په سوېډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اعلاميه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67900

دخبریدو نیټه : 2017-06-12

ډيره دردونکې اوزورونکې ده چې له لسوورځونه راپدې خوا دکابل ښاراوسېدونکی ديوې ډلي لخواچې ځان رستاخيزملي بولي دکابل ښار پرځينوڅلورلاروخېمې درولی اودکابل ښاريان ئې له ټولنېزوستونزوسره مخامخ کړي اوپدې حرکت یې دکابل ښاريانومدنی او قانونی حقو ق دخپلوسياسی مخولپاره ترپښتولاندي کړیدی . ټولوته روښانه څرگنده ده چې نه يوازي په افغانستان بلکي دنړۍ په هيڅ هيوادکي دهيڅ سياسي اودموکراتيکو اصولو له مخې په اساسی قانون اويادسياسي گوندونودفعاليت په قانون چاته داحق ندی ورکړل سوی چې دښاريانو لپاره دخپلوسياسي موخوپه خاطرستونزي راوزېږ ه وي،يا واټونه وتړي . زموږدټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کي چي دعقيدې او دبيا ن ازادي دهرانسان حق بولی،خودکابل ښاردلاريون کونکو پر خلاف دوسلې استعمال چې دهرچالخوا سوی وي غندي .مگر درستاخيزملي په نوم په کابل ښار کښي چې دښاريانو لپاره دستونزودزېږېدو لامل اودقانون خلاف کړنه ده هم په کلکه غندي . زموږ دټولنې غوښتنه!

 ۱/ موږ له دې لاريون کوونکو اوخېمددرونکو له مشرتابه نه په کلکه غوښتنه لروچې ډيرژر دي خپلې خېمې ټولي کړي ترڅودکابل ښاريانوته ورپېښي ستونزي حل سي

. ۲/ دټولومدنی قوانينو اودبشردحقوقو داعلامې له مخې دولت مکلفيت لری چې ژرتر ژره دي دتېري پېښي پر مسله قانوني څېړنه وکړي اوهمدا ډول دي دکابل ښارله واټونه هغه خېمې ټولي کړي کوم چې دکابل ښاريانوته یې ستونزي رازېږولي دي .

 ۳/ زموږ دټولنې مشرتابه دافغانستان له پارلمان ،سياسی گوندونو ،فرهنگی ټولنو اوسازمانونو ،نړیوالي ټولنې ،دبشر دحقوقونړيوال سازمان ،دمور اوماشوم دحمايي نړيوال سازمان اونورو نړيوالوسازمانونه هيله کووچې پر افغان دولت فشار راوړی اودکابل ښاريانوستونزي ډير ژرحل کړي .

 يادونه : ددې اعلامې متن په پښتو ژبه دملگروملتودسازمان دفتر ، داروپاپارلمان ،دبشردحقوقو نړيوال سازمان ،دماشوم اومور دحمايي نړيوال سازمان اويوشمېر نورو اړونده سازمانو او اداروته لېږل سوی دي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور