چارواکي:ارزګان کي دعملیاتوپرمهال ۲۰ وسله وال طالبان وژل سوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67827
احسان الله ولس يار اروزګان
دخبریدو نیټه : 2017-05-12

دارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دترینکوټ په مربوطاتو کي دنن ورځي په عملیاتو کي امنیتي ځواکونو دپام وړ پرمختګ کړی او تر۲۰ پوري وسله والو طالبانو ته يي مرګ ژوبله اوړلي ده. وسله وال طالبان هم ورته څرګندوني لري. ارزګان کي دامنیتي ځواکونو له لوري دخالد په نوم ګډ چاڼیز عملیات لااوس هم روان دي. دارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري بینوا ويب پاڼي ته وویل چې نن دترینکوټ اړوند شامنصور په سیمه کي دګډو امنیتي ځواکونو له لوري عملیات ترسره سوي چې پرمهال يي دیوشمیر سیمو دنیولو ترڅنګ د دوو طالب قوماندانانو په کډون ۲۰ طالب وسله وال وژل سوي او یوشمیر نور يي ټپیان سوي دي. دنموړي په وینا چې په همدي سیمه کي دوسله والو طالبانو د دوو مهمو مرکزونو ترڅنګ دوه هاموی ټانګونه،۸ عرادي موټرسایکلونه او یوشمیر سپکي او درني وسلي يي هم له منځه تللي دي. امنیه قوماندان خپل لوري ته داوښتو تلفاتو په اړه څه وه نه ویل. وسله والو طالبانو بیا په دغه سیمه کي دامنیتي ځواکونو د دوو ټانګونو دتخریب ترڅنګ ویلي چې عملیات يي په شاه تمبولي دي خو دلمړي کنډک قوماندان قاري نظرمحمد دعملیاتو له سیمي بینوا ويب پاڼي ته وویل چې عملیات يي اوس هم په بریالیتوب مخ ته روان دي او وسله وال طالبان يي شاتګ ته اړ کړي دي. دیادوني وړ ده چې په ارزګان ولایت کي دخالد په نوم ګډ پوځي عملیات له تیرو څو ورځو راهیسي دترینکوټ په شمال ختیځه برخه کوټوال سیمه کي پیل سوي وه چې دیوشمیر سیمو ترتصفيي وروسته اوس دشامنصور په لوري پیل سوي دي او لاهم دوام لري.