د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي، ولسي ملاتړ او اقتصادي اهميت په موخه کنفرانس جوړ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 67998
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-08-08

په کندهار کي د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي، ولسي ملاتړ او اقتصادي اهميت په موخه کنفرانس جوړ سو.

دا کنفرانس نن سهار په ولايت مقام کي جوړ سوی وو چي د کندهار چارواکو ، ملي شورا غړو ، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، د ولسواليو امنيه قومندانانو، ديني علماوو، متنفذينو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د دې نلليکي پر جوړېدو له ۵ څخه تر ۶ ميليارډه ډالر لګښت راځي چي په ۳ يا ۴ کالو کي به بشپړه سي. افغانستان د دې پروژې له برکته له کاله ۴۰۰ ميليونه ډالر يوازي د ټرانزيټ له لاري ترلاسه کوي. په کومو سيمو کي چي د ټاپي نلليکه تيريږي، د هغو سيمو خلکو ته کاري فرصتونه ايجاديږي. منځنۍ اسيا له جنوبي اسيا سره نښلول کيږي او افغان حکومت ټولي هغه سيمي چي نلليکه پکي تيريږي، له ماينونو او امنيتي تهديدونو پاکوي او ۷زره ځانګړي ځواکونه په هغو سيمو کي په دنده ګماري.