د زمري (۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68006
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2017-08-15

 

: د ۱۳۹۶ لمریز کال د زمري ۲۱ مه

افغانستان په نړۍ کې یو پېژندل شوی ، لرغونی ، خپلواک او سرلوړی هېواد دئ . تل به دا هېواد همداسې سر لوړی او خپلواک وي . خپلواکي او یو والی زموږ د غیور ملت د ټولو شته عزیزو قومونو خپل خدای را کړی حق دئ ، له هېچا سره دا نه ښایي چې له موږ څخه دغه حق په خپل زر، زوراو تزویرسره واخلي ، خو موږ هم چاته دا حق نه ورکووجې زموږ خپلواکي او ملي یووالي ته د خپلو شخصي موخو له پاره صد مه او ضرر ورسوي . خپلواکي زموږعزت دئ ، خپلواکې زموږ پت دئ ، خپلواکي زموږ ملي ناموس دئ ، ځکه زموږ خپلواکي زموږ د جغرافیوي اوهوا یي حریم ، د خلکو د سر، مال او ناموس د خونديتوب ، په نظام کې په خپلواکه توګه زموږ د ملي منل شوې جنډې ترسیوري لاندې د ملي وثیقې د تعمیل مظهراو ښکارندویه ده .

افغانستان (۵۰۰۰) کلن متمدن تاریخي هویت لري چې پرونۍ متمدنې نړۍ هم د افغانستان پردغه لرغون پېژند نه باندې سترګې نه دي پټې کړې او نننۍ متمدنه نړۍ هم له دې اظهر من الشمس څخه سترګې نه شي پټولای شي .

افغانستان د آسیا په وچه کې پروت یوداسې هېواد دئ چې نړۍ یې په خپل جغرافوي موقعیت د ستراتیژیکې ، سیاسي ، کلتوري اواقتصادي تارونو په واسطه سره تړلې او پېیلې ده . ځکه افغانستان په وچه کې د ټولې سیمې اونړۍ له پاره د اړیکود یوه دهلېزاو پُل حیثیت لري . که چېرته دا پُل اودهلېز روغ اوفعال وي ، د سیمې او نړۍ یادې اړیکې به هم ور سره روغې او فعالې وي ، اوکه دا پُل اودهلېزهمداسې نړېدلي او ویجاړ پاته وي ، ورسره جوخت به سیمه اونړۍ هم ورانه او ویجاړه وي .

له همدې امله د ټولې سیمې او نړۍ له پاره د آزاد ، هوسا او بسیا افغانستان ساتل یوه ګډه انساني وجیبه ده چې باید هېڅوک په فکري ، اقتصادي ، اوفزیکي لحاظ د افغانستان ملي خپلواکۍ اوملي یووالي ته ضربه او صد مه ونه رسوي . ځکه د دې لرغوني تاریخي هېواد له دهلېزڅخه د سیمې اونړۍ ډېرتاریخي متمدن کاروانونه تېرشوي را تېرشوي دي ، خود اړیکودغه ډول تسلسل او پالل یې د یاد بود په توګه د تاریخ په حافظه کې خپلو راتلونکو نسلونو او نړۍ ته د قضاوت په توګه ترشا پرې اېښي چې له ښو څخه یې د خپلې لارې مشال جوړکړی ، اوله بدو یې پند ونه ، عبرتونه اوانتباه وې اخیستې دي ، ترڅو نور راتلونکي نسلونه د دغه ډول غلطیو په دام کې یوځل بیا و نه لوېږي . ځکه په بشري تاریخ کې بیا هم داسې اویا  دېته ورته پېښې بیا هم پېښېدلای او تکرارېدلی شي .

دلته زما له دې لیکنې څخه موخه داده چې خپله افغانان ، سیمه ئیزاو نړیوال چارواکې باید افغانستان اوددې هېواد ارضي تمامیت ، هوایي حریم ، خلکو، خود اراد یت ، ملي نظام ، ملي قانون اوټولوانساني حقوقواوارزښتونوته په درنه سترګه وګوري .ځکه د افغانستان د تاریخي مسیر په ټولو لوړو ژورو کې ډېرداسې ملي مشران د خپلې آزادي ساتلوپه آرمان له منځه تلي ،چې د خپلوملي شتمنیواوملي او دیني ارزښتونو خوندې ساتلو په ارمان یې دسر، مال او ناموس له لاسه ورکولو په بدل کې تردې دمه  دا هېواد ژوندی اوخوندي ساتلی دئ .

