د فلسطین پر زړه چاړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68116
ډاکټر نثار احمد صمد
دخبریدو نیټه : 2017-12-06

د فلسطین پر زړه چاړه

د امریکا ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسراییلو مرکز اعلان کړ او په دې ډول یې د فلسطین پر زړه د خنجر ګوزار وکړ.

د لومړي ځل له پاره د برتانیې خارجه وزیر « آرتر بالفور » په ۱۹۱۷ کی فلسطین د یهودو ټاټوبی اعلان کړ او دا خبر یې برتانوي یهودي ملیونر « روتچیلډ » ته ورکړ چی هغه د صهیونیزم مسؤل و .

هغه مهال فلسطین د برتانیې تر اشغال لاندی و. د ۱۹۴۸ د مې پر څوارلسمه د برتانوي اشغال تر ختمېدو فقط یو څو ساعته مخکي د اسراییلو دولت اعلان سو. نور نو فلسطین تش په نوم شتون درلود خو عملأ د اسراییلو تر اشغال او مطلق کنټرول لاندی سو.

اسراییلو په ۱۹۸۰ کی بیت المقدس د خپل مرکز په حیث اعلان کړ خو د هغوی ولی نعمت او سرپرست یعنی امریکا له احتیاطه کار اخیست. اوس چی د ټولی اسلامي نړۍ واکمنان د هغوی تر مستقیم نفوذ یا تسلط لاندی دي نو واشنګټن ډاډه سو څو چی ټرمپ دا کرغیړن عمل اجرا کړ.

د امریکا کانګریس ۲۲ کاله مخکی یعنی په ۱۹۹۵ کی بیت المقدس د اسراییلو مرکز اعلان کړی و خو په هرو شپږو میاشتو کی به یې ځنډاوه او د مسلمانانو په خاطر یې له احتیاطه کار اخیست . ټرمپ هم په تیر جون کی دا پریکړه شپږ میاشتی ځنډولې وه خو په تیره دوشنبه یې په ګستاخۍ سره بیت المقدس د اسراییلو مرکز اعلان کړ او نن یې په پروني فلسطین یا ننني اسراییلو کی دغه خنجر د نړۍ د مسلمانانو پر زړونو راکش کړ.

څومره چی متعصب یهودیان او عیسویان په دې ګناه کی ملوث دي په هغه اندازه د اسلامي نړۍ غلام واکمنان او د هغوی رژیمونه هم شامل دي . نو جبار او قهار رب دې یې په خپل غضب سره مغضوب کړی .