د لوګر په روغتون کي د زون په کچه د کلچر(باکتریالوژي) څانګه فعاله شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67899
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-06-12

نن ورځ د یادې څانګې د پر انیستې په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي ، د ولایتي شوراغړو ، چارواکو  او د روغتون ډاکټرانو ګډون کړی و.

د ولایتي روغتون رئیس مجیدي په وینا دغه څانګه ډیره مهمه او د زون په کچه  ده، مجیدي زیاته کړه کله چې یو ډاکټر وغواړي د مرض درست علاج وکړي او هم د مریض د دوا مصرف راکم کړي دلته سمه او درسته معاینه کیږي او په دغه څانګه کې که هرڅومره خطرناک مرضونه لکه د میندې او ماشوم مړینه او سینه بغل وي او داسې نور دلته یې کوچنۍ نمونه اخیستل کیږي او سم تشخیص او تداوي کیږي، چې دا تشخیص مریض اقتصاد ته زیاته ګټه رسوي چې دا کار په ډاکټر باندې زیات باور د خلکو هم رامنځته کیږي،څومره چې خدمات معیاري وي همدومره د خلکو باور پرې زیاتیږي.