د سيمنټو بار موټر کې سلګونه وسلې او زرګونه فيره مرمۍ ونيول شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68131
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2017-12-13


ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت موظفينو تېره شپه په يوه ټيلر موټر کې چې په کې سيمنټ بار و ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵۳۲۵ فيره د بېلابېلو وسلو مرمۍ ونيولې.
د معلوماتو له مخې په دغه وسلو کې ۱۴۶ بېلابېل ډوله تومانچې او ۶ ماشيندارې شاملې دي.
دغه وسلې وسله والو مخالفينو جلال اباد ښار ته لېږدولې او بيا غوښتل، چې د تخریبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو توزيع کړي.
د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.