شـرګـډي پرچمیان او د پښـتوژبې سپکاوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68153
ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیـار
دخبریدو نیټه : 2018-01-13

Zirakyar1234@yahoo.com

«پرچم» او «ستم ملي» هغه ډلې وې چې د امیر محمد یعـقوب خان په رول کې یې  زموږ
 د مورني کور او زموږ د پلارني هـېواد افغانستان ملي حیثیت ژوبل کړی و!

کله کله تاریخ تکراریـږي! لکه څنګه چې په ۱۹ پیـړۍ کې انګریز جنرال رابـرټـس د امیر محّمد یعـقـوب خان لپاره په افغانستان بـرید وکـړ او د ګـنـدومک په تـړون کې یې ښکیل کړ(می ۱۸۷۹)، همغـسې شورویانو څه کم سل (۱۰۰) کالونه وروسته (۶ جدی ۱۳۵۸= ۲۷ دسمبر ۱۹۷۹) د بـبـرک کارمل لپاره په افغانستان ورودانګل. په دواړو عسکري او سیاسي صحنو کې د افغانستان عـسکري او بـهـرنی سیاسـت په ترتـیب سـره د برتانـویانـو او شــورویـانو په مشوره پورې تـړل شـوی و.  یعنې دوه جریانونو «پرچـم» او «سـتم ملي» بـالعمل د شوروي اتحاد لپاره د  امیـر محّمد یعـقـوب خان رول  لو بولی و.
  په افغانستان کې پرچم او ستم ملي د شوروي اتحاد لپاره «پینځم غـوڼـډ» و( د غلیم اړخ په د ننه کې اخلال او مخبرۍ ته پـینځم غوڼډ ویل کیـږي). شورویان په دې پوه شول چې افغان ملت له خپلې خپلواکۍ نه لاس نه اخلي. نو هغه وو چې د ستـم ملي فتنې ته یې پناه ویوړه. دغه فتنه د «جبهه ملی پدروطن» په نوم راتوږل شوې وه، خو څو ځلې یې په نوم کې بدلون راغی: جبهه ملی پدروطن په «جبهه ملی»، «کمیسیون مطالعه صلح»، اوپه «جـبهه صلـح» واوښته خو کـومه ګـټه یې ونکـړه. ورپسې یې روحانـیونو او دیني علماو ته مـخ ورواړاوه. خو دغه دسیسې چې بې اثره پاتی شوې، نو بیا یې په تـفرقه لاس پورې کړ. تر څو چې قـومونه او مذهبـونه یې نه وي را پارولي، د  پرچمي او ستمي «رفیقانو» لپاره ناشونې وه چې ارام خوب وکړي. د ملي یووالي او دیني یووالي  په ځای یې محلی خودمخـتارۍ ته پناه  وېـوړه. ډاکتر نجیب او سلیمان لایـق د پښتنـو استازولي کولـه. نجم الدین کاویانی او فـرید احمد مزدک د فارسی ژبو استازي وو. عبدالرشید دوستم «عضو کمیته مرکزی ح. د. خ. ا. برای ازبکها» ، او سلطان عـلی کـشتمـنـد د هـزاره ګـانو په ښیګـڼـه کې لګیا و. پـه دې ډول «طـبـقـه» په قـومـونـوکې شـړه شـوې وه. «رفـقـای مـوصوف» څـرګـــنـد رسمي تشکـیلات « وزارت اقـوام و قـبائـل، وزارت امـور ملـیـتها و بعداَ  تشکیل حکومت های جداګانه برای ولایات شمال…» رامنځته کړل او په دې ډول یې ژبنیو،  سیمه یـزو، او مذهـبي شخـړو ته لار پرانیستــله.
د شرایطو د ګـړندي بـدلون له امله،  شـورویان او د هغـوی پرچمي  او ستـمي مریـدان په فکـري انـارشۍ اخته شـوي وو. شـورویانو به ورته ویل چې «ملیتونه د قـومونو او قبائلو پرمختـلی»  پـړاو دی او پښتانه په مـلـیـت کې نه شمیرل کیـږي. خو د «ملـیـتـونـو» تـوپیـر نه په ژبه ولاړ و، نه په نژاد او نه په جغـرافیایي موقـیعـیـت! د بیلګې په ډول:  پـشـیانو به چې پښـتو ویله، هغـوی به  یې مجبورول چې ځانونه پشیان ولیکي، نه پـښـتون. خو پـښتـنـو به چې پـښتـو هـیره کړې وه او فارسي به یې ویله، بـایـد ځانونه تاجک مـلیـت ته مـنـسـوب وګـڼي. فارسي ژبي ازبکـان او تـرکمنان باید ځانونه  ازبک او ترکمن مـلـیـت ته منسوب  وګڼي، نه د ژبې له مخې تاجک ملـیت تـه! ازبکانو او ترکمنانو غو ښتل چې په پښتو یا فارسي تعلیم وکړي، نه په  خپلوازبکي او ترکمني ژبـو. ډاکترمحّمد حسن شرق د هغه مهال د ښوونې او روزنې له وزیر نه پوښتنه کړې وه چې د دغه مشکل عـلت څه دی؟  هغه ورته وویل چې د ترکمني او ازبکي ژبو کتابونه د شوروي اتحاد په ترکمنستان کې چاپ شوي دي. پلرونه یې ویره لـري چې زوزات به یې شوروي کمونـسـتان شي: « از آنرو ګـفـتنـد ما از زبان مادری می ګـذریـم، اما از دین پـدری نه.»
پـه ۱۹۱۷ کې د لینن په مشرۍ په روسیه کې  بلشـویک/کمـونیستي نظام  د پخـوانی تـزاري نظـام ځای ونیو. د شوروي اتحاد د بهرنیــو استــخبارتود دریمې نړۍ د څــانګې د ارشــیف منتظـم  میتروخین لیکلی دي، کله چې بلشویک/کمیونیسټي واکمني په مرکزي اسیا کې بـرلاسې شـوه، ګـڼ شـمیـر(اووه نـیـم لـکـه = ۷۵۰۰۰۰) تــاجکـانـو، ازبـکـانـو، تـرکمـنانـو، او کـرغــیـزیـانـو افـغـانـستان ته پـناه ویـوړه(وسـیلي مـیتـروخـیـن، کې. جي. بي. پــــه افغـانستـان کـې. ۲۰۰۹). ځما  ځیرکیار په نـري اټکـل، د منځنئ اسـیا د اووه نـیم لکـه کـډوالانـو  پـه منـځ کې بـه لـږ تـر لـږه پنځـه ســوه (۵۰۰) کمـونـستان هـم ځـای په ځـای شـوي وو چې پـه راتـلـونکـی افـغـانـستان کې کمونیـستـان او مخبـران وروزي اود شوروی روسیې/شـوروي اتحاد په ګټه یې استعـمال اواسـتخدام کړي:دا د «پیــنځم غوڼـډ»/ ستون پنجم ژونــدی مـثال دی.
«در افغانستان ستم ملی، شعار تازه ی نیست که در تاریخ ادبیات  آن، برای بار اول با سـرازیر شدن تاجیک ها و ازبک های مهاجر به افغانستان (با هجوم کمونیست ها به کشور شان) از جانب بعضی از آنها که وابسته و یـا ګماشتـهٔ ستـون پنج شـوروی بـودنـد، میان درهـای بـسته زمـزمه میشـد، تا اینکه سال های بعـد سلاله آنها در بطن ح.د.خ. [حزب دمـوکراتیک خلق] لانه می کـنند و بـا اینکه رهبران ح.د.خ.  بنا بر تمایل شوروي مشوق و حامی ستمی هـا بودنـد، یکی دو نـفـر از بدخشی ها از دامن حزب می لغـزند و علناَ  پایه واساس جمعیت ستمی ها را که دشمنی با پشتون ها(طبقه حاکمه ستمکار) شعار آنها بود، می ګذارند.» شرق زیاتوي چې: «در آن روزها پخش مفکوره ای ستمی،آنـهم از بـدخشان و انشعاب آنها از ح.د.خ. سؤال بر انګـیـرشده بود. چرا که به زمامداری اخلاف سردارپایـنده خان، بالا ترین مقامات دولتی بعـد از خاندان سلطنتی متعلـق به بـدخشانی ها بود. زیرا خانم امیر عبد الرحمان خان[۱۹۰۱-۱۸۸۰]  مادر امیر حبیب الله خان شهید و مادرکلان اعلحیضرت امان الله خان از بـدخشان، و خـانـهٔ دوم محمد ظاهـرشاه [بادشـاه ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳] هـم بـدخشان شده بود. بناء بـدخشانی ها بـرخلاف اقـوام دیګر با ایـن خانـدان سـرجنګ نداشتـند و پشتون های فـراری هم در سرزمین بـدخشان کمـتر دیـده مـی شـد، ولـی بـاز هـم بدخشی ها ستمکـش و پشتون ها ستمګـر ګـفته می شد.»
