د بابړې قتل عام: د ارواښاد عبدلولیخان لیکنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68004
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2017-08-13

د بابړې قتل عام: د ارواښاد عبدلولیخان لیکنه چونکې زموږ ملګري به روزانه جېل ته راوستی شو، نو خبر ولګېد(راغی) چې د حکومت د دې ناروا، بې قانونه زور زیاتي او ګرفتاریو برخلاف بهر ملګري، په چارسده کې یوه احتجاجي جلسه کوي، خو اختر ته بنده( ځنډ) ده. چنانچه وروسته خبر راغی چې د اګست په ۱۲ دولسم به دغه احتجاجي غونډه کیږي. کله چې سرکار(حکومت) له دې غونډې خبرشو، نو چاپېره يي لاسونه واچول، د سر سر چې کوم ملګري ول، هغه يي ونېول چې دا جلسه ناکامیابه شي. په ۱۳ د اګست خبر شوو چې د چارسدې په دغه غونډه د بابړې په مقام ګولۍ وچلېدې او په سلګونو نارینه او زنانه پکې شهیدان شول. د زخمیانو خو څه شمېر نه وو معلوم، ځکه اول خو هسپټالونو ته حکم وو چې زخمیان مه پریږدۍ، بیا ورته هدایت وو چې زخمیان پولیس ته حواله کړۍ، نو له دې وجې زخمیان پټ پاتې شول، ځکه چې قیدیان راتلل(بندي کېدل) او له دې نور تفصیل معلومېده. د جلوس مشري زموږ د خدايي خدمتګارو د تنظیم سالاراعظم امین جان خان کوله، سالار صیب يي هم راورسوه (ونېوه)، سالار صیب نامعلومه شو. چارسدې ته ټولې لارې، سرکونه او پلونه پولیسو او ملیشو له مخکې نېولي وو. پر چا به يي چې شک راته، هغه به يي ګرفتارولو. چا سره به چې پنډوکي کې څه وردی(څه شی) وو، هغه به يي هم له نېولو مخکې ښه وواهه. دا هم حقیقت ته رسېدلې خبره ده چې دغسې د وردی رضاکاران يی په سیند لاهو کړي دي. خو له دې هر څه سره سره، په زرګونو خدايي خدمتګار د چارسدې پړانګو او بابړې ته ورسېدل، د جلوس لار وټاکل شوه، جلوس د غازي ګل بابا د جومات پر لار مقبرې ته روان وو چې هلته احتجاجي جلسه وکړي. د مقبرې په منځ کې جومات ملیشو نېولی وو او پر چت يي ماشینګڼونه لګولي وو. کله چې جلوس جومات ته ورنږدي شو، نو بې له څه خبرتا يي(warning ) يي له بره د ګولیو(ډزو) باران شروشو. د جلوس تر وړاندې یو زلمي سره قامي جنډه وه، هغه ولګېد، چې پرېوت نو جنډه ترې بل زلمي ونېوله، هغه هم ولګېد اوپرېوت، نو حکم وشو چې پرېوځۍ! دا بې وسلې او د عدم تشدد په اصولو کاربند(روان) زلمي او بوډاګان پر مځکه پراته وو او د جومات له چتره پرې ګولۍ چلېدې، بلکې د دې شهادت هم شته چې ماټر(۱) بمونه راغورځول شوي دي. یو محشر خپور وو، جلوس ته چې کومې زنانه راغلې وې، هغوی رامنډې کړې، اکثرو پکې د زخمیانو خدمت ته لاس کړی، د میندو او خویندو د سر لوپټې کوزې شوې، د زخمیانو پټۍ ترېنه جوړې شوې. یو زلمي د یوې پیغلې په غیږ کې سا ورکړه، بل بوډا د بلې. بوډاګانو سرونه سرتور کړل، د خیر سوالونه يي کول، نورو زنانه وو