په تېروڅوپېړیوکې افغانستان د سلطان محمودغزنوي ، میروس نیکه ،نازوانا ، لوی ابدالي احمد شا بابا ، زرغونه انا ، شاه زمان خان ، وزیرفتح خان ، وزیرمحمد اکبرخان ، پېغله ملاله ، افغان سید جمال الدین ، غازي محمد جان خان وردک ، غازي ادې ، بي بي مهرو، غازي محمد عثمان خان تګابي ، ملا دین محمد ( ملا مشک عالم ) اندړ، د افغانستان د آزادۍ ځوان علمبردارامیرامان الله خان ، ریښتیني افغان مجاهدین اوداسې نورو په څېرډېردا سې اصیل افغان کرېکټرونه له لاسه ورکړي چې نن د هغوی له برکته پرموږ باندې هم د آزادۍ د لمرڅرک لګېدلی اود پردو له باج اوخراج څخه پرې خلاص پاتې شوي یو .

هغوی ته آزادي نه وه ورکړشوې ، بلکې هغوی چا د آزادۍ په اخیستوکې خپلې ککرۍ وخوړلې اوڅوک د آزادۍ ترلاسه کولو په تمه آرما ني له دنیا په کې ولاړل ، خوغازي امان الله خان د خپل اصالت له مخې آزادي را ته واخیستله ، ولې ساتل ، پنځېدل او پراخېد ل یې زموږ دنده اوذمه واري ده چې دا خاوره ، ددې خاورې ځمکنی اوفضاءیي حریم ، ټول په میراث را پاتې ملي ارزښتونه،ملي افتخارات، شاهکارۍ اوکارنامې به ژوندي اوخوندي ساتواود خپلوملي ارزښتونودرناوی

به کوو.

 Inline image


په افغانستان کې ټول وروڼه قومونه ددې وړتیا او قابلیت لري چې خپل ملي یووالی ژوندی اوخوندي وساتي ، خو ددې خاورې د اصیلو بچیانو دا خصلت هم دئ چې نه بل ته د لاس او ژبې اجازه ورکوي چې د افغانستان وروڼو قومونو ته پرې ضرر ورسوي او نه هم ځانته ددې اجازه ورکوي چې بل چاته ضرر پرې ورسوي . 

افغان ؤلس په خپل کورکې د خپل اصالت ، سپېڅلتیا او درانه دود له مخې د مېلمنوقدراودرناوی ساتي ، خود خپل کورد برخلیک ټاکلو واک هېڅکله هم چاته په لاس کې نه ورکوي . موږ د سیمې اونړۍ هرتېری کوونکی زبرځواک د تاریخ په هره مقطع کې غندلی او پرضد یې په یوه ملي غږ را پاڅېدلي یواوخپله خپلواکي مو د خپل سر په بدله ترې ساتلې ده .

له نن څخه (۹۸) کاله وړاندې د یرغلګربرتانوي ځواک  او افغانانو ترمنځ د افغان او انګلیس درېیمه جګړه پیل شوه ، انګلیس له درېیوخواوو پر افغانستان باندې د یرغل تابیا نیولې وه ، خو افغان مشر تابه د خپل ځوان امیرشاه امان الله خان په مدبرانه قوماندې سره د کندهارمحاذ ته عبدالقدوس خان ، د لویي پکتیا خواته نادرخان،  د ننګرها ر خواته صالح محمد خاو ولېږل .

عبدالقدوس خان کندهار وساته او انګرېزانو پرې یر غل ونه کړ، نادرخان شمالي او جنوبي وزیرستان تر ټل او واڼه پورې له انګرېزانو ونیول او پرمخ روان ؤ ، نږدې وو چې پېښورهم تراټک پورې د ځان کړي ، خو د صالح محمد خان د ناروا معاملې له امله د  نادرخان په لاس نیول شوې سیمې ټولې د اشغال شوي ننګرهارله امله په بدله کې بېرته انګلیسانو ته په لاس ورغلې .او انګرېزانو په راؤلپېنډۍ کې د افغانستان آزادي  د زمري په (۲۸ مه ) په رسمیت وپېژندله .

هو ! د زمري (۲۸ مه ) د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده . په دې ورځ موږ په زورله انګرېزانوڅخه آزادي ترلاسه کړه اوجاپان ته په همدې ورځ آزادي ورکړشوه . خوموږ د خپل کورني اړدوړاوانګرېزي توطئوله امله د پردیوچاسوسي کړیوپه لومو کې بند پاتې شوو، اوجاپان بیا زموږ په عکس د استعماري ځواکونو تخنیکي اواقتصادي سیستمونه د ځان کړل . نن جاپان زموږ پرسرپه هوا کې چکرې وهي اوپه غربې نړۍ کې یې د تخنیک مخه په مارکېټونو کې ورډپ کړې ده ، خو موږ تر اوسه پورې یوه ستن په کور د ننه نه شوجوړولای .

