د ترو ریزم تر نوم لاندې استعمار او استثمار ۲۰۰۱ م د اوکتوبر اومه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68061
محمد عارف محمدي ځدران
دخبریدو نیټه : 2017-10-08

 


   که د نړی او په ځانګړې توګه د ګران هېواد افغانستان تاريخ ته وکتل شي، په ېوه او بله پلمه چپاولګرو، استعماري او استثماري هېوادو په کمزورو هېوادوباندې داقتصادي، کلتوري او نظامي اهدافو د لاسته راوړلو په خاطرېرغلونه او تېري کړی دي. چه د ۱۳۵۸ ه ش کال د جدي په شپږمه د ( ۱۹۷۹ مېلادي کال سمبر۲۷) د روسانو د ېرغل او د ۱۳۸۰ ه ش کال د قوس شپاړسمه د (مېلادي کال، د اوکتوبر په۷ مه ) د امريکایانو او د ناټو شوم او خونيز یرغل یی وروستني، ژوندي او ښې بېلګې دي. چې په څو لاندې جملو کې ګرانو هېواد والو ته ور په زړه کوم .
۱ - کوم وخت چې د امريکا لوېه وچه داروپاېانو ترواکمني لاندې کېده، د سټې (عامه وژنې) په شان کم او زېات ۴۹ مېليونه د امريکا کوربه یا بومي خلک اروپاېانو و وژل لږ او ډېر تر (۸۰) ميلیونه پورې دښتي یا صحرایي غوایي او غواوې له منځه یوړې ځکه چې د کور به امريکایانو د ژوند او خواراک اصلۍ وسيله وه د دې تر څنګ یې مېوې ، سبزيجات د چښلو او لګولو اوبه او د څړ ځایونه یا ويرشو په زهري موادو ککړ کړه او هم یې انسان وژونکۍ نا روغۍ هلته خپرې کړې تر څو د کوربه امريکایانو نسل له منځه يوسي په ورته شکل د وژلو او ړنګولو هڅې په ګران هېوادافغانستان روانې دي چې نه باور کیدونکي بیلګه یې د مور د بم په نوم بم د دې کال د اپريل په میاشت و غور ځا وو دغه او ورته نورې نظامي کړنې محيط یا چاپېریال ککړ کوي چې په نتجه کې ناسور په شمول د بېلو بېلو ناروغیو سبب کيږي او حتي په انسانانو ، حيواناتو او نباتاتو په نسلونو کې د بدلون سبب کیږي ده هر هغه څه دي اروپایا نو په بومي تر سره کړل .
کله چې انګرېزانو امپراتورۍ تر لاسه کړه په نورو اروپایانو باندې یې په استثمار لاس پورې کړ، نو د جورج واشنګټن تر مشرتوب لاندې د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ غږ پورته شو، انګرېزانو په جورج واشنګټن باندې د ياغي او او باغي ټا په ولګوله، په داسې حال کې چې اوس هغه انګرېزان جورج واشنګټن د امريکا دآزادۍ ېو لوی څلۍ او لارښود ګڼی.
ګرانو مېنه والو اوس په افغان مجاهد ولس باندې هم ورته ټاپې د بېلو بېلو هېوادو او د بېلو بېلو داخلي او خارجي څېرو له خوا د خپلو شومو اهدافو دلاسته راوړلو په خاطر لګول کيږي.
۲- بيا هرکله چې انګرېزان د جنوبي افريقا د نيولو لپاره ولاړ. هلته په جنوبي افريقا کې کومه ترورستي ډ له نه وه، او نه هم القاعېده او طالبان وُ. هرکله چې انګرېزانو په جنوبي افريقا کې استعماري واکمني ترلاسه کړه، په استثماري اونورو ناوړه کاروته یې لاسونه اوږده کړل ، په جنوبي افریقا کې هم د خپلواکۍ غږ د نېلسن مند يلا په لار ښونه او مشرتوب را پورته شوه. انګرېزانو د خپلو ناوړه ګټو ترلاسه کولو او د استعماري وخت د اوږد ولو په خاطر د ۱۹۵۶ مېلادي کال د ډ سمبر په ۵ نېټه مند یلا د ېوه غدار او ملي خاېن په تور بندي کړ، اودوه هم ځل یې په ۱۹۶۴ م ک مېلادي کال د جون په ۱۲ نېټه د ورانېو ېا تخريبکار په تور تر ۲۷ کالو پورې په زندان کې واچاوُ. ولې بياهم جنوبي افريقا خپله واکمني تر لاسه کړه، نېلسن مند يلا د هېواد مشر تابه وټاکل شو او د ۱۹۹۳ کال د نوبل د سولې جا ېزه هغه د انګرېزانو ټاپه وهلي نېلسن مند يلا ته ور کړله شوه.
