ته د چا اختر یی ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67926
ولي الله ملکزی
دخبریدو نیټه : 2017-06-28

 


 اختره ! ته د خوښۍ یو عجیبه احساس او د انتظار یو ناشنا غورځنګ یی.
ته د پخلاینې سمبول او د ورورولۍ مظهر یی.
ته د عقیده مندو ازمیښت او د وصال محور یی.
ته د هیلو، ارمانونو او مرادونو بهیر او د آزادۍ او جایزې مهال یی.
نو ځکه خو هم بختور یی، هم منور.
ته د لیمو او اننګو اختر یی.
ته د هرې پرګنې او ارتینې اختر یی.
هم د رنګ، هم د شرنګ او پایزیبو اختر یی.
اختره! په څرګنده خو ته یواځی له څلورو ټکو جوړ یی او خلک درته کمکی، کوچنی او وړوکی اختر وایی، خو ستا لمن ډیره پراخه او وزرې دی په غرونو، رغونو او سمندرونو غوړیدلی دي.
د جاوا په ټاپوګانو،‌ د همالیا په څوکو،‌ د جزیرة‌ العرب په دښتو، او د مغرب په ځلیدلو کوڅو کې،‌ د هر رنګ،‌ ژبې او نسل مینه وال دی په ډیرې بی صبرۍ سره د راتګ لارې څاري.
اختره! ته د هغه سرباز اختر یی چې همدا اوس ماشه په لاس د خپل دین، هیواد او ناموس لپاره پیره او ګزمه کوي.
ته د هغې مور اختر یی چې پرون یی د خوارجو په لاس تنکی زوئ له تیغه تیر شو.
ته د هغې نامزادې اختر یی چې له واده مخکې کونډه او نامراده شوه.
ته د هغه حافظ اختر یی چې د لیلة القدر په شپه پخپل محراب کی والوزول شو.
ته د هغه عالم اختر یی چې د حق ویلو پخاطر، د منصور د لارې لاره وې شو.
ته د هغه بوډا اختر یی چې لا هم د خپل سرباز زوی په ګمنامه قبر پسې لالهنده ګرځي.
ته د هغې پیغلې اختر یی چې د ګودر په غاړه د ډک منګي په څنګ کې حلاله شوه.
ته د هغې خور اختر یی چې کور ته یی د ډولۍ په ځای، د شهید ورور تابوت رواړل شو.
ته د هغه یتیم اختر یی چې د عیدګاه په دروازه کې څیری ګریوان او لوڅې پښې، درویزه غواړي.
ته د هرهغه چا اختر یی چې قرانکریم د هدایت او اعتدال سرچینه او مثنوي د انسان شاهکار ګڼي.
ته د هغه بی وزله یمني اختر یی چې د سلفي او حوثي په جنګ کې د قحط او کولیرا له ښامار سره غاړه غړۍ دی.
ته د هغه عراقي‌ اختر یی چې د حسین درواغجنې ملیشې یی د ذوالفقار په توره، سر له تنې جلا کوي.
ته د سوريی د هغې مهاجرې پیغلې اختر یی چې د شهوت او هوس لیوانو یی عصمت داړلی او د هغې عفت یی لوټلی.
ته د هغه صومالي اختر یی چې الشباب یی وینو ته تږي ناست او له ژونده یی په مرګ خوشحاله دی.
ته د هغې تور پوستې ماشومې اختر یی چې بوکو حرام یرغمل نیولې او د څاروي په بیه یی پلوري.
ته د هر هغه چا اختر یی چې د خپلې عقیدې او فکر په جرم، د تورو تنبو تر شا پروت دی.
ته د هر هغه عرب او عجم اختر یی چې له محاصرې او مقاطعې سره مخ دی.
او بلاخره، ته د هرهغه چا اختر یی چې د رب په وحدانیت او د انسان په انسانیت باور لري.
خو ته هیڅکله د هغو مذهبي فاشستانو اختر نه یی چې د حرم زینب په پلمه، ځمونږ ځوانان د مرګ کومي ته استوي.
نه د هغه تورمخي جګړه مار اختر یی چې یواځې خپل ځان ورته مومن او نور ټول ورته بی ایمانه ښکاري.
او نه به د هغه قاتل اختر شي چې مازې ځان جنتي او بل هرڅوک دوزخي ګڼي.
ځکه د رحمت او انسانیت پیغمبر خو داسی فرمایی ( لأن تهدم الكعبة حجراً حجراً أهون عند الله من أن يراق دم امرئ مسلم) که د کعبې خونه ړنګه بنګه او ډبره ډبره شي، ولی بیا هم د الله په وړاندی یی ارزښت تر هغې ډیر کم دی چې د یو مسلمان وینه دی تویه شي.
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه که آباد کا څوک ویران حرم د زړه