د خدای قران پر سر نېولی، ملیشووالو ته يي رویونه (سوالونه) اچول چې ډزې بندې کړي. ما په خپلو سترګو په ګولیو سوري قرانونه لېدلي دي او هغه ننګیالي اوغیرتي پښتنې مې هم لېدلي دي، د چا په ګوګل چې نن هم له دغه سوري شويو قرانونو څخه د وتلې ګولیو نښې شته! د بېدریغه او بې حسابه ګولیو چلولو اندازه له دې هم لګیږي، داسې زخمیانې زنانه هم وې چې هغوی په کلي دننه، د خپلو کوټو پر سر لګېدلې دي. د صحیح مړو اندازه به څوک ولګوي، اکثره مړي خلکو وتښتول(یووړل) او پټ يي کړل. حکومت خو صرف دومره وویل چې د پاکستان دوښمنانو او د هند وانو ایجنټیانو د ملک د تباهۍ منصوبه جوړه کړې وه، حمله يي کوله چې هغه د حکومت پر وخت اقدام ناکامه کړله. په دغه غونډه د ډزو په نتیجه کې (۲۵) پنځه ویشت تنه مړه دي(دلته ولیخان دا د حکومت په حواله وايی، زما زیاتونه)، خو په دغه قتل عام کې د موجودو خلکو د اندازې مطابق په سوونو ملګري مړه دي. قابو شپږ سوه تنه یادیږي، چونکې ملګري د مختلفو علاقو او لیرې لیرې ځایونو څخه راغلي ول، نو ځکه يي پوره اندزه لګول ګران ول. وروسته سرکار وویل چې دوی(خدايي خدمتګارو) د هغې دفعې خلاف ورزي کړېده چې د ضلعې مجسټریټ(ادارې) لګولې ده. دا خو درواغ او ناروا ځکه دي چې هغه ورځو کې زموږ د ضلعې ډپټي کمشنر د تورو( د قوم نوم دی، زما زیاتونه) هدایت الله خان وو او هغه ما ته پخپله دا خبره کړېده چې له ما څخه نه چا تپوس کړی او نه ما دفعه ۱۴۴ لګولې وه. مړي خو مړي ول، هغه خو لاړل، خلکو تر خارو لاندې کړل، خو کومې کانې چې په هسپټالونو کې پر زخمیانو وشوې، داسې یو زخمي حباب خان د کالو خان ماته وې چې زخمیانو ته به يي په زخمونو کې سیخونه چخول، ورسره به پيغورونه وو. د مسلم لیګ شین پوشان( نشنل ګارډ) به د ډاکټرانو پر سر ولاړ وو، وې به يي ښه ده، خبره به دې بره ورسوو، او یا دا زخمیان وغورځوۍ بهر ته! حباب خان کاکا پخپله له یوه هسپټال نه بل ته او له بل نه بل ته، اخر د قبایلې علاقې پر لار په زخمي وجود پټ په پټه وتښتېد او هله يي سا ورکړه چې په افغانستان ولګېد(ورسېد) د دې قتل عام په سبا پولیس او ورسره د مسلم لیګ نشنل ګارډ د خدايي خدمتګارانو پر کورونو سر شول، تالاشي يي اخیستلې چې ګنې تاسو خدايي خدمتګار او لا زخمیان په کورونو کې پټ کړي دي. د هغې په سبا یعنې د اګست په ۱۴ مه، د پاکستان د جوړېدو ورځ وه، جشن وو، باجې ــ ډول سرناوې، د مسلم لیګ مشرانو جلوسونه ویستل، بیم باجې يي غږولې او پر هغو لارو او کورونو يي دا باجې او ګډاګانې وروستلې چې د زلمو لا وینې هم نه وي چکه( غوټه) شوې او نه د دغو شهیدانو د تختې اوبه وچې شوې وې! خو کله چې دغه مسلم لیګیان او د هغوی د ډنډه مار نشنل ګارډ د جشن او خوشالۍ، مبارکو او ګډېدو نه وزګار شول، نو بیا له پولیسو