د کوچنیانو لپاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68152
سمیع الله خالد سهاک
دخبریدو نیټه : 2018-01-13

یوه لنډه کیسه


سورګل د کوټي د باندی کتل خپله خور یی ولیدله چی له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوی. په جګ آواز یی غږ کړ
“تورپیکې... تور پیکې، څه کوی؟”
تور پیکی چی توپ پسی یی منډي وهلي خپل ورور ته یی و نه کتل او په جګ آواز یی ووییل
“ فوتبال کوم”
سور ګل چی له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل
“ له چا سره فوټبال کوې؟ ”
“ له ځان سره یی کوم.”
“ زه هم راشم ”
“نه مه راځه چی بیا ما ته توپ نه راکوی ”
“ نه،  تا ته هم توپ درکوم... خو ته یی باید زده کړی چی څنګه له نورو نه توپ واخلی”
“ښه ده راشه او ما ته یی زده کړه... خو ګوره چی یوازی به ته توپ اخو دیخوا نه وړي. ما ته به هم توپ پریږدي ”
“ښه ده ”
له دې سره بیا سورګل منډه کړه او د کور انګړ ته یی ځان ورساوه. له رسیدو سره یی اول کار چی وکړ نو توپ یی په پښه ووهه او له خورڅخه یی واخیست. خور یی په ژړغونی آواز ورته ووییل
“ تا خو ویل چی ما ته به یی زده کوی. اوس خو تا بیا توپ واخیست”
ورور یی په خندا شو او خور ته یی ووییل
“ښه ده... ښه ده مه ژاړه ... ته اوس منډه کړه او له ما نه توپ واخله ”
“ څنګه یی واخلم”
“توپ ته ځان نږدی کړه، بیا یی په پښه ووهه او بلی خوا ته یی واچوه او بیا ورپسی منده کړه او په پښه یی ووهه ”
“ ښه ده ... بیا څه وکړم”
“بیا نو منډه کړه. توپ په پښه ووهه او د ګول خوا ته یی ورساوه. ”
“ زه خو یوازی دا ټول نه شم کولای ”
“ که په تیم کی لوبه کوې، نو ستا ملګري به هم راشي او له تا سره به مرسته وکړی. ”
“ که هغوي را نه شي”
“ که هغوی رانشي او له تا سره مرسته ونه کړی، نو د لوبې ګټل آسان نه دی”
“ ښه ښه اوس پوه شوم”
“په څه پوه شوی”
“ په دې پوه شوم چی په یوازی سر هیڅ هم نشم کولای”
“ نه یوازی په فوټبال کی، بلکی د دنیا په هر کار کی په یوازی سر کارونه مخ ته وړل ستونزمن دی”
پای
د جنوری یوولسمه، ۲۰۱۸ کال
مونتری، کالیفورنیا