توره بوړه، څلورم رزمي نسل، او ستراتيژيک اهميت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68007
محمد اسماعيل (عندليب)
دخبریدو نیټه : 2017-08-15


له هغه وخته چې د داعش  يا (دولت الاسلام) ډلې وسله والو د سپين غر په ناوونو کې د تورې بوړې پر غره ايزه سيمه بريدونه پيل کړي، دا نوم (توره بوړه) نه يوازې د افغانانو بلکې له هيواده بهر د ډېرو ژبو په سر اوړي را اوړي.

دا کومه نا معلومه سيمه نه ده، او نه هم داسې چې څوک يې په اړه معلومات ونه لري، خو د پوره شهرت او ستراتيژيک موقعيت سره سره بيا هم يو لړ تېروتنې کيږی، چې بايد ونه شي، د بېلګې په توګه تورې بوړې څنګه پوځي اهميت پيدا کړ؟ او ايا اوس هم وسله والو ته په لاس ورتلو په صورت کې هومره ګواښمنه سيمه ده څومره چې ترې کله کله يو شمير کړۍ ترا کوي؟

د لومړۍ پوښتنې پر مهال د ډېرو خلکو سترګو ته سم د واره د اسامه بن لادن انځور دريږي، او ډېر کرت چې وويل شي توره بوړه وسله والو ونيوله، ځينې داسې هک حيران شي لکه جلال اباد چې سقوط کړی وي، خو داسې نه ده.

راځئ! لږ د همدې دوه پوښتنو د وضاحتي ځواب سره تم شو.

توره بوړه د هيواد په ختيځ کې د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد جنوب لور ته د سپين غره د اګام په تنګي کې موقعيت لري، چې د ولايت له مرکز جلال اباد څخه لږ تر لږه دري څلويښت کيلو متره لرې پرته ده، له دې کبله چې په غره کې تنګی د پچير اګام ولسوالۍ اړوند د اګام په تنګي ياديږي، او تورې بوړې ته ختلې لارې هم له پچير اګام ولسوالۍ تيريږي، نو که څه هم دا سيمه د شينوارو ولسواليو لکه هسکه مېنه او اچين ته هم نژدې ده، په اداري تشکيلاتو کې د پچير اګام د ولسوالۍ اړوند حسابيږي.

په توره بوړه کې د داعش جنګيالي د افغان حکومتونو په وړاندې د جنګيدونکو وسله والو څلورم نسل دی، چې د سپين غر ناوونه يې په خپلې غېږ کې نيسي.

له ۱۳۵۷ هــ-ش کال وړاندې دا سيمه غير مشهوره، او حتی په ننګرهار کې يې هم چا په اړه معلومات نه درلودل، خو نوم يې لومړی هغه مهال د خلکو په ژبه او غوږونو وغورځېد چې د نور محمد تره کي له واکمنېدو سمدستي وروسته يو شمير افغانانو د هجرت لار ونيوه، د ننګرهار ډېر او حتی د ګاونډي لوګر ولايت ځينې اوسيدونکي د اګام تنګي له لارې پاکستان ته واوښتل.

د ۱۳۶۸ هــ-ش کال د غويي په مياشت (۱۹۷۹ اپريل/مۍ مياشت)کې د مرحوم مولوي محمد يونس خالص په مشرۍ د مجاهدينو لومړۍ ډله دې سيمې ته ورسېده، له دې تنګي تېر شول، په پچير کې دېره شول، هلته له يوې لنډې نښتې وروسته د اګام تنګي کې د (لوی ولې ناو) سيمه کې يې مرکز ونيو، دلته له څو ورځو تېرولو وروسته د دايمي مرکز په لټه کې شول، اود زمري په مياشت (۱۹۷۹ اګس/سپتمبر مياشت) کې د اګام تنګي د تورې بوړې ته انتقال شول، او د وسله وال مقاومت لومړي نسل په توره بوړه کې سنګر ونيو.

توره بوړه کې د مجاهدينو مرکز دومره قوي و، چې په کابل کې د څلور واړو کمونستي حکومتونو ادارې ترې په وېره کې وې، د هغه مهال شوروي پلوه افغانستان دځوانانو دموکراتيک سازمان لخوا په خپره شوې يوه وړه رساله کې چې سرحدي لنډۍ په نوم يادېده د تورې بوړې په اړه یو شمير نشر شوې لنډۍ په دې ډول وې:

له توري بوړې اواز راغى

چاوې غليم دى په مورچل يرغل کوينه

ځوانانو وتړلې ملاو ې

دتورې بوړې خواته وشولو ګواښونه

زلمو نارې کړې هله زرشئ

چې توره بوړه کې دښمن راغلى دينه

 

او داسې نور، چې د وخت ديموکراتيک نظام لپاره يې د تورې بوړې د پوځي مرکز د اهميت څرګندونه کوله.

مجاهدين له تورې بوړې راکوز، او د ننګرهار په هوارو کې يې سيمې ونيولې، او کله چې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ شو، بيا نو توره بوړه يوازې یو مرکز و، چې د مولوي خالص د مجاهدينو په واک کې و.

