ارزګان:د۱۶ نیم میلونه افغانیو په ارزښت استنادي دیوال او سایپون دجوړیدو کارونه پیل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67906
احسان الله ولس يار اروزګان
دخبریدو نیټه : 2017-06-16

ارزګان چې یو زراعتي ولایت دی هرکال يي ډيری زراعتي مځکي داستنادي دیوالونو دنشتوالي له امله اوبه لاندي کوي. ارزګان کي دکرهڼي او مالدارۍ ریاست له لوري په مرکز ترینکوټ ماشیناو سیمه کي د۹۵۰ متره استنادي دیوال دجوړیدو چاري پیل سوي. دارزګان ولایت والي داستنادي دیوال دبنسټ ډبري ایښدولو پرمهال رسنیو ته وویل چي پر دغه پروژه څه باندي ۱۴ میلونه افغانۍ لګښت راځي او په جوړیدو سره به يي ډيره مځکه داوبو له خطره وژغورل سي او دخلګو په اقتصاد به مثبت اغیز وکړي. نموړی وايي چي ددوی ډير تمرکز پر زراعتي برخه ده او هڅه کوي چې ارزګان اقتصاد دکرني له لاري بډایه کړي. دکرهڼي ریاست رئیس انجینیر زلمي الکو هم وویل چې ددغه ۹۵۰ متره استنادي دیوال دجوړیدو چاري چې حکمت وحدت ساختماني شرکت له لوري مخ ته وړل کیږي په پنځه میاشتي کي به يي درغوني چاري په پاخه او اساسي ډول بشپړي سي او بودیجه يي کرني وزارت له لوري ورکول کیږي. نموړي همداراز وویل چې په تاني سیمه کي هم دوی دڅه باندي پنځه ویشت لکه افغانیو په ارزښت یو سایپون جوړي چي درغوني چاري يي دامید صمیمي ساختماني شرکت له لوري مخ ته وړل کیږي دالکو په خبره چي په یادو داوړو پروژو کي به ۶۵ کسانو ته پنځه میاشتنی کار هم پیدا سي. سایپون داوبو دسطحي هغه پاخه او اساسي ځای ته ویل کیږي چې دکانال دخوندي توب لپاره جوړیږي. په ورته وخت کي دسیمي خلګو هم داسنادي دیوالونو او ساپون په جوړیدو جوښي وښوده او وي ویل چي په جوړدو سره به يي مځکه داوبو له ګواښ څخه وژغورل سي او په کرنیزو حاصلاتو کي به يي ډيروالی راسي. دوی دورته نورو پروژو دپلي کیدو غوښتنه هم کوي. دیادوني وړ ده چې په ماشیناوو سیمه کي څو ځلي دمخه هم استنادي دیواله جوړ شوي وه خو داوبو او سیلابونو په راتلو سره له منځه تللي او دخلګو سلګونه جریبه مځکه اوبو لاندي کړي خو دا ځل چارواکي وايي چې استاندي دیوال به په پاخه او اساسي ډول ورغول سي او هم يي له ټولو خلګو غوښتنه وکړه چې له یادو پروژو څخه نظارت وکړي.