سره ملګري د خدايي خدمتګارو په ګرفتارولو او کورونو تالا کولو پسې ووتل. ماته یو خدايي خدمتګار پخپله خبره کوله چې کله زما د ګرفتارۍ لپاره پولیس راغلل نو بې تپوسه پر کور راوختل، ورسره د مسلم لیګ نشنل ګارډ هم وو، هغه وې زما د واده څو ورځې شوې وې، زما ناوې شور جوړ کړ، ما وې خیر دی، کور کې ګرځي، نو کور کې خو څاروي هم وي، سپي هم وي نو ته له هغوی کله ستر کوي، دا هم په دغه سپو او ډنګرو کې وشمېره. وروسته بیا خبرشوم چې د خدايي خدمتګارو له تالاشي کولو پس بیا د کورونو د تالاشي کولو وار راغی، نو چې هر څه دوی راټول کړل، نو تاڼه دار صیب ښځې ته وکتل چې د واده جوړه يي اغوستې ده، ورته يي وې دا هم وباسه. ناوې ورته وې چې زما خو دغه جامې وې چې تاسو یووړې نو څه واغوندم، وې له ګاونډیانو نه يي وغواړه. د ګاونډیانو زنانه وو دې ناوې ته جامې ورکړې، دې (ناوې) پولیسو ته وې چې تاسو له کوټې ووځۍ چې زه جامې بدلې کړم، خو د پولیسو افسر ورته وايی چې خاوند ته پرتوګ وباسې نو نن يي موږ ته هم وباسه! موږ سره په دې جېل کې کافي عالمان هم ول چې هر کار به يي د اسلام په ګز کچ کاوه، د بابړې د قتل عام په اړه به هغوی تپوس کاوه چې د خدای له کوره ګولۍ چلیږي، پر مسلمانانو چلیږي، مسلمانان زخمیان او شهیدان کیږي، زنانه پکې ویشتل کیږي، د خدای قران پک سوری سوری کیږي، نو دا کوم اسلام دی؟ ما به ورسره خندل، ما وې دا د جناح صیب مسلم لیګ اسلام دی چې ښکته له هندوستانه راغلی او د اسلامي نظام او شریعت د نفاذ ذمه وار وزیر يي جوګندرناټهه منډل دی چې نه یوازې هندو دی بلکې په هندوانو کې هم د نیچ ذات چوړې دی چې هندوان ورته پخپله اچهوټ(Untouchable) وايي، نو د داسې قاضي القضات به همدغه اسلام وي، نور به څه وي؟ د بابړې د قتل عام نه پس د قیدیانو زور ولګېد، هر ماپښین به چې ګاډی راغی، نو شېبه پس به د هرېپور جېلخانې ته د قیدیانو یوه مظبوطه ډله راورسېده. ورځ په ورځ د قیدیانو شمېر زیاتېده، بارکونه ډکېدل، د جېل د عملې رویه خو خپله به هم خرابه وه، خو هره هفته به لا قیوم خان خپله راته او لا به يي خپل وزیر جعفرشا میا صیب رالیږه. د جېل په ډاګ بنګله کې به يي شپه وکړه، ټول حال احوال به ي معلوم کړ، د جېل د بېل بېل افسر څخه به يي معلومات ترلاسه کول، د سختې او نورې سختې حکم به يي کاوه او هر یو سرکاري نوکر او ملازم ته يي دا څرګنده کړې وه چې د هر یوه واحد فرد د کارګزارۍ نه موږ ځان خبر ساتو(یو بل باندې جاسوسي کول خو د سرکاري افسرانو مشغولا وه)، نو قیوم خان به د جېل افسرانو ته وې چې ستاسو ترقي په دې پورې تړلې ده چې څونه خدايي خدمتګارو ته تکلیف ورکړۍ او دومره حد پورې دوی تنګ کړۍ چې دوی معافي وغواړي، په ضمانتونو کورونو ته لاړ شي او مسلم لیګ سره ملګري شي، پښتانه