غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67913
آرین
دخبریدو نیټه : 2017-06-18

 

 له تبســم نه دې ســلګۍ ځــاروم
 هـــرې ادآ که دې بدل غـواړې
 اور راکوه بیا مې سـکاره ټولوه
 که مې د رنګ ځينې کجل غواړې
 مــا ســتا لپاره شــاعــري کــړیده
 که مــې ټپه که مـې غـزل غواړې
 د آسمان رنګ دې هم لیمې درنې کړې
 پسـې ښــا ئيــست لا د ذهــل غــواړې
 لکه غــلیم خـــوله کــې شــکرې لرې
 کله کــشمیر کله کابل غـــواړې
 مــنصفه وايه ورته څــه ووایــم
 هم رانه زړه او هم ګوګل غواړي