فلسفي شعر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68054
عصمت الله صالح
دخبریدو نیټه : 2017-10-17

سریزه
د فلسفې لپاره کوم منلی پېژند نشته؛ ځکه فلسفه هغه څه ده، یا هغه علم هم ورته ویلی شو چې د نړۍ ډېرو مفکرانو له خپلې زاویې ورته کتلي. خو له یوه معاصر تعریف نه یې دا راوځي، چې فلسفه له حکمت سره مینه ده.
د انساني ذهن دغه ذهنیت (فلسفې) چې تر ډېره په تفکر ولاړ دی؛ د ژوند په اړه ځینو پوښتنو ته د ځواب تر څنګ یې پر ادب هم خپل سیوری غوړولی.
موږ ځینې وخت وایو چې پلانکی یو فلسفي شاعر دی، یعنې احساسات یې په داسې الفاظو کې بیان کړي چې مفهوم ترې اخیستل او د تیوریکې بڼې سپړل یې خورا زیات وخت ته اړتیا لري. یا همدا راز وایو چې هغه بیستانکی کس فلسفي لیکوال دی، یعنې د لیکنې سبک یې فلسفي دي، په سېمبولیکه ژبه لیکل کوي....
دغه کوچنۍ څېړنیزه مقاله پر همدې موضوع لیکل شوې، چې په لومړي سر کې د فلسفې ځینې تعریفونه، ورپسې د شعر او فلسفې اړیکه، همدا راز سېمبول او وروسته بیا د فلسفي شعر په اړه ځینې نظریات او د هغو ځانګړې پکې بیان شوې دي.

درناوی


غني بابا وايي:
زه په دې په هغې نه یم چې مسجد که بتخانه ده
چې جانان پکې اوسېږي بس همدا زما کعبه ده
د مذهب بنیاد پرستو، د انسان خونریزي بند کړئ
لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده

د فلسفې په اړه ډېر تعریفونه وړاندې شوي دي، خو تر ټولو معاصر او وروستی تعریف یې دادی چې فلسفه له حکمت سره مینه ده.
خو ځینې نور یې د حقیقت موندلو په خاطر د انسانانو ګډې هڅې بولي، ډېری بیا وايي چې دا د ټولو علومو مور ده.
استاد غضنفر وايي؛ فلسفه په دې ارزي چې ولوستل شي، ځکه دا به بې انصافي وي چې موږ ژوند کوو خو غور ورباندې نه کوو.
که د استاد وینا ته ځیر شو؛ دې نتیجې ته رسو چې انسان له ژوند سره د خپلو افکارو په مټ داسې اړیکه ټینګوي، چې د ژوند کولو له لارې د خپل ذات ډېرې بې ځوابه پوښتنې هم ځوابولی شي.

د شعر او فلسفې اړیکه
د شعر او فلسفې د اړیکې په اړه به یوازې دومره ویل کافي وي، چې د زمانې په تېرېدو سره هر لیکوال او فلیسوف د دغه لوړ هنر (شعر) په اړه خپل نظریات وړاندې کړي دي؛ له اپلاتون رانیولې، ارستو، هیګل، توماس، نیچه او ګڼ شمېر نورو پوهانو، د شعر جوړښت، ماهیت، ارزښت... ته، د خپل ذهن له بېلابېلو زاویو کتلي دي.

فلسفي شعر
فلسفه مو وپېژندله، چې له حکمت سره د مینې په مانا ده، له شعر سره یې په شته اړیکه هم څه ناڅه پوه شوو، چې په ټوله کې شعر د تخییل زېږند او د لوړ خیال محصول دی، اوس راځو «فلسفي شعر» ته؛ دلته ممکن پوښتنه وشي چې که هر شعر له فلسفې سره اړیکه ولري؛ بیا نو څنګه د هنر په دغه څانګه کې یو بل ډول (فلسفي شعر) پیدا او خبرې پرې کېږي؟
هو، هر منظوم کلام له فلسفې سره اړیکه لري، ځکه چې د یوې ټولنې هر وګړی فلیسوف او مفکر دی، شاعر خو بیا په دې برخه کې تر هر چا ډېر حساس او تر نورو زیات د خپل خیالي مرغه پر وزر لوړ الوت کوي. خو دا چې موږ ولې دا اړخ سپړوو؛ یو علت د سېمبولیکې ژبې موجودیت دی؛ یعنې د فلسفي شعر ژبه ترډېره سېمبولیکه وي.
دلته د سېمبول خبره یاده شوه؛ پوهاند سید بهاوالدین مجروح پخپل اثر «ځانځاني ښامار» کې د سېمبول په اړه وايي؛ «په یوناني ژبه کې د سېمبول مانا غونډول او یو ځای کول دي، سېمبول هغه دی چې په یوه لفظ یا یوه مضمون کې څو ماناګانې ځایوي او یو مفهوم په بشپړه او کامله مانا را اخلي، ظاهري او باطني مانا له ځان سره را کاږي او ظاهري مانا په باطني مانا کې تجسم کوي. د مثال په توګه د ځانځاني ښامار په متن کې د ښار یا د دشت صحرا مفاهیم راغلي دي او په بشپړه سېمبولي مانا را اخیستل شوي دي، له ښار څخه مراد پخپله ښار؛ یعنې د خلکو متراکمه ټولنه ده او هم ټولنیز ژوند او اجتماعي روابط او هم د دې ژوند او راوبطو تاثیر او شورماشور د انسان په ذهن او نفس کې ترې مراد دی. همدا شان د دشت صحرا پخپله دغه محسوس واقعیت دی او هم د یوه وچ بې حاصله فکر او د یو بې درده ذهني مانا ترې را ولاړېږي».
د فلسفي شعر یوه ځانګړنه، سېمبولیکه ژبه ده؛ دغه منظوم کلام د هغه دالونو ترکیب دی؛ چې د خپل اصلي مفهوم سره سره بې شمېره مدلولونه ولري.
استاد غضنفر وايي؛ « د سېمبولیک او هنري بیان کمال دا وي چې هر لوستونکی ورنه د خپل ذوق او تجربې مطابق بېله مانا اخیستی شي».
بله داچې فلسفي شعر له خورا زیاتو ابهاماتو ډک وي؛ یعنې په فلسفي شعر کې د هغه ابهاماتو موجودیت چې په ساده منظوم کلام کې ډېر نه تر سترګو کېږي.
اشرف مفتون وايي:
چې عشق له جمال ساز دی که له عشقه جمال جوړ دی؟
دلیله ولې چوپ یې جانان ښکلی دی که نه؟

