په ۱۷۰ را ستنو شویو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67851
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-05-30

د ننګرهار ولایت کډوالو چارو رياست په هڅو د IRC موسسې له لوري له پاکستان هېواد څخه په را ستنو شويو ۱۷۰ کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته ۱۲ – ۱۲ زره افغانۍ ورکړل شوې.

نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو نورو داخلي بې ځايه شويو او له پاکستان هېواد څخه راستنو شويو کورنيو ته هم د نغدو پيسو، خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې چمتو کړي.