مرستيال والي: د پولیو پر ضد د واکسين کمپاين د هر افغان مسئوليت دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67931
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-07-02


دکندهار د ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب نن سهار د پوليو پر ضد د مبارزې د همږغۍ په غونډه کي وويل چي د پوليو پر ضد کمپاين د هر فرد مسئوليت دی.

د همږغۍ په غونډه کي د عامي روغتيا سرپرست رئيس محمد عظيم زمريال، د کتلوي معافيت آمر عبدالرشيد الکوزي، د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني، د نړيوالو روغتيايي ادارو استازو، امنيتي مسئولينو او ديني علماوو ګډون کړی وو.

مرستيال والي وويل چي رسنۍ، ديني علماء، کليوالي شوراګاني، معارف او ښځو چارو رياست د پوليو پر ضد د کمپاين مسئوليت لري، ځکه د پوليو پر ضد مبارزه يوه ملي فريضه ده. هغه ټينګار وکړ چي د واکسين تر کمپاين دي يوه ورځ مخکي په ولسواليو کي غونډي جوړي سي او د کمپاين په پروسه کي دي ديني علماء استخدام سي، تر څو له يوې خوا ديني علماوو ته کاري زمينه برابره سي او له بلي خوا دوی په دې لړۍ کي برخه واخلي. ښاغلي منيب د عامي روغتيا مسئولينو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د عامي روغتيا سرپرست رئيس محمد عظيم زمريال خبر ورکړ چي په راتلونکو څو ورځو کي به د پوليو پر ضد کمپاين پيل سي او د دې کمپاين لپاره يې مالي امکانات برابر کړي دي. هغه زياته کړه چي د افغانستان په سطحه د پوليو ۴ مثبتي پيښي ثبت سوي دي چي يوه په کندوز او پاته ۳ په جنوب لوېديځه حوزه کي دي، له بده مرغه يوه مثبته پېښه له پاکستان څخه په راستانه سوو کسانو کي وه.

ښاغلي زمريال وويل چي سږ کال به د پوليو پر ضد د واکسين ۶ کمپاينه وکړي او په دې لړ کي به تر ۶۰۰ زرو زياتو ماشومانو ته واکسين ورکول سي.

د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني او د حج او اوقاف رياست مرستيال هم ژمنه وکړه چي د پوليو پر ضد د واکسين په کمپاين کي به د ديني علماوو په توسط تبليغات وکړي.