علت یې څه دئ ؟ د جاپان په څېرخو پرموږ باندې اتوم بمونه هم نه وو استعمال شوي ، نو ولې هغوی له ټولو ور پېښو ورانو ویجاړوڅخه ژوندي  را ووتل او موږهماغسې په تیاره کې پاتې شوو ؟ جرمن قومونو (۷۰) کاله وروسته د برلېن دېوال ړنګ او شرقي برلېن یې له غربي برلین سره یوځای کړ، خوموږپه لره پښتونخواه کې د عدم تشدد ، او په بره پښتونخواه کې د مستنکفواو مجهول الهویه سیاستونوله امله ایله پردۍ جګړې پرځانونو باندې تحمیل کړې ، ځاني او مالي قربانې موږ په کې ورکړې او ګټې نورو په کې وکړې .

همدا اوس له هرې خوا چېلک را اچول کېږي او زموږ د لا توکړې کېدوهڅې په خورا چټکۍ سره روانې دي . ترڅود ټولو استعمارونو اصلي دښمنان ( ټول افغان شریف قومونه ) په خپلو کې سره وځپل شي ، جګړې په کې شدت ومومي او نورې هم په کې اوږدې شي ، ملي یووالي یې له منځه یوسي ، توکړې اوسره ویې و ېشي ، اود تفرق او ځانځانۍ په صورت کې  لږکې پرې را برسېره او دوی خپلو موخو یعنې د افغانستان زېرمو ته ځانونه پرې ورسوي او د افغانستان ملي شمنۍ ترې لوټ او یوسي .

هو!  دا ټوله سناریو په سیمه او افغانستان کې د همدې ټکو له پاره روانه ده . څوک چې ددې سناریو ملاتړ او ننګه کوي ، همغه د افغانستان او ټولو افغان قومونو او د افغانستان د ملي شتمنیواو خپلواکۍ اصلي دښمنان دي .

ځکه ددې ورځې ددښمنانو ریموټ له افغانستان څخه بهر په ګاونډیوهېوادوکې دئ او د پولو له هغې غاړې څخه دلته دا ورځ تخریبېږي .

اې افغانانو ! پام چې نورد چا په تشوخبرواوغوړووعدو ونه غولېږۍ . پردۍ مرستې تر(زرمنه ) ډبره او (زر منه ) شرطونولاندې وي . که غواړۍ چې په ريښتیا آزاد ، هوسا او په کورد ننه بسیا شۍ ، نود خپل متفکر ؤلسمشر محمد اشرف غني ترشا ملاتړلي ودرېږۍ او په صداقت اومېړانه د خپل هېواد آبادۍ ، آزادي او سمسورتیا ته خپلې مټې را ونغاړۍ ، ترڅود پردو له باج او خراج ، بنډ او کُلنډ څخه د تل له پاره خلاص پاتې شي . آزادي اوخپلواکي همدې ته وایي چې د نوروله قید او شرط  څخه ځانونه بچ وساتل شي او په خپله خوښه خپل ټول کورني او بهرني سیاستونه پرمخ یوسي . آزادې دېته نه ویل کېږي چې ږيره زما او واک یې د ملا . بلکې آزادي داده چې حکومتو یې په خپلوکورنیو چارو کې د خپلې ملې وثیقې پربنیاد ، او په بهرنیوچاروکې له نړیوالو قوانیوسره سم پرته له کوم زدو بند اوفشارڅخه مشروع او خلاص لاس رسی او واک ولري .

زموږ آزادي د همدې موخو له پاره وه او ده ، په دې برخه کې موږ تراوسه پورې په مېلیونو ځاني اومالي قربانۍ ورکړې دي اوددې قربانیوارزښت دادئ چې موږ به دغه آزادي د خپل سر په بدله آن راتلونکو نسلونو ته د دې میراث د ورسپارلوترورځې اود خپل ژوند تروروستۍ سلګۍ پورې وساتو. ځکه موږ د خپل افغانستان ، افغانانو، اسلام ، بیرغ او آزادي نوکران یو ، نه دپردوغلامان .

د تل پاتې آزاد ، سر لوړي ، هوسا اوبسیا افغانستان او ملي یووالي په هیله . تل دې وي افغانستان . تل دې وې آزادي او استقلال . ژوندې دې وې د افغانستان ټول شریف قومونه . تل دې وې ملي یووالی .