متل کوي « هوسۍ هسې هم ګړندۍ وه، لا ګونګري دې ورته واچول، نو بیا خو راپې مشې» زموږ ملګري ټول د دې نوي ارډی ننس لاندې نظربند ول. د نظربندانو دوه ډلې وې. یو کلاس I او بل کلاس II چې د بي او سي کلاس برابر وو. موږ څو تنه يي د کلاس I په شمېر کورټین ته راوستلو او زموږ نور ملګري يي په کلاس II (یعنې سي کلاس کې) په نورو مختلفو علاقو کې راګېر کړل. یو بل سره د لېدو کتو اجازه نه وه. څوک به چې په جېلخانه راننوت، نو چې به ور سره هر څومره جامې وې او یا نور څه هغه به يي ترینه اخیستل. هسې خو د دې کلاس II نظربندانو په قانون کې جامې وغیره لیکلي ول خو نه ورته د جېل افسرانو خپلې جامې پرېښودلې او نه يي ورته سرکاري جامې ورکولې، کومې چې قانونآ د دوی کېدلې. اوړي کې خو ګوزاره کېده، سړي به له څادره لنګ واهه، جامې به يي وډبولې ، وچې به يي کړې ، خو چې ژمی به راغی، نو بیا خو نه په څادر کې ساعت تېرېده او نه جامې دومره ژر وچېدلې. د هرېپور وریځې او بارانونه او جړې پرې د پاسه. سرکاري صابون نشو ورکول کېدای، له بهره د هیڅ څيز اجازه نه وه، تر دې چې هغه د سي کلاس د اخلاقي قیدیانو چې کوم مراعات وو، یعنې په ملاقات کې صابون، ګوړه، نسوار وغیره ټول په خدايي خدمتګارو بند وو. بوډاګان به ناجوړه پراته ول، د دارو درملو يي تپوس نه وو. ډاکټرانو د وزیرانو له وېرې څوک په هسپټال کې داخلولای نه شو. هرېپور چونکې د وطن جېل وو او هر پېژندګلو خلک پکې وو، نو نورو اخلاقي قیدیانو کې به دې سیاسي وروڼو سره څه د صابون او ګوړې امداد کولو، نو هغې پسې به روزانه تالاشي راتله او چې هرشی به يي سیاسي قیدي سره وموند، نو هغه به يي ترینه واخیست. د کلاس II د نظربندانو څه، چې زموږ د کلاس I د نظربندانو به هم هره ورځ تالاشي کېده. د جېل د خوراک دا حال و چې یوه ورځ چې د جېلخانو جرنیل صیب صاحبزاده په دوره راغی. اول خو يي تپوس وکړ، وې څه تکلیف؟ ما ورته وې چې جېلخانه کې تکلیف کوم ځای(چیرته) وي، بیا مې ورته یو ژېړ ټکری شان لاس کې ورکړ، ماوې صیب دا څه دی؟ جرنیل صیب ډېر واړوه راواړوه، خو هیڅ يي ونه پېژانده. ما نه يي تپوس وکړ، وې څه دي؟ ما وې بوی کړه، شاید له بوی څخه يي وپېژني، په دې هم کار ونه شو، ماوې صیب ټکری نه دی، دا زموږ د دې جېل ډوډۍ ده، ډوډۍ! ما ورته وخندل، ما وې که غاښ وباسي او د دندان ساز فیس دې د مخې نه کیږي، نو د دې ډوډۍ د ماتولو کوشش وکړه، ما وې پيشو ګان يي نه خوري. د جېل سړې ډوډۍ اکثره دا افسران راغونډوي خپلو غواوو، مېښو ته يي وړي. نو ماوې جرنیل صیب دلته موږ سره بې شمېره بوډاګان دي، ځیني خو زما څه چې ستاسو له پلرونو هم مشران دي، نو چې هغوی به دې ډوډۍ سره څه کوي؟ هغه د جېل تکلیفونه او مصیبتونه یوخوا ملاقاتونه بند، خطونه بند، اخبارونه او رسالې بندې، یعنې د بدني او جسماني تکلیف سره نفساني تکلیفونه هم ورسولی شول. ولې د دې نه علاوه زموږ یو پنجابی عمربیګ ناروغه وو،هغه به هر مازیګر راغی، د جېل په چکر کې به کښیناست او زموږ ملګري به يي راوغوښتل او نورو ملازمانو مخکې به يي ورته تبلیغ کاوه او کوښښ دا وو چې مسلمانان يي کړي. نو په دې سلسله کې دومره مخکې لاړ، زموږ ملګرو ته يي وې چې تاسو به باچاخان پسې ځۍ، هغه خو هندوان دي. وې به تاسو نه يي خبر چې د ډاکټر صیب( ډاکټر صیب د باچا خان مشر ورور و) لور، مریم یو غیر مسلمان عیسوی کړی دی او د باچاخان زوی غني خان د یوې پارسڼې سره واده کړی دی. خیر هغه چې زموږ ملګرو به دغه داروغه ته څه وې، هغه دلته نشم لیکلای. خو هغه دومره کلک سترګی وو چې دا ډول تقریرونه يي د جېل ملازمانو ته په پرېډ کې کول. یوه ورځ زموږ احاطې ته راغی، ما ورته وې چې داروغه صیب ته چې د ډاکټر صیب او باچا خان د لور او زوی قصه کوي، نو که دا کوي کوه يي، خو چې زه هم درته ستا د لېډر ووایم. ماوې ستا لېډر جناح صیب د پنځه څلویښت ۴۵ کلونو په عمر کې خپل یو پارسي اشنا کره دېره وو، نو له هغه نه يي د هغه د ۱۸ کلونو پیغله لور ولمسوله او له کوره يي وویسته او واده يي ورسره وکړ(۲). دغه دې یوه او بیا دا چې له دې مټېزې(هغه ښځې یا نجینۍ ته ویل کیږي چې د کوروالو له سلا او خبرتیا پرته له کوره له چا سره وتښتي، زما زیاتونه) څخه يي کومه لور وشوه، نو هغه لاړه، هغې پخپلسر یو عیسوي مېړه سره واده وکړ. نو ما دا وی د باچاخان او ډاکټر صیب د ټول ټبر دا قسمه خوبۍ ستا د لېډر په خپل ذات کې یوازې راغونډې شوې دي. د داروغه صیب سره د جېل نور ملازمان هم ولاړ وو. نو ما وې داروغه صیب که پس له دې نه موږ خبر شو چې تا دا قسمه خبرې دلته قیدیانو او ملازمانو ته کړې دي، نو بیا به موږ هم مجبور یوو چې ستا د لېډر حالات هم بیان کړو. ایله داروغه صیب له دغې سپکې ویناو قرار شو. د ګرفتاریو سلسله روانه وه، جېلخانې ډکېدلې، نویو قیدیانو به د حکومت د ظلم نوې نوې قصې له ځان سره راوړلې، د خدايي خدمتګارانو څځه ږیرې خره ییل، مخونه ورته تورول، پر خره سپرول او د پولیسو او نشنل ګارډ ورپسې چیغې وهل، لاسونه پړکول او چې څومره حکومت زور اچاوه، حالات د هغوی په اندازه نه قابوکېدل. نو سرکار وار په وار قدم پورته کاوه او نوره سختي يي پسې کوله. تر دې چې دا مو هم پکې واورېدل چې په صوابۍ کې يي زموږ ملګري بربنډ لغړ کړل(۳) او په کلي کې يي د ګرځولو نه پس بیا خپل کورونو ته همداسې بربنډ ننویستل چې د خپل کور زنانه میندې، خویندې ننګیندې او لوڼه يي وویني. د وحشت او بربریت حد نه وو، موږ به زهېرېدو او فکر اخیستي وو چې ولې د دې غیرتي پښتنو سره داسې کیږي؟ کله ناکله خو به زموږ زلمو باچاخان ته هم قهر راغی چې اخر دا دومره بې عزتي او سپکاوی به تر کومه پښتانه په چوپه خوله او د عدم تشدد پر لاربرداشت کوي! ولې افرین شه پر هغو ننګیالو زلمو او بوډاګانو چا چې د دې هر یوه ظالم زیاتی، تالاکېدو هرڅه مقابله داسې په نره وکړه چې دنیا ورته حیرانه شوه. همدغه حال د هغو قیدیانو وو چې په جېلخانو کې پراته وو او ورسره غیرانساني سلوک کېده او ورته له ځناورو هم لاندې کتلی شو. قیوم خان دې چې په دې پوه شول چې د جېل دننه خلک خو په هیڅ قسم نه راتمیږي، ولې همغه شان په بهادرۍ، میړانه او اوچتو سترګو جېل تېروي، نو اول خو يي رنګارنګ افواګانې خپرې کړې چې دا خلک مشرقي پاکستان(ننی بنګله دیش، زما زیاتونه) ته لیږلی شي.کله به يي وې حکومت فیصله کړې د سر سر خلک ترینه پاڼسي کوي. کله به يي وې دا به ټول د اټک کلا ته راغونډوي. قیوم خان به تقریرونه کول، د څرمنو اسمانونه به يي ګړبول، وې چې قاضي صیب به دلته د صوبايي د بازار په چوک کې چانماري کوم، وغیره وغیره. چې دا ټولې خبرې يي ناکامه شوې، نو بیا يي چالانونه(لېږل) شرو کړل، قاضي عطالله خان او غني خان يي چالان کړل، مودو پس پته ولګېده چې د سیند حیدراباد جېل ته يي لېږلي دي. دا شان يي پسې امیرمحمد خان لالا او عبیدالله خان وویستل، پته ولګېده چې دوی د سندهه سکهرجهنمي جېل ته لېږلي دي. هر ماښام به یو نه یو خبر راته چې نن چالان تیار دی او سبا تیار دی! ـــــــــــــــــــ ۱ ــ د بابړې د خانضمیر کاکا په سپینو او پولونو کې د بم پتري ننوتي وو چې د خدايي بخښلي سره قبر کې یوځای دفن کړی شو. ۲ ــ جناح صیب دغه جینۍ سره د ۱۷ کلونو په عمر کې معاشقه جوړه کړه. پارسي اشنا يي خپه وو. له عدالت نه يي باقاعده حکم واخیست او د جناح او خپلې لور په ملاقات يي سرکاري بندیز ولګاوه. خو چې دغه جینۍ د اتلس کلونو شوه، نو خپل سپی يي په تخرګ کې ونېو او د پلار له کوره په اغوستو جامو کې ووته او جناح صیب سره لاړه. نو ماوې داروغه صیب دا تپوس به يي اوس ته وکړې چې که جناح صیب مسلمان وو او دا جینۍ پارسڼه وه، نو دوی چې سرکاري طور سره واده کاوه، نو څه طریقه يي استعمال کړې وه؟ ۳ ــ د دغه ننګیالو د نومونو لیکل ماته د پښتو نه پرېوتي ښکاري، نو ځکه يي لیکل نه غواړم. د یو کشمیري(Sexual Pervert )جنسي قچر د خپلې بېعزتۍ د بدل اخیستو لپاره د غیرتي پښتنو سره دا عمل کولو. ( دلته د ولیخان منظور، قیوم خان کشمیری دی، زما زیاتونه) باچاخان او خدايي خدمتګاري د عبدلولیخان لیکنه دوهم ټوک، ۱۲۵ ــ ۱۳۲ مخونه یادونه: لیکنه کټ مټ د نوموړي کتاب له متن څخه د بابړې د قتل عام د ۷۱ تلین په مناسبت راکاپي شوېده. البته په ډېرو لږو ځایونو کې د پورته افغانانو د لاپوهاوي په موخه ځینو ویینو(کلمې) کې لږ څه بدلون پېښ شوی دی. مننه د ۲۰۱۷ کال د اګست ۱۲ مه