ځینې وخت چې د شاعر فکري دایره دومره پراخه شي، چې د شعر له اړوندو توکونو سره یوځای، ابهامي کلمات هم له خپل نارمل حالت نه واوړي؛ پنځوونکی د بېلو بېلو مفهومونو د انتقال په موخه د خپل شعري منطق په مټ په ابهام لړلي کلمات دومره وکاروي چې د شعر موسقیت له غربت سره مخ کړي.
ډاکټر احسان الله درمل په خپل اثر «شعرستان» کې لیکي؛ « د دې افکارو ترشا همدا عاطفي تکیه ده، چې له فکره شعر جوړوي او که دا تکیه ترې ایسته شي، وچ بحثونه به ترې جوړ شي».

د فلسفي شعر یوه بله ځانګړنه اساطیري ژبه ده، چې د انساني ژور طبیعت مشاهده د تخییل په مټ په بېلو بېلو بڼو وړاندې کوي.
که څه هم خیال او تخییل د هر ډول شعر سرچینه ده، خو دلته له ژور طبیعت نه مراد د شاعر هغه مفکوره ده، چې د حقیقي ژوند په درشل کې له ورځنیو چارو ډول ډول انځورونه باسي.
پوهاند مجروح وايي:
ښه په یاد مې هغه وخت دی،
چې د زړه ښکلې ماڼۍ مې جوړوله،
د ژوندون د سیند په غاړه.
د دې کار مقصد معلوم و.
دا خواري په ابادۍ کې،
د زحمت په تهدابونو،
دا دقت زېب او زینت ته،
دغه ټول د چا دپاره تیاری و،
د یو چا په انتظار سمبالېدل وو.
هېڅ د زړه خاوند د خپل زړه کوربه نه دی،
د زړګي خپله ماڼۍ کې نه اوسېږي.
کوربنه رښتیا یو څوک وي،
که رانه شي، رڼا نه کړي مشعلونه،
نو د زړه کور بیا تورتم خړه تیاره وي.
بیا د زړه خاوند بهر ځي، لټوي د زړه خاونده،
ورک به ورکې کوربنې پسې له ځانه،
په دښتو په بیابانو کې، ګرځي پرځي.
او د زړه مترو که کور ورو ورو
ړنګېږي، کنډواله شي.
هغه ښار چې شو خاموشه، ویرانه شوه
هغه هم یو وخت د زړه کوم،
ښکلی کور و، ښکلې مېنه.
خو د زړه خاوند غافل و، بې وقوفه.
دی پخپله پکې کښیناسته یوازې.

د ساده او فلسفي شعرونو تر ټولو څرګند توپیر په دې کې دی چې په ساده نظم کې تر ډېره تخییل او تصویرونه، خو په فلسفي شعر کې د فکر ژوروالی زیات وي؛ یعنې لوستونکی په هغه مسایلو کې فکر کولو ته هڅوي، چې پر منظم ټولنیز ژوند را څرخي او لوی هدف یې د یوې سالمې ټولنې سازول وي.
غني بابا وايي:
ای بې حسابه، ای بې پایانه
د ښایست او د مینې تول
له سترګو پټ او له ارمانه ورک
د ملا قهره چې یوازې د درد او زور کیسې کوي
خو د جانان شونډې د کوکو وږې، چې وايي په جنت کې اور ووینه

پایله: د فلسفي شعر ژبه سېمبولیکه وي، د خیال، احساساتو او تصویرونو پر ځای ژور فلسفي افکار پکې وي؛ لوستونکي ته له خوند او ذوق سربېره د ژوند په اړه ګټور ذهنیت ورکوي.
په پای کې له دې ټولو سره سره داسې ویلی شو چې؛ هر فکر نظم کېدای شي، خو هر نظم ته فلسفي شعر نه شو وېلای.

ماخذونه:
۱ــ درمل، ډاکټر احسان الله، شعرستان: ۳۴۵، ۳۴۷مخ.
۳ــ غضنفر، اسدالله، فلسفه څه ته وايي؟ (مقاله)، کابل.
۳ــ کرګر، اکبر، غني د شګو په محل کې: ۱۷۱مخ.
۴ــ رحماني، ګل رحمن، د شعر فلسفه / مقاله.
۵ــ مجروح، سید بهاء الدین، ځانځاني ښامار: ۶۰، ۱۵۵ مخ.