دبل خوله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67869
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-06-01

 

 

 زموږ د وطن سوه داسی سیده کیسه
 هر یو دی د دښمن پردي په خوله
 هیڅ یو خپل تاریخي مشر نه مني
 د هر یوه خوله ده د بل یوه خوله
 دمشر په خولې که ښوري دبل ژبه
 هغه مو هم نه ږغیږي په پورته خوله
***
یوذره ماغزه نه لرو په سر کې خپله
 د بل خبرو ته مو ده پاته چینګه خوله
 ټول کارونه زموږ دښمنان پردي کوي
 موږ یوازې ارام ناست یو چپه خوله
 موږته تنخواه راوکوی مشران مو ټاکي
 ټول کارونه پردي کوي موږ یو ویته خوله
 موږبه ژر هغه سپين زیرې ته ورته سو
 چې بل واده يي وکړ په کنډوله خوله
 په سبا يي ډیره غراره خوله ښکاریده
 انډیوال ته کرار کرار غوږکې ویله
 ول اوس شکر بیخي بیغمه سوم
 ښوریدل می هم سر نن شپې په هغې کړه
***