۳ -کله چې انګرېزانو د اوُلسمې سليزې په نيمایي کې په امريکا کې ماتې وخواړه نو د خپلو استعماري اهدافو تر لاسه کولو په خاطر د هند د لویې وچې په لور په څوس وهلوسره مخه کړه، هغه وُ چې د هند په شمال کې د کلکتې ښار ته ورسېدل، او هلته یې د ېوې کمپنۍ تر نوم لاندې د نوک ځاې پېداکړ. او د خپلو استعماري او استثماري اهدافو تر لاسه کولو لپاره یې جاسوسان او ترجمنان وروزل لکه (اوس په ګران هېواد افغانستان کې) د هغوی په مرسته او کومک یې معلومات را ټول او بې اتفا قي واچوله هغه وُ چې څه د پا سه ۲۰۰ کاله واکمني د هند په نيمه وچه کې وکړه. د انګريزانو د ناوړه ، استعماري او استثماري کړو له امله په هند کې هم د مهتما ګندي تر مشر توب لاندې د خپلواکۍ تحريک پېل شو. انګرېزانو په ډ ېره ځيره کۍسره د هند د آزادۍ تحريک يا خوځښت په د وو بر خو معتد لو او افراطي يا سخت دريزو ( اېکستريمېست)و نومول. د دې د وو ډ لو تر منځ اختلا ف پېدا شو هغه وُ چې انګرېزانو تر ۵۰ کالو پورې نوره هم خپله استعماري واکمني د هند په نیمه وچه کې اوږده کړه.چې اوس هغه د انګرېزانو استعماري کړنلا ره د ګران هېواد افغانستان په جها دي مقاومت باندې تپل کيږي، باېد په ګوته شي چې په جهادې مقاومت کې هم خواره ډ ېرې نيمګړتېا شته چې د انګرېزانو د اېکستريمېست ( سخت دريزو ) او نورو مغرضو ناوړه اصطلا حاتو د استعمال لپاره یې پلمه برابره کړیې ده. هيله ده چې خپلو اشتباهاتو ته پا ملرنه وکړي.
۴– کوم وخت چې انګرېزانو د هند په نيمه وچه واکمني درلوده نو د رۍ ځله یې په ګران هېواد افغانستان ېرغل وکړ. پداسې حالکه چې په هغه وخت کې په ګران هېواد افغانستان کې د استعمارګرو او استثمارګرو په ژبه کومه افراطي او ترورېستي ډ له نه وه او نه هم د طالبانو او القاعدې په نوم څوک په افغانستان کې وُ چې دانګرېزانو په پلا زمېنه او سوداګري مرکزو با ندې یې په لندن او ېا نورو ځاېو حمله کړیې وي.افغان ولس ښه په ېاد لري چې د انګرېزانو تېري ته د رۍ ځله د خداوند (ج) په ملا تړ او د هغه وخت د مجاهد ولس د ېوالي په نتيجه کې هر ځل په نظا مي ډګر کې غا ښ ما تونکی ځواب ورکړل شو.ولې په ډ ېر خپګان او خواشينۍ سره با ېد په ګوته شي چې په سېا سي ډ ګرکې یې د ډ ېورن ليکه را منځته کړه چې هيڅکله به افغان ولس ته قانوني باڼه و نه لري، برسېره پر مځکنۍ بشپړتېا، ګران هېواد افغانستان په وچه کې حصار ېا بند پاتې شو چې د تجارت او سوداګرۍ له وجې ېو لوی مشکل دی.
