په اسلام کي د شرم او حياء ارزښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67987
مولوي عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2017-08-02


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :
انسان د فطرت په لحاظ د روغ او ښه طبيعت خاوند پيدا شوی، خو د چاپيريال ناسمتيا د ده طبيعت ور خرابوي .
لکه څرنگه چي په حديث کي راغلي دي چي ( په دُنيا کي ) هر پيدا کېدونکی ماشوم د اسلام پر فطرت پيدا کېږي، خو د ده مور او پلار يې يهودي، نصراني او مجوسي ( يا د بل دين مُعتقد ) کوي .( متفق عليه )
په انسان کي د ښه او بد د پېژندلو شعور پيدا شوی دی .
په هغو ښو  صفاتو کي چي انسان يې د فطرت په لحاظ لري، يو صفت د حياء  صفت دی  .
شرم او حياء که د انسان لپاره ښائست دی خو د مسلمان لپاره د ده د  ايمان يوه نه بېلېدونکې برخه ده .
په حياء سره ايمان تقويه کېږي .
حياء داسي صفت دی  چي انسان له ټولو بدو کارو  راگرزوي .
که هغه بد په ټولنه کي بد گڼل کېږي او که په شريعت کي بد گڼل شوي وي .
او همدا راز  د ښو کارونو  له پرېښودلو هم انسان راگرزوي .
شرم او حياء د ايمان يوه شُعبه او څانگه ده، که په چا کي دغه صفت په څومره اندازه قوي وو، په  هغه کي د ايمان دغه شُعبه په دومره اندازه قوي ده ، او که په چا کي د حياء صفت کمزوری وو، په هغه  کي د ايمان دغه شُعبه  کمزورې ده .
په حياء سره د انسان زړه ژوندی کېږي او د انسان او حيوان فرق په حياء سره دی .
الله - جل جلاله -  د حياء له پرېښودو او له بې حيايۍ څخه خپل بندگان منع  کړي او داسي يې فرمايلي دي : إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَررِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ (النحل : ۹۰)
ژباړه : بې شکه الله په عدل، ښېگڼي او خپلوانو ته په ورکړي امر کوي او له بې حيايۍ،بدۍ او ظلم څخه منع کوي، الله تاسو ته نصيحت کوي څو تاسو پند واخلئ !!
په دې آيت کي له بې حيايۍ څخه منع راغلې ده .
بې حيايي يو داسي ناوړه صفت دی چي په چا کي راغی، هغه د هر ناروا کار اهل ګرزي .
 ځکه هغه څه چي د انسان او گناه تر مينځ ديوال وي، هغه له خلګو، يا له ځان او يا هم له الله تعالی څخه حياء ده .
په دې هکله په حديث شريف کي راغلي دي : 
عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ الْأُولَى إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ
 ( بخاري رقم الحديث : ۳۲۹۶  )
ژباړه : له حضرت ابومسعود – رضی الله عنه – څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : هغه څه چي د مخکينيو پېغمبرانو له خبرو  څخه خلګوموندلي، ( يو ) دا دي چي کله دي حياء نه لرله، نو څه دي چي خوښه وي، هغه کوه !!
(هغه څه کوم چي د شرف، عزت او ميړاني لرونکی انسان ئې نه شي کولی )
ځکه له بدو کارو څخه د ده هيڅ راگرزوونکی نشته، نو ځکه دی هر هغه څه ته وړاندي کېږي چي د ده نفس ئې غواړي .
کله چي له چا د حياء  صفت لاړ شي، نو هغه د بې مهاره اوښ په څېر آزادېږي او د خير او شر تمييز ترې پور ته کېږي .
زموږ په ټولنه کي چي څومره بد کارونه تر سره کېږي، ويلی شو چي د ټولو لامل د حياء نه شتون دی .
له دې حديث څخه معلومه شوه چي حياء داسي صفت دی چي د ټولو پېغمبرانو – عليهم السلام – په شريعت کي ښه صفت وو او منسوخ شوی نه دی .
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ ».
( متفق عليه \ مشکاة المصابيح ص : ۱۲ ج : ۱)
ژباړه : له حضرت ابوهريره - رضی الله عنه - څخه روايت دی چي  رسول الله - صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : ايمان څو اويا شُعبې (شاخونه) دي، تر ټولو غوره ( لويه ) شُعبه  ئې د لااله الاالله   وينا ده، تر ټولو وړه شُعبه  ئې له لاري د تکليف ور کوونکي شي لري کول دي او حياء د ايما ن يوه  شُعبه ده .
حياء د ايمان شُعبه او څانگه ځکه ده ځکه د حياء خاوند د حياء له امله له بدو کارو  راگرزي .
نو په دې صفت کي د ايمان په څېر ده چي انسان له بدو کارو راگرزوي .
مطلب دا چي په لنډ ډول  بايد انسان پوه شي چي څوک حياء نه لري، نو د هغه ايمان نيمګړی دی او حياء د ايمان او عقيدې سره مستقيم تماس لري .
په بل حديث کي راغلي دي :
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قال : قال رسِولُ اللَّه -صلى الله عليه وسلم- : «إنَّ لِكُلَّ دينِ خُلُقا ، وخُلُقُ الإسلام الْحياءُ» رواه ابن ماجة ص: ۱۳۹۹ج : ۲)
ژباړه : له حضرت انس – رضی الله عنه –  څخه روايت دی چي ر سول الله - صلی الله عليه و سلم – وفرمايل : هر دين اخلاق لري او د اسلام  اخلاق حياء ده !!
دا وجه ده چي پېغمبران – عليهم السلام -  انتهايي حياء ناک وو، رسول الله – صلی الله عليه و سلم –  هم د کاملي حياء خاوند وو ، دومره حياء چي په اړه ئې په حديث کي داسي راغلي دي :
عن أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَشَدَّ حَيَاءً مِنْ الْعَذْرَاءِ فِي خِدْرِهَا، وَإِذَا كَرِهَ شَيْئًا عُرِفَ فِي وَجْهِهِ .
( رواه البخاري رقم الحديث :۳۳۶۹ و مسلم رقم : ۲۳۲۰\ رياض الصالحين ص : ۲۰۸)
ژباړه : له ابوسعيدخُدري - رضی الله عنه - څخه روايت دی، هغه فرمايلي دي چي رسول الله - صلی الله عليه و سلم – تر هغي پيغلي زياته حياء لرله چي په پرده کي وي ، کله به چي ئې يو شی ناخوښه شو، په مخ کي به ئې ناخوښي معلومېدله !!
خو د نبي عليه السلام حياء داسي نه وه چي د حق له بيانولو دي ئې راوگرزوي .
خو چي د کوم صحابي يو کار به ئې ناخوښه شو، نو مخامخ به ئې نه ور ته ويل، بلکي مخ مبارک به ئې تغيير وکړ، نو  صحابه کرام به ئې په ناراضتيا پوه شول .
نو بايد موږ هم په خپل خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم پسي اقتداء وکړو او په ځان کي د حياء صفت راولو ځکه په دې کي د دُنيا او آخرت گټي نغښتې دي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين