يو د ټاکنو کميسيون منحل او بل د نظام اصلاح غواړي، کنه، نو....

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68088
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2017-12-02

عطا واسماعيل خان :
يو د ټاکنو کميسيون منحل او بل د نظام اصلاح غواړي، کنه، نو د سقوط په تړاو يې بايد فکر وشي
دوی بايد اصلاح ((سمون)) لومړی له ځان، بيا يې له خپلې ټلوالې نه شروع کړي او بيا له نظام نه د دوی د پلار ونېکه منقول و غيرمنقول شتمني بايد وپلټل شي

حجاج بن يوسف چې په اسلامي تاريخ او په اسلامي ټولنه کې ښه مخينه نه لري، ولې له دومره فتوحاتو سره يې بيا هم دومره څه نقد او جنس نه لرل، لکه نن يې چې يې زموږ جهادي لنډه غران ((اسلامي بېباکه غله)) يې لري. بيت المال يې د جهاد او د اسلام په نوم چور کړ. کله چې مړ شو درې سوه درهمه (300) يې لرل. د ډاګي زوی نن دوه ميليارده ډالره له کومه کړل؟

Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself "now I do not have to fear from their dua's against me".

حجاج په دې پوهېده چې په حرامو سره الله تعالی د چا دوعا نه قبلوي. روايت دی چې يوه ورځ علماو له حرام مال نه ماښامنۍ تياره کړه او ماښامنۍ ته يې راوبلل. که چې ډوډۍ ((ماښامنۍ)) يې وخوړه، نو له ځان سره يې وويل : ((نور ستاسې له ښيراو نه - نه وېرېږم)). د بلخ ديکتاتور دې پرې سوچ وکړي چې مال يې حلال دی او که حرام؟

دا هم بايد روښانه شي چې يو لوړپوړی چارواکی پر خپل پوسټ باندې له دريو کلونو زياته موده پاتې کېدای نه شي، دې ولې نژدې يوه نيمه لسيزه پر خپل ځای پاتې دی. څوک يې منفک لا څه ان چې له ولايته تبديلولی هم نه شي او له ولايتي مقامه حکومت ته ګواښنې لا هم کوي، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

له هوايي ډګره خلک خپل کور ته تښتوي او هلته ترې غوږ خوري، بيا يې هم څوک څارنوالۍ او محکمې ته حاضرولی نه شي، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

له کلونو راهيسې يې ولايتي څوکۍ او ټول ولايت لا څه ان چې ټول شمال يې غصب کړی. ټول تدارکات او ګمرکي عوايد يې چوروتالان کړل، نو د نظام اصلاح (سمون) به څنګه راشي؟

د اسلام ستر دويم خليفه چې له قرآني پلوه د ده او د الله تعالی رايه يوه وه، بيا هم د يو صحابي د نيوکې سره چې دويم زياتي لباس يې اغوستی وو پر منبر ورته په ورين تندي ځواب ورکوي چې دا مې خپل نه، بلکې غوښتی دی. خو د ډاګي ځوی چې غلا يې کړې د خلکو نيوکه نه شي زغملی. له هوايي ډګره يې په زور کور ته وړي چې هغه هم له دولتي واکه ناوړه ګټه پورته کوي. د دروغو اسناد وړاندې کوي. له ځانه پورته لوړ مقاماتو ته پروا نه ساتي، بلکې د هېواد مشر خيال نه ساتي او لا زياتي ګواښنې کوي چې څوک مې له پامه نه راځي او بيا هم له پر خپله دنده پاتې دی، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

دېته ورته ډېرې نارواوې شته چې د نوموړي او د نوموړي د ټلوالې له لورې شوي او لا په زبر دستۍ سره کيږي، خو بيا يې هم څوک مخه نه شي نيولی، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

هراتی امير صاحب خپله يو ماهر بالفن غل دی، د مړ زوی په نوم يې دولتي زمکه غلا کړه، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟ ولې د پلار ونېکه هديره نه لري چې هلته يې ښخ کړی وای.

نيلسن مانديلا چې مړ شو خپلې پلرنۍ هديرې ته يې يووړ او هلته يې ښخ کړ. د سعودي پاچا عبدالله چې وفات شو، خپلې هديرې ته يې يووړ، نو ولې د شمال ټلوالې بيا د مسعود، رباني، مارشال، بچه سقاو او داسې نورو، لکه اسماعيل خان بيا د خپلو کورنيو او اولادونو په نوم باندې هم زمکې غصب کړې، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟ په دوی کې له غلا او چوروتالان نه پرته بل جوهر او د صفت نور ځای نشته چې ويې کړي. د اوبو او برېښنا وزير په توګه يې څه کړي دي؟ د مجاهد په نوم يې څه کړي دي؟

لږ شرم ورته په کار دی. ان تر دې چې خپل مړي هم د وسلو، چړو، چاقوګانو او برچو سره نمانځي او د خلکو سترګو ته وسلې پورته پورته کوي. عام خلک ترې په بازارونو او کوڅو کې دوه پزې ته راغلي وي. دا ډول نمانځنې خو هېڅ اسلامي مخينه نه لري، نو بيا دا د دروغو د جهاد باټې څه ته وايی؟

کرزي لوی څارنوال عبدالجبار ثابت سملاسي ليرې کړ، خو عطا ولې څوک نه شي ليری کولای؟ ډاکټر عبدالله خپله خاين دی چې د داسې خاينونو، سرتنبه ګانو او زورواکيو مرسته کوي، نو نظام به څنګه اصلاح شي. ښکاره خبره ده چې اجرائيه رئيس د نظام نه، بلکې د خپلې ډلې (ټلوالې) ګټې ساتي نه د ملت ګټې، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

د نظام په دننه کې د نظام د مامورينو په توګه د حکومت اپوزيسيون هم دی، حکومت هم ننګوي، ګواښنې ورته کوي او له نظامه يې خوري هم او بيا د نظام اصلاح هم دوی غواړي، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟

په درنښت