بل شاه شجاع!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68089
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2017-12-02


که نیسې لکۍ دداسې چا ونیسه چي نه وي نیکنام
چې راتلل یې په تا و نه وینې په نیمه شپه باګرام
دباچا په ترات تګ دبل هیواد د وزیر پښو ته ښه دی
دا کار تل شاه شجاعان په شرم پوخ کړي له اوم او خام
موږ نه وایو چي ته یو لوی شاه شجاع نه يي، یې
پوهیږو مشکله ده په خپلو ښکاره سجدو وکړې پام
دا د اوس باچاهي په همدې جهاني سیاست چلیږي
سل ټنه منت به منې دخپلو بادارانو د ډالۍ دیو ګرام
واک اوس څوک دولس په رایو تر لاسه کولای نسي
لکه هندو هر سهار به خپل بت ته کوي رام رام
په هر مذهب چې دي بادار وي هغه به په سترګو منې
په یولاس کې تسبې په بل به پورته کوې دبولو ډک جام
نوم به دي هله واکمن او یا د وطن ملي شاه شجاع سي
چې ورکړې پردوته واک دوطن او خپل ټول کام
دا کار یوازې هغه با غیرته کسان کولای سي اوبس
چې د بادار پښو ته په تندي لکولو لوړوي تل خپل مقام
زور دي نام خدا خورا ډیر دی موږ دي منو پهلوانه
چې تا کولای نسې په زور یوخر والی د خپل بام
هیڅ کار کولای نسې شورا دي نه مني تقنني فرمان
د بل پښو ته د سجده کوونکی په څه وي پر نورو سام
خدایه شکر ښه متفکر باچا مو اخیر په نصیب سو
د هغه هم د دنیا هم د اخیرت دامتحان سه پارچه ده ناکام
هر شی چي کوې کوه يي پام چې تاریخ لیکل کیږي
پوه سه د غیرت او بې غیرتي تر منځ توپیر دی یو ګام