د استاد برهان الدين رباني د حکومت پر ضد جنګيدونکی د طالبانو تحريک او د مقاومت دوهم نسل، له دې کبله له تورې بوړې مستغني و، چې هغوی د يو وولسي حرکت په توګه د ډېرو ولایتونو تر نيولو وروسته ننګرهار ته ننوتل، او د ننګرهار خلکو يې هرکلی وکړ، هغوی اړتيا نه ليدله چې له غره ايزو سيمو او پيچلو لارو نظامي سوق او حرکت وکړي، خو له دې نظامي مرکز څخه بې غمه هم نه وو.

مولوي خالص چې خپله په کورنيو جګړو کې ښکېل نه، او په کور ناست و، او د هغه د اسلامي حزب  ډيری قوماندانان د طالبانو سره يو ځای شوي وو، د تورې بوړې مرکز يې هم طالبانو ته وسپاره،هلته شته وسلې يې د طالبانو تحريک ته وسپارلې، او د مجاهدينو لپاره يوه بې اهميته ځای پاتې شو.

خو شايد د القاعده د وسله والې ډلې مشر او نظامي مسئولينو پر دې غرونو رغونو نظر درلود، د خپل راتلونکي اټکل يې کړی و، او د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره يې د دې سيمې څخه کار اخستل پراهميته بلل.

د هسکې مينې اوسيدونکی او زما د کلونو پخوانی ملګری (چې له اوږدې مودې راځينې ورک دی) عبدالرحمن، د چا والد مرحوم چې د تورې بوړې په مرکز کې د یو مسئول په توګه دنده تر سره کړې راته يوه ورځ وويل:

د پلار ليدلو لپاره مرکز ته پورته شوم، هلته يو سړی چې ګڼه ږيره يې وه، لباس يې پوره افغانی و، او رنګ يې هم افغانانو ته ورته و، د مرکز په يو اړخ کې د مجاهدينو سره ناست و، ګونډې يې کات کړې، او کلاشينکوف يې پر زنګنونو ايښې وه، زه ځکه په دې مجلس کې شريک نه شوم، چې هلته به ډېر وخت د سيمې بزګر، شپانه او دهقانان د خپلو ستونزو د حل لپاره راتلل، او کله به بيا مجاهدينو هغه خلک چې په لانجو کشالو کې ښکېل و، راجلبول او خصومتونه به يې حل کول، ما فکر وکړ چې د کلاشينکوف خاوند همداسې کوم کليوال دی، خو وروسته راته وويل شول چې هغه اسامه بن لادن و، او تورې بوړې ته يې تګ راتګ پيل کړی دی.

(دا له ۱۹۹۸ ميلادي کال د مخکې وخت خبره ده).

او کله چې په ۲۰۰۱ميلادي کال کې د امريکا د نيويارک په ښار کې پر تجارتي ماڼيو، او دفاع وزارت بريدونه وشول، نړيوالو د طالبانو د اسلامي امارت د ړنګولو لپاره د ځواکونو اشر وکړ، او هيواد تر بريد لاندې ونيول شو، يو ځل بيا تورې بوړې خپل پخوانی اهميت خپل کړ، او د کرملين پر ځای دا ځل د هغو وسله والو کور و، چې د سپينې ماڼۍ د پوځونو سره مخامخ وو، او دلته د تورې بوړې په غېږ کې درېيم رزمي نسل واړول.

هلته اسامه بن لادن، او د هغه ملګرو څو خونړۍ اونۍ تېرې کړې، پر توره بوړه داسې درانده درانده بمونه وغورځېدل چې پر ننګرهار به يې زلزله راوسته، مرګ، ژوبله، بند او تېښته پای ته ورسېده، او توره بوړه وه چې غر هماسې غر پاتې شوه.

خو وروسته د مقاومت دوهم نسل (طالبان) چې په لومړي ځل له تورې بوړې بې پروا او مستغني وو، بيا د سپين غر واورينو څوکو ته اړ شول، د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو سره له دې ځايه يو ځل بيا جګړې رهبري واخسته، او په اصطلاح د جګړې دوهم نسل په توره بوړه کې دوهم ځل زور ازمايي وکړه.

خو دا چې په يو ويشتمه پېړۍ کې د داسې جنګونو بڼه بدله وه، هغه سمڅې او خاورينې خونې د طالب ځواکونو هومره په کار رانه غلې، بلکې توره بوړه يې د تګ راتګ لار او يوازې د دمې ځای و، له ۲۰۰۱ميلادي کال را وروسته بيا تر ننه پورې طالبانو ته د منسوبو وسله والو سره که څه هم سختې وې، خو هلته په توره بوړه کې ډېرې کمې، لنډې او د کمو تلفاتو نښتې شوي دي، په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې هلته نسبتاً سختې جګړې وشوې، چې امريکايي ځواکونو به هغه غرونه د جلال اباد له هوايي ډګره په کروز توغنديو په نښه کول.

