نا معلومو کسانو ننګرهار کي دوه وروڼه وژلي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67984
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-02

د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې تېره شپه نا څرګندو کسانو د چاقو په وسیله دوه وروڼه په شهادت رسولي دي .
یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله یادو دوو ورونو په پټيو کې اوبه لګولې.

وژل شوي دوه ورونه حليم او صميم نوميږي او د اتلس او شلو کالونو په عمر دي.

امنيتي مسئولینو په سيمه کې د پېښې څيړلو او عاملينو د نيولو په موخه هڅې پیل کړي.