د غالبوزو غچ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67825
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-05-10

 د پردو سره په جنګ کې د آخ ناره نسته
 دمه سته خو د ډار چغه او بغاره نسته
 په پټه خوله له دښمنه خپل غچ اخیستل دي
 په دې کار کې کومه خبره پټه او ښکاره نسته
 په یولاس قران په بل کې د تورې وخت تیر دی
 اوس کونه پټي بې غچه په بله بله چاره نسته

***
د باغیرته انسان په غچ کې یو وار سر ځي
 د بې غیرته په کښې زر واري بیخ او بر ځي
 وګوره غالبوزې ته چې خپل غچ نه پریږدي
 خپل غچ ژر اخلي که یې سل واره ټول ټبر ځي
 په غالبوزو قهرجن قصاب نه لري څه کار
 له ساتوله یې بي ویرې د هغه شاو بر ځي
 افغان هم بې غچه کام نه دی اې دنیاوالو
 غچ اخلي که یې څه ال او اعیال سراسر ځي
 ځوښت یې لکه د کشپ په څیر ډیر ورو دی
 خو اخیر ترې یو ټپي سوی مکناټن ډاکټر ځي
 تر ننه هیڅ چا نه ده ورباندې سمه خوړلې
 لکه ببر هر یو راځي اخیر لکه ګود خر ځي
 افغانان دتوپ توپک او بم سره جنګیږي
 هر برید ته په منډه په لوڅو پښو او سر ځي
 کاشکي غچ یې لکه غالبوزه ډیر ژر وای
 که څه هر یو وچ راځي بیرته په لوند نیکر ځي
 دا جنګونه لس شل کاله نیسي یا ډیر
 په کې ډیره ابرو د پردو د نوکر او چاکر ځي
 د پردو یرغلګرو سره که نه وي دا چوبکیان
 دا پردي د یوې ورځي یوازې په یو مازیګر ځي
 ناوخته غچ اخيستل خاین وطن پلوران زیږوي
 په ناوخته غچ ویره د هر بې پلاره سوډر ځي
 نا وخته غچ د خلکو نسل لکه واښه ریبي
 دیو یو وطنپال په زړه د زهرو خنجر ځي
 بی غچه بریدونه لا ورځ په ورځ ډیریږي
 نن دلته سبا هلته دیو یو وطپال سر ځي
 اخیر خدای وطنفروشان داسې شرموي
 چې دمړي کوز يي پر تاریخي تختې د قبر ځي
 شا باش جنرال عبدالرارقه ددې ژر غچه
 نوم دي په تاریخ کې په شمېر د جنرال نر ځي