محترم مېنه وال باېد ځيرک او هوښېاروي چې ورته د سيسې او توطیې اوس هم روانې دي. امريکا يا نو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ېولسمې پېښې په پلمه د خپلو ناوړه او شومو اهدافو لپاره د ګران هيواد افغانستان په حريم باندې د داخلي لاس پوڅو په مرسته او لا ر ښونه د ۲۰۰۱ م کال د اوکتوبر په اومه نيټه د نړيوالو قوانينو په خلاف ير غل وکړ . با ید له یاده و نه با سو چې د اسلا مي حزب مجا هېدو جنګیالیو په ډېره مېړا نه د ولس نه ملا تړ وکړ . باېد په ګوته شي چې انګرېزانو په ډ ېره بيړه ېو ځل بېا هغه ځای ته په نوي تخنيک او کمپيوټر روزل شوي پوځېان و لېږل په کوم ځاې کې چې یې څه د پا سه سل کاله پخوا ماتیې خواړلیې وه، تر اوسه پورې انګرېزي پوځېان په کندهاراوهلمند کې د افغانانو څخه د افغاني جاسوسانواو ژباړو په مرسته په غچ اخستلو لګيا دي.
۵- ډ ېرو هېوادوالو ته ښه په ېاد ده چې د غوایي د کوداتا څخه وروسته د ۱۳۵۸ ه ش کال چې د ۱۹۸۹ م ک د دسمبر د ۲۷ سره سمون خوري، کمونستي روسانو د موږ د ګران هېواد افغانستان په حريم باندې ېرغل وکړ، چې په نتيجه کې څه دپاسه ۲ مېليونه هېوادوال شهيدان او ووژل شوُ، چې د اوسنېو مشکلا تو اصلي وجه هم له هغه وخته پېل شوه. کوم وخت چې روسانود افغانستان په سپڅلیې خاوره تېری وکړ په هغه وخت کې نه کومې ترورېستي ډ لې وې، نه طالبانو او نه هم د القاعېدې په نوم چا په کرېملين باندې بريد کړی وُ، او د روسانو په اصطلاح اشرارو (مجاهد ينو) هم په کرېملين حمله نه وه کړیې. روسانو د خپلو ستراتېژيکو او نورو شومو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د ېوې کمونستي ډ لې پر ځای یې بله کمونستي ډ له په ګدۍ کېنوله .
د لته بيا د پا ملرنې وړ ده چې ورته ېو بل ژوندی مثال يې د ايران پخواني باد شاه په ګوته شي. رضاشاه پهلوي کم او زېات ۴۰ کاله د امريکاېانو ګټې په سيمه کې وسا تلې. کله چه امریکاېانو په پهلوي کې نورې کومې ګټې نه د رلودې ، نو هغه یې د تداوي لپاره په خپله خاوره کې هم پرې نښود چې تداوي وکړي او د بيړا نۍ رغتيا پلنې يا تداوي لپاره د پا نا مه په هيواد کې د يو څه تم کېد و وروسته له هغه ځايه (پانا مې) څخه مصر ته ېوړل شو.

د کابل واکمن او نور د کابل سېاستوال د دې او ورته بېلګواو مثالو څخه باېد پند او عبرت واخلي، د دوی برخليک (سر نوشت) به هم د آمين ، پهلوي او کارمل په شان شي.او کرزئ اوس د وطن پالنی خبری کوی چی ور ته خبری کار هم کولی.
ګرانو مېنه والو په رښتېا سره هم افغان ولس د روسانو په مقابل کې په زړه ورتېا سره ډ ېر سپڅلی جهاد وکړ، نړېوالو هم د خپلو سېاسي، ستراتېژيکي،اقتصادي،ژباني،مذهبي او نورو ګټو په نظر کې نېولو سره د افغان جهاد ملاتړ وښود. هغه وُ چې د ۱۹۸۹ م ک د فبروري په۱۵ روسان له ګران هېواد افغانستان څخه و ېستل شوه، په ډ ېر څپګان سره ليکم په هغه وخت کې ډ ېرو جهادي مشرانو هغه ما دي او معنوي شته ( د جهاد تاريخ او خپلواکي)، د رمل او دوا (ملي ېوالی او د ملي ګټو پر بنا د ټول افغان ولس په خواښه حکومت جوړاول) چې د پېاورژلي او زخمي ګران هېواد افغانستان علاج او تداوي پرې کړیې وی ، په خپلو جيبو کې واچولې او ځينو مشرانو د پرد ېو په لار ښونه مذهبي ښونځي او پوهنځي جوړ ې کړلې، او په ګوندي، سمتي او قبله وي جنګو یې لاسونه پورې کړل، ځينې هغه پخواني جهادي مشران چې د ېوه ېرغلګر په مقابل کې ولاړ وو، اوس د نورو نوېو ېرغلګرو په ګټه او د ملت او خاورې د بشپړتېا او د خلکو د اسلامي عقېدې په خلاف او تاوان فتواوې ورکوي، چې ښه مثال یې د ګونتنما او په نورو ځاېو کې د بندېانو دی. که چېرې افغاني بند ېانو د امريکا ملي ګټو ته تاوان رسولی وي، نو ولې دامريکا په خاوره کې ندي بندېان؟ او دامريکا په خاوره نه محکمه کيږي او که د کابل د ادرې سره په سېا سي او نورو اختلا فاتو بندېان دي، ولې د افغانستان په خاوره کې بندېان ندي؟ او د افغانستان په خاوره کې نه محکمه کيږي. په کابل کې ناست پخواني جهادي مشران د دې پر ځای چې د نوموړېو بندېانو او د هېواد د نورو ټولو مشکلا تو غم وخوري، او د حل ېوه رښتنیې لار ور ته پېده کړي. له بده مرغه، نويو ېرغلګرو ته قانوني باڼه ور کوي او د اوږدې مودې لپاره د پرد ېو شتون ېعنې پوځي اډې پخپله خاوره کې مني.چې د پراديو شتون او د پوځي اډو لاس ليک د اسلا م سپڅليې عقېدې ، ملي يوالي اود افغانانو په ځانګړیې توګه د پښتانو د نرخو او سنتي رواجو ته تاوان اړاوي او ملي خيانت دئ. لکه اوس چې لېد ل کيږي دښمانان د د يموکراسي په پلمه د میلیتونواو پرګنو پژند ګلوي او هویت له منځه وړي.


ګران مېنه وال ويني چې په تېره څه د پا سه ېوه نيمه لسيزه کې پرته د شهيد کولو، ړنګولو، بډ و، د نشا یې ټوکو زېاتېد و، قومي تفرقو،د محيط ککړتېا د نظامي اړخ تر څنګ روغتیا یې ضد د کرنې درمل او د خواراکي مواد وارېدول ، د تعليمي نساب خرابېد و، ژباني او مذهبي لاسوهنو، څه د پا سه ۱۵۰۰۰۰ خارجي کارکونکو شتون، د افغانانو د بېکاري کچه لوړېدل بل څه ندي را منځته کړي. د پاملرني وړ ده چې اوس ېو ډ ېر نازک وخت رارسېد لی دئ چې د ټولو افغانانو تر منځ خپل منځې د روغې جوړې خبرې معقولې لارې نه په پوره صداقت سره پیل او پر مخ لاړې شي . البته د معقولې لارې نه هد ف د لته دی، چې د طالبانو تحريک او اسلا مي حزب د سولې په خبرو کې د ېوه بل په مشوره او مصلحت برخه واخلي، یو موټۍ شي. داسې ونه شي لکه د روسانو سره د جهاد په وخت کې په اصطلاح ځينې جهادي مشرانو پرته د ټولو جهادي مشرانو، علمآ او ېا قومي مشرانو د مشورې او مصلحت څخه د امريکا ېا نو او روسانو سره خبرې وکړې، چې په حقيقت کې جهاد او د افغان ولس ملي ېوالي ته ېو لوی تاوان ورسېده. اوس چې د سولې خبرې د محترم حکمتیار صاحب له خوا پېل شویې په پوره صداقت او طاقت سره یې ملا تړ وشي تر څو د اشغالګرو ته د پاتې کېدو پلمه له منځه لاړه شي. هيله ده چې جهادي مقاومت ډ ېر هوښېار وي او خپل ېوالی ټينګ وساتي ځکه چې د جهادي مقاومت ( اسلامي حزب او طالبان) خپل منځي اختلاف او بې اتفاقي د ګران هېواد د اشغال وخت اوږديږي.
ستراتېژيکې اډې د افغانستان لپارڅه پېلې لري.
» د نوي او پرمختللي تخنيک پواسطه به اسلا مي علمآ، علمي کد رونه ، سېاسي او قومي مشران به په اسانۍ سره په شهادت رسوي لکه ځرنګه چې اوس ليدل کيږي .
» افغانستان به د ګونډ ېو او نورو هېوادو سره په هراړخيزه توګه د وستانه اړيکې نلري.
» امريکاېان به د خپلو پلا نونو او ګټو د ساتلو په خاطر په آزاده توګه جا سوسان روزي.
» افغانستان به په پوځي ډاګر کې د ګونډ ېو هېوادو سره سېا لي نشي کولی.
         » قومي شخړې او ځانمرګي برېدونه به لا نور هم زېات شی.
