دلوي اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68014

دخبریدو نیټه : 2017-08-31

اجازه راکړی په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوټولوغړوپه استازيتوب ، تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د لوي اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کړم. سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات درک نلري اوهيوادوالو مو د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ دي ،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي . په اوسنيو شرايطواو موږ ته دغوراپېښوستونزو دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفو چلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ کړی دی . پر خپل ځاي پاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونو کډه کړې . درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متدینو او پتمنو وطندارانو! د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دلوي اختر د مبارکو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت تاسوته د خوښ،نېکمرغه او خوشحاله ژوند هیله کوم . دلوې څښتن له دربارنه غوښتنه کوو چي ستاسې عبادت او طاعت په خپل دربربار کښې قبول ،زموږاو ستاسو دطاعت اوعبادت په برکت سوله اوثبات ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي ولس په نصيب سي . الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتو ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زموږ مظلوم ولس ددې زورونکی اوبوږنوونکی ژوندڅخه نجات ورکړي . اميد واريوچي دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديو خپلواک او سوکاله افغانستان داتباعو په توگه ،کوم چي عام وگړي ئې پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په ټولواړخونوکښي دسياليو جوگه وي . دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي يوه ورځ ټول افغانانود یووالي اوملي وحدت په برکت دسرفرازی بريالۍ توب ورستيو مرحلوته ورسېږي . موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،اونورزموږ دهيواد په کليو اوکوڅوکي دوير چغې وانه ورېدل سي . په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور