غزل،

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67801
سمیع الله مهال
دخبریدو نیټه : 2017-04-26

 

زما بدبخت پښتون زړه کی نور څــه دي!
 نه خوښي او شور د مینی، نه خـــواږه دي

د تـورمــلا د خیرن جیب توری ټاپــی ته
 په لـر او بــر پراته کاپر ټول پښتانـــه دي

د خلیل ربه! بیا یی تکبیر وکړ اوګواښیږي
 لاخو یی چاړه په وینو سره، مړي پراتـه دي

ستا په لاس خو تیغ د مصر او پنجاب دی
 پام! پدی لاره زموږ پلرونه پخوا مړه دي

لږ هوښیار شه د پښتون خړي، برګي بچیه!
دا ټول  سره، تور او سپین سره ملـــه دي

ته نو ولی دومره مست یی ای "مهـالـه"!؟
 ستا په شکور خو ډوډۍ وچه، تل سابه دي