» د ملي پخلاينې ، د باور او اعتماد کچه به راکميږي، چې د سولې بهيرته لوی تاوان رسوي.
» ملي خاینان او جناېتکونکي به د عدالت له منګلو څخه خلاص شي.
  » د هېواد خپلواکي په تر سېوري لاندې راشی.
      » د جهاد تاريخ به ورک او ېا هم په غلطه نوشته شي. چې په دې هکله دې چا په ژبه د ښونې او روزنې وزارت غواړي چې د جهاد سپڅلی تاریخ ورک کړي نو ځکه د ښونځېو څخه څه د پاسه د درېو لسيزو           د جهاد تاريخ د تعليمي نصاب څخه لرې کوي په دې سره به لاندې مشکلا ت نورهم زیات شي.
          = ملي يوالي ته لوی تاوان دی،ځکه چې نوي ځوانان به په تېاره او نا پوهي کې پاتې شي، په بې علمی او سر تمباګۍ سره د یوه بل په مقابل کې ولاړ وي، د خپل قام او سیاسي کړن لارې څخه به ملا تړ کوي

= د څه د پاسه د درېو لسيزو ملي خاّنين، جنايت کونکي او د پردیو لپاره د جاسوسانو او ژباړو نومونه به د تاريخ له پاڼو څخه لرې کړل شي.
» ملي زېرمې او نورې ملي ګټې اوسوداګرۍ به د ځينوافغاني سوداګروپه مرسته د نړېوالوسوداګرو په جيبو کې ولويږي لکه اوس چې ليد ل کيږي. لدې سره به د محيط او مځکې ککړتیا خواره زیاته شي.
» د ښونې، پوهنې، نظامي او څرنې په برخه کې به بېعدالتي لا نوره هم زېاته شي.
د سولې د راوستلو غوره لا رې
» د سولې را تللو لپاره په اول قدم کې باید ومنل شي چې ګران هېواد افغانستان اشغال دئ.
» د برنتې ېا ضمانت په ور کولو سره د بشپړ اوربند او د تولو سېا سي بندېا نو آزاده ول.
» د ېرغلو قوتو د وتلو لپاره یو ټاکلئ مهل ويش په ګوته شي چې تر شپږو مېاشتو څخه ډ ېر نه وي.
» د سولې د را وستلو لپاره د ټولو افغانانو په مصلحت ېو منظم د سولې پلا ن جوړاول.
« د ملي يوالې د ټينګيد و او غښتلي کېدو په صورت کې د يولسم د سپټمبر د پېښې اسناد افغان ولس ته و سپارل شي د تور بکس په شمول چې افغان ولس ته د پېښې اصلي علت څرکند او معلوم شي.
» د ګران هېواد افغانستان را تلونکۍ سېاسي نظام او اسا سي قانون باېد د اسلا م په سپڅلیی عقېدې او د افغانا نو د تاريخ پر بنست د حنفي شرعې په چو کاټ کې چې د ټول ملت د هر قوم او ټولو پرګنو ګټې تر لا سه او خوندي کړي را منځته شي.
»د سولې د راوستلو لپاره عادلانه منځګړتوب ته، چې ټولو ښکېلوغا ړوته د منلو وړ وې اړېنه ده. د هر قوم او پرګنو څخه پاک او رېښتيني استازي و نومول شي تر څو د ټولو افغانانو سياسي او نورې هر اړخيزې ګټې خوندي او تر لا سه شي ځکه چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دئ.
یادونه: تر کومه خایه چې ليدل کيږي په ټیلويژونو، خباري رسانو او بريښنه لېکو کې داسې شیان خپريږي چې ډ ېر سخت د اسلام پاک دين سره په ټکر کې دي، ځوانان غولوي او پې لارې کيږي، ملي يوالۍ له منځه وړې، د کينې او عقدې له مخې په يوه او بل باندې تهمت او بهتان لګوي چې دا ډول کړنې ملي يوالي او سولې ته لوی تاوان دئ چې ور څخه ډاډا وشي
افغان ولس یاېدډېر ډېر بیدار، ځيرک او هوښیار اوسيږي الله (ج) د ګران هېواد افغانستان وساتي
چې د سوریې يه شان نشي ځکه چې هغه اسلامي او بشري ضد کړۍ چې په سوریه کې لاس وهنې کوي په افغانستان کې هم ورته لاس وهنې پېل کړ یې دي.


 په د رناوي
د ېوې رښتينیې سولې او عدالت په لور