د ښوونځیو جوړولو کمپاین له دې ملاامام زده کړئ!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67890
حبیب الله پکتین ځاځی
دخبریدو نیټه : 2017-06-06


څو کاله وړاندې په ښار کې زموږ ناحیې ته د جومات لپاره نوی ملا امام وټاکل شو. ملا امام هڅاند سړی ؤ او په ډیر لږ وخت کې یې د جومات اوداسه ځای او نور ډیرو کارونو په ګډون په جومات کې بدلون راوست او لږ وروسته یې د سهار له لمانځه وروسته د تفسیر درس پیل کړ، چې راډیوګانو به خپل د ثبت سیستم مخکې له مخکې ورته تیار کړی ؤ او دده درسونو سلسله به یې پړاو په پړاو ثبتوله.
بله ورځ ملا د یو بډایه کس جنازې کې ګډون کړی ؤ او چې د سقات پیسې د سیمې له دود سره سمې کس په کس لاس په لاس شوې او وار دې ملا ته ورسید، نو ملا صاحب ورته ویلي وو چې زما قبولې دي خدای دې ستاسو کور آباد کړي او ددې لپاره چې اجر یې په خدای بخښلي پسې تل ورسیږي، نو زه په دې پیسو د جومات څنګ ته د یو څو خونو لروونکې ودانۍ جوړوم څو هم پکې د مدرسې دیني زده کړې ماشومان وکړي او هم د ناحیې ښوونځي د ټولګیو کمښت ستونزه حل شي او دوه وخته به د ښوونځي زده کوونکي هم ترینه کار اخلي.
د ملاامام دا کار له ټاکل شوي پلان سره سم په کلکې ارادې او ټینګ هوډ تر سره شو او چې کله یې د ودانۍ جوړولو کار پیل کړ نو په دریمه برخه لا بشپړ شوې نه وه چې پیسې خلاصې شوې او خلکو چې دا حالت ولید، نو لویو او وړو سوداګرو او عامو خلکو په داسې نغدو مرستو او اړتیا وړ موادو ونازاوه، چې د ودانۍ کار له ټاکل شوي پلان په غوره او ښه ډول بشپړ شو او یو وخت پکې د مدرسې زده کوونکو او دوه وخته پکې د ښوونځي زده کوونکو زده کړې کولې او یاد ملاامام تر اوسه پورې په ټول ښار او هغوی چې د راډیوګانو له لارې دده د تفسیر درسونه اوري ډیر محبوبیت پیدا کړی او ټولې هڅې یې خلک ستايي.
نو دا عیني کیسه مې د لیکنې په پیل کې ځکه راوړه چې که دولتي مسؤل چارواکي د ناغیړۍ ، نه پاملرنې او یا هم د بشپړې بودیجې د نشتوالي له امله د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چاره نه شي ترسره کولای، نو ولس او داسې د ټولنې خدمتګار روڼ اندي مخور ديني عالمان او با احساسه قومي مشران خو یې په خپل قوي فکر او پیغمبري حوصلې او هوډ تر سره کولو وړتیا لري.
که چیرې په لرې کلیو او بانډو کې خلک د وفات شویو د سقات پیسې او یوه برخه د خپلو کلنیو د ځمکو او باغونو او ځنګلونو د حاصلاتو برخه او دغه راز د ذکات پیسې د ښوونځیو ودانیو جوړولو لپاره بیلې کړي او یو د اعتبار وړ کس ته یې له دقیق حساب سره سم وسپاري او قومي مشرانو په همغږۍ او یو هوډ د یو ښوونځي کار پیل شي، نو چې یوازې یې د بنسټ ایښودلو چاره پیل شي نور لګښت به ورته داسې برابر شي، چې دوی به یې وړاندوینه هم نه وي کړي.
زموږ ستاسو بډایان له حج او عمرې څخه وروسته راځي او لکونه نور په ډالیو او خیراتونو لګوي، خو که چیرې همدا پیسې د یو کور دوه درې وروڼه راټول کړي او په خپل کلي کې د خپل ګډ نیکه یا بابا په نوم او یا د خپل خیل او کلي په نوم یو ښوونځي ودانۍ باندې ولګوي، نو هم به یې په عامه اصطلاح نوم کړی وي او په ټولنه کې به یې کورنۍ نوم درنښت پیدا کړی وي او هم به یې د خپلو او نورو کلیوالو ماشومانو لپاره د زده کړې ډیوه بله کړي وي، چې دا به د دنیا او آخرت دواړو ګټه وي او تر ټولو د غوره صدقه جاریې بنسټ به یې ایښی وي.
ما دا لیکنه له یوتصویر څخه په الهام اخیستنې لیکلې کوم تصویر چې پکې یوه بدخشۍ نجلۍ ده او درود په سر  په دې سخته لار له خپل کور څخه ښوونځي ته ځي او بیا بیرته کور ته راځي، نو د لوی رب الله (ج) او د هغه محبوب حضرت محمد(ص) د درنښت لپاره علم او پوهې ته په درنه سترګه وګورئ او په خپلو سیمو کې د ښوونځیو جوړولو لپاره دا ډول کمپاین پیل کړئ.
ځکه په خپلو ولسي لګښتونو نن د غزني په لرې پرتې جاغوریو ولسوالۍ کې سل ښوونځي فعال دي او د ولسونو په ملاتړ یې له شپږ نوي زیات سلنه ودانۍ لري. ولسونه د خپلې مرستې ګډ صندوق له لارې د ښوونځیو ودانۍ جوړوي او ښوونکو ته پر  دولتي معاش سربیره د ولسي پانګې څخه هم ځانګړی معاش ورکوي او لیسانس او ماسټر استادان له ښارونو خپلو ښوونځیو ته بیايي، نو ځکه خو موږ ټولو ته په کار ده چې د یاد با احساسه ملا امام او د غزني جاغوریو ولسوالۍ اوسیدوونکو له نیک نیت او احساس څخه په الهام اخیستنې په خپلو سیمو کې د ښوونځيو جوړولو او فعالولو ستر کمپاین پیل کړو، چې دلته زما اشاره یوازې پښتنو ته نه ده بلکې د افغانستان نورو وروڼو قومونه هم تر پښتنو زیات مسؤلیت لري.
په پای کې له طالبانو څخه په ډیر درنښت غواړم چې د پوهنې پر وړاندې دې خنډونه نه جوړوي او ددې پر ځای چې ښوونکو ته ستونزې جوړې کړي ښوونځیو ته په وخت د حاضریدو برخه کې دې ټینګار پرې وکړي او د پوهنې له بهیر سره دې مرستندوی شي، ځکه د افغانستان د پوهنې وزارت کې د اداري فساد ، بیروکراسۍ او ... ګڼو ستونزو له امله د نصاب له نوي کولو او د ښوونکو له لوړې روزنې سره سره نن د پوهنې بهیر ډیر پڅ روان دی او د مجاهدینو او طالبانو واکمنۍ پوهنې حالت پرې په یو شمیر برخو کې غوره ښکاري.
یو ځل بیا پر ټول افغان ولس غږ کوم چې د پوهنې وزارت د شړیدلو پلانونو په تمه دې نه کښیني او د ښوونځیو جوړولو کمپاین دې سر له اوسه پیل کړي.