ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68079
محمودنظری
دخبریدو نیټه : 2017-11-01


افغان چي په ښه کار سي ټوله ورځ غیران غیران نارې وهي
چې بې کاره سي هره شپه او ورځ بیا قران قران نارې وهي
زور ور د رشوت لپاره ظلم کوي په هر بې واسطې خوار
چې له کاره لیري سي بیا هغه خوار ته قربان قربان نارې وهي
بیکاري یې ښه بسلمان کړي ټول کال ثوابي روژې نیسي
چې مردار ه غوښه وویني په وتلو سترګو اله بریان بریان نارې وهي
چې د بخت سوری يي خلاص او د شنو لوټو ورباندې شړپ سي
هر کال حج او عمرو کې خدایه همداسې مهربان مهربان نارې وهي

***
پښتون چې لوړ مقرر سي هر څه سي مګر پښتون نه دی
په ځای د پښتون ناست وي مګر بیا هم پښتون نه دی
چې له واکه په نااهلیتي لیري سي بیا ځیږ پښتون سي
له اوله سره داسې برګ پښتون سم پښتون نه دی
***

دلته روا د وطن د خاورې چور او لیلام دی
خیانت کله تراوسه په خپلو او بهرنیو حرام دی
د غلو دهڅولو لپاره د مډالونو شړپ باران دی
زموږ ددي نظام کارونو ته عسکري سلام دی
دنیا مرستې د یوې خوا راځي د بلې خوا بیرته وځي
په خلکو د پاچا په موږ دمرییانو واجب احترام دی
پردی پاچا چي راسي زموږ پاچاهان حضور ته غواړي
دوه قصرونه لرو زموږ یې ارک دپردو هغې باګرام دی
په دنیا کې بل دولت دومره نه دی شرمیدلی لکه زموږ

یوازي پر افغان دولت روان د خر دجال پروګرام دی
نه مشر ان لرو نه مو وطن خپل د اختیار وطن دی
په افغانانو دا تاریخي بد نامې دکوم وطن پلور اکرام دی
هر ورځ افغانان مړه کیږي توپک د پردو په لاس کې دی
نه پوهیږم دی حالت ته کوم بی وجدانه افغان خرام دی
***