کلونه واوښتل، د سپين غر پر لمن کله د اوښکو او وينو داغونه وليدل شول، او کله يې بيا دنګ نښتر او لمنځې د سولې شمال ووهل، له شا او خوا درې نيمو لسيزو وروسته هلته يو بل بيرغ پورته شو، د خلافت دعوه داران پيدا شول، دت حرکت د خپل سريع حرکي خاصيت سره بيا هم ايله په دوه کلونو کې د تورې بوړې سيمې ته ورسيد، او دوه مياشتې مخکې د (جون مياشت) کې د اسلامي دولت يا داعش ډلې وسله والو په توره بوړه بريد وکړ.

طالب، افغان دولت، او ولس ورسره ګوتې ماتې کړې، خو لکه څرنګه چې داعش د خپل هدف لپاره خپله وينه ارزانه تويوي، د مقابل لوري هم ارزانه بولي، او وتوانيدل، هلته پښې کلکې، او سنګرونه جوړ کړي، هلته اوس د افغان جګړې څلورم وسله وال نسل ليدل کيږي.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې دې تورو غرونو کې څه پراته دي، چې زموږ په سياسي، مطبوعاتي، او جګړه ايز ډګر کې د فعالو اشخاصو پام ځان ته اړوي؟

د تورې بوړې اهميت د چا لپاره، څومره او څه دی؟؟؟

د يو بې طرفه کتونکي، او د دې سيمې تېر اته دېرش کلن وضعيت په نظر کې نيولو سره زما په اند، په دې ډول چې ځورېدلی ولس، په هر حالت کې زيانمن حساب کړو، د دولت، طالب، او داعش تر منځ د طالبانو لپاره تر ټولو زياته مهمه ده.

که د دې مثلث اضلاع کچ او ميچ کړو، او صغری کبری يې وڅېړو، نو د افغان دولت لپاره وسله وال که د هر بيرغ لاندې فعاليت کوي، يو شان دي، که نن د يو مقابل کې ماشه په لاس دی، او دا مات کړي، سبا به له بل سره ګريوانونه شکوي. که هر وسله وال هلته حاکم شو، اسونه به د کابل د نيولو په نيت زين کوي، دا ورته اهميت نه لري، چې د نيزو په سرونو يې تور بيرغ رپيږي، که سپين.

پاتې شول، د سپين او تور توغ پيروان، او تر ډېره کش و بيګير د دوی تر منځ روان دی، نوي حرکت زاړه ته د شپږمې ګوتې حيثيت غوره کړی، پرېښودل يې زيان او پرې کول يې درد، او داسې يو ډاکټر شته نه، چې دا ګوته د علم په زور ترې پرې کړي.

په يادې سيمې کې بله مهمه نکته دا ده چې يوه وسله واله ډله هلته حاکمېدل، څه نتايج درلودلای شي؟ د سپين غر هغه برخه، چې د ډيورنډ پر کرښه پرتو د شينوارو ولسواليو ته لکه اچين، نازيان او هسکه مېنه رسېدلې، د دې برخې سره چې د پچير اګام، شيرزادو او خوګياڼو ولسواليو ته رسېدلې څه توپير لري؟

پاس تحليل ته په کتنې قطع نظر له دې چې د داعش جنګيالي به د طالبانو په حساب او مسير حرکت او پرمختګ وکړي، توره بوړه د وسله والو لپاره د ننګرهار په جغرافيه کې د ستون فقرات حيثيت لري.

په دې معنی چې هر نوی وسله وال خوځښت په اسانۍ سره د ننګرهار پر چپرهار، پچير اګام، خوګياڼو، شيرزادو ولسواليو بريدونه کولای شي، او نتيجاً د سره رود ولسوالۍ ته نفوذ، او جلال اباد ګواښل، د حصارک غلجايي پر لارو د کابل سروبي، د لوګر د ازرې ولسوالۍ، او د تور غر له څوکو د کابل او جلال اباد لويه لار تر مستقيم ګواښ لاندې راځي، کومه چې د لغمان له قرغيو ولسوالۍ تېره شوې ده.

خو دا په دې معنی هم نه د، چې د تورې بوړې پرېښودل، د يادو ټولو سيمو سقوط دی، هر مقابل ځواک په هواره کې د هر زورور ځواک مقابله ډېرې په اسانۍ سره کولای شي.

په دې ټول جر او بحث، او په دې تکامو چغو سرو کې، زما په اند د ځينو اړخونو داسې سياسي او نظامي مقاصد هم شته، چې که د مقابل لوري د ماتولو سل سلنه چانس هم وي، نو دوی به يې مات نه کړي، او تر ډېره امکان لري، چې لوبغاړي دا مقاصد بيا د هيواد له پولو بهر تر لاسه کوي، ګويا که له پخوانيو دوښمنانو.

خو که دا معضله له هر لورې وڅېړو نو د تورې بوړې په جګړه ايز حالت کې تر ټولو زيات تاواني ولس دی، او ولس پرېکړه کولای شي چې کوم لوری ونيسي، البته هغه لوری بايد وولس يوازې خوشې نه کړي، چې په بهر او سياسي فضا کې د ولس د نمايندګۍ ادعا کوي.

پای