د زابل اوسیدونکو د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه وغندله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68073
بسم الله پښتون مل
دخبریدو نیټه : 2017-11-01


د زابل ولایت د بیلابیلو مدني ټولنو او قومي شورا استازو او مشرانو د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د تذکرو په اړه د ولسي جرګې وروستۍ پریکړه وغندله او هغه یې د اساسي قانون خلاف وبلله دوي ګواښ وکړ چې که ژر دغه ستونزه د اساسي قانون سره سم هواره نشي خپل مدني اعتراضونه به پراخ کړي
دغه مطبوعاتی غونډه چې نن چهار شنبه جوړه شوې وه پکښي ټينګار وشو چې اسلام او افغان کلیمې د افغانانو ارزښتونه دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې له تذکرو څخه یې لیري کړي
د کنفرانس تنظیموونکو وویل دوي د ولسمشر د هغې پریکړې ملاتړ کوي چې د تذکرو د ویش په اړه یې وکړه ځکه د ملي یووالی لپاره ګټور و
د کنفرانس وینا والو وویل دوي نه پوهیږي وکیلان ولي د دین او ملت د کلیمو مخالفت کوي ځکه په تذکره کې په لیکل کیدو سره یې هیچا ته زیان نه رسیږي خو دا چې د ولسی جرګې غړو د قومونو د ویش لپاره دا ګام اوچت کړې ځکه یې په  ټول افغانستان کې پر وړاندي غبرګونونه راپورته شوي دي
دوي خبرداری ورکړ د خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د هغو تذکرو ویش ته به اجازه ورنکړي چې پکې اسلام او افغان نه وي لیکل شوي
مدني فعالینو د خپل مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له مشرانو جرګې وغوښتل چې د ولسي جرګې پریکړه رد کړي او د ملي ګټو ساتنه وکړي
د کنفرانس ګډونوالو وویل د ملي یووالی او وروڼو قومونو تر منځ د نفاق د مخنیوي لپاره حاضر دي چې خپل مدنی اعتراضونه پراخ کړي او لاریونونه وکړي
د زابل ولایت د مدني ټولنو استازي او مشران په داسی حال کې د ولسی جرګې د پریکړي غندنه کوي چې له تیرو دوو ورځو راهیسي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې له تذکرو د دین او ملت د ایسته کولو په اړه سخت غبرګونونه را پاریدلی دي