي جوړي کړل شوي دي. ورسته بیا د ترهګرو نوموتي مشر اسامه بن لادن تر څارنې لاندې یا په واک کې ورکرل شوې. دا مهال د امریکې متحده ایالاتو په افغانستان کې له جهادیانو سره مرستې کولې.جهادیانو د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل په وړاندې له ځانه د فاغ کوله. کله چې روسان په افغانستان کې مات کړل شول، همدغه خلک د القاعدې په بڼه کې پر نړیوال کچ را څرګند شول. کوم تونلونه چې اوس بمبار شول، نولس کیلو متره د تورې بورې له سمڅو څخه واټن لرې. داسي انګیرل کیږي، چې د اچین د تونلونو سیسټم د تورې بورې له سمڅو سره هم نښلیدلي وي. د دې تونلونو د تاریخ په اړه ادواردسنوډن او ویکیلیکس په نیویارک ټایمز کې داسي لیکې : ٬٬کله چې بن لادن په لومړۍ ځل له تورې بورې څخه لیدنه وکړه، هغه یو ځوان مجاهد جنګیالي و. دی تازه له ساختماني انجنیري پوهنځی څخه فارغ شوي و. اټکل دیرش کاله پخوا په نولس سوه پېنځه اتیایمو کالونو کې کله چې واشنګتن د اتیایمو کالونو په پيل کې خپله لومړنۍ جګړه په افغانستان کې پیلوله، دوی د سي آی اې له لوري د یوې لسیزې په موده کې جهادیان تمویلول، څو د شوروي اتحاد د نیواک پر وړاندې له جهادیان سره مرسته او همکاري وکړي. د تورې بورې سمڅې څوکې څلور زره متره جګې دي. دغه سیمه شپږ پنځوس کیلومتره د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار سویل لویدیځ لوري ته د یوه جنګې کلا په څیر پرته ده. د غونډیو دغه سیمه واورینې څوکې، ستوغ پیچلي درې لري او ډيرې ټینګي کلکې سمڅې لري. په کیلومترو اوږد تونل، پټنځایونه او ټینګې پخي اډې په غرنو کې د ننه ژورې ستوغې کیندل شوي دي. دغه پیچلي سمڅې او ځایونه د سي اې اې په مرسته د مجاهدینو لپاره رغول شوي وې. بن لادن په لسګونو بلډوزر او سقیله وسایط د خپل پلار له ستر غوړیدلي شرکت څخه راوړي وه. په سعودي عربستان او همدارنګه په ټول پارس خلیچ کې د سعودي بن لادن ګروپ یو له شتمنو ساختماني یا جوړونکو شرکتونو څخه ګڼل کیده. زیاتو خلکو داسي کیسې کولي، چې بن لادن په خپله په دې ستوغو پیچلو غرونو څوکو کې بولډوزر چلولو. هلته يي دفاعي تونلونه او د ساتلو ډیپوګانې جوړولي. د نیویارک ټایمز په حوله په اټکلیزډول په ۲۰۰۱ کال کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ جنګیالي دلته پټیدل. د ورننوتلو ناشوني کږې وږې لارې د نیویارک ستر سوداګریز مرکز تر نړیدو ورسته بن لادن په ټوله نړۍ کې یو تر ټولو ځښت ډیر غوښتل شوي ترهګړ وګرځيد. ده په تورې بورې کې پناه واخیستله، ځکه هغه دغه سیمه لکه د خپل واسکټ جیب په څیر پېژندله. د نیویارک ټایمز لیکواله ماري انا ویور، د مولوي یونیس خالص له پخواني قوماندان مسعود فریور، دی پخوا د جهاد پر مهال په توره بوره کې جنګیده، پوښتنه کړي. دغه سمڅې ولې دومره مهمي دي. هغه ځواب ورکوي او وایي، دغه سمڅې ډیرې ټینګي، اغیزمني او په ځانګړي ډول ستوغې جوړي کړلي شوي دي. کله چې تاسو دغه کږې وږې لارې وپېژنې، تاسو په ډیره اساني سره کولي شي تګ راتګ وکړي. کله چې تاسو دغه کږې وږې لارې ونه پېژنې. بیا د تاسو لپاره د ورکو لارو کور په څېر ښکاري. دغه سمڅې په ځینو ځایونو کې تر ۱۴۰۰۰ مترو جګې او ژورې څوکې لري. شورویانو لس کاله خپلي ټولې وسلې پرې وکارولي او وتوغولي، خو په بشپړه توګه کومه ګټه يي ترلاسه نه کړه. د دې سیمې یو بل مهم اړخ په دې کې دی، دغه سیمه پاکستان ته نږدې پرته ده. یوې هندي وېبپانه په دې اړه ادعا کړي، چې په دې برید کې نه یوازې د اسلامي دولت نومې ډلې ۹۴ تنه جهادي جنګیالي وژلي شوي، بلکې تر پېنځه سوه نور کسان هم وژلي شوي دي. په دې وژل شویو کسانو کې د پاکستان وسله وال پوځ ۴۰۰ پوځیان شامل دي،دوی د اسلامي دولت نومې ډلې څخه ملاتړ کاوه او مرستي کولي .په دې سیمه کې ملکیان شتون نه درلود. د ټرمپ دفاع وزیر په دې اړوند د ډونالډ ټرمپ د فاع وزیر جیمز مک ډاګ میټس شالید په ځانګړي ډول په زړه پوری دی. دا هغه جنرال دی، چې د بن لادن د وژلو پر دنده ګمارلي شوي و، هغه غوښتل چې د تورې بورې سمڅې باید له منځه یووړل شي، خو اجازه ورنکړل شوه. په ۲۰۰۵ کال کې نیوریاک ټایمز لیکي: جنرال جیمز میټس له خپلو نورو افسرانو سره یو ځاي وه. لیکوالۍله هغه سره مرکه کړي او لیکي: جنرال په دې اړه ډاډمن بریښیده، ده به بن لادن په سمڅو کې محاصره کړي واې او د وتلو ټولي لارې بهپ پرې بندي کړي واې .هغه ټینګار کولو او زیاته کړه، چې باید اجازه راکړل شي واې، څو د تورې بورې تر سمڅو پورې مي پرمختګ کړي واې او ځان مي وررسولي واې. د جنرال دغه غوښتنه او پریکړه رد شوه، څو بن لادن په ټوره بوره کې ونیسي. ورسته دغه پوځې تیروتنه د بوش حکومت یوه ستره تیروتنه وګڼل شوه. بن لادن د دسمبر په شپاړلسمه نیټه د تورې بورې څخه په تیښته بریالي شو. د سي بي اس خبري سرویس خبر ورکوي،د پنجشنبې ورځ د هوایي برید په ترڅ کې یوولس ټنه بم د اسلامي دولت نومي ډلې ژورې سمڅې ونړولي.دغې خبري سرویس له یو شمیر پوځې کارپوهانو څخه پوښتنې هم وکړې، د دوی په وینا د امریکا متحده ایالات لږ تر لږه څوارلس نور دا ډول ستر بمونه په خپلواک او اختیار کې چمتو لري،څو د سمڅو دا ډول سیسټمونه له خاورې سره خاورې ایري کړي.د ویکیلیکس په حواله د دې ډول یوه بم بیه شپاړس میلیونه امریکايي ډالره ده. . پای