 د سلطنتي خاندان له اړتیا نه اضافه مقامونه به يې هـغه چاتـه ورسپارل چې د دربـار په رمـز بـه ښـه پوهـیدل، نه د ولس په اړتیاو. نورو فکټورونو ( قـوم، قـبیلې، لسان، سیمې، مذهب) پـه  لـوړو دولـتي مقامونو کې د اشخاصو د مقررولو لپاره ارزښت نه لاره. د مثال په ډول، « ښایي له  هـمدې امله به د بدخشان علی محّمد خان «یکی از دانسته ترین  وزرای افغانستان» و  چې د امان الله له پیر نه د محّمد ظاهر شاه د سلطنت د پای پورې پنځوس (۵۰) کاله د معارف، خارجه چارو او دربار وزیر او د صدراعظم مرستال و. که  یوې سیمې ته منسوب وزیـر د همغې سیمې د پرمختګ سبب کیدلی شوای، نو باید  چې بدخشان د افغانستان تر ټولو  سیمو پـرمختـللې سیمه وای. د بدخشان یو بل نیک شخصیت حافـظ نـورمحّمد خان نومیده چې « انسان  باخـدا و وطـن دوست بود و تقریباَ چهل سال سرمنشی د فتر پادشاه سابق محمد ظاهر بود.» [د ډاکتر شـرق سره زما ټـلفـوني مرکه: ۱۷ می ۲۰۱۵=۲۷ ثور ۱۳۹۴]- ځیرکیار
   د افغانستان د خلکو «بشپـړاکثریت»  په غیر له شاهي کورنۍ او کابل ښاریانو نه «از مزایـای علم ودانش و انکشاف کشور بی بهره مانده بودند.» ډاکتـرشـرق خپله ادعا په لاندې شمیـرنو غـښتلې کړې ده:« «به استـناد احصائیه مستند تا سال ۱۳۳۲ هجری شمسی [۱۹۵۳م] مجموعـاَ از فاکولته طب افغانستان ۱۷۲ نفر فارغ التحصیل شده بود که از آنجمله هـفـت نفـر (نور محّمد ځلمی از مزار شریف، نیک محّمد عـزیزی از هرات، عبد الله فراهی و محّمد حسن شرق از فـراه،  آدم درمل از قندهار، عبدالصمد دانش ازغزنی، محّمد نعیم ننګرهاری از ننګرهار) متعلق به سراسر افغانستان و متباقی کابل بودند. در فاکولته حقوق و ادبیات و ساینس در همین سال ۷۵ فیصد کابلی و ۲۵ فیصد سهم  فرزندان همه ولایات کشور بود.» دغه «تحصیلي فـقـر»افغانانو ته ښئ چې د افغانستان ټول خلک «بدون تبعیض زیر ستم و بی توجوهی قرار داشتند، نه طبقه و یا قبیلهٔ خاصی، نه سمت مشخص، و نه طرف معینی.»
«مقابلتاَ تجزیه مناطق پشتون نشین توسط خط دیورند و سرکوبی بی رحمانه و تار و مار کردن  واسکان اجباری آنها در مناطق دور دست، چه در زمان امیر عبد الرحمن خان و چه به دوران زعامت این سلاله نکاتی مشهودی است که از قساوت و بیرحمی زمامداران ګفته شده به پشتونها شهادت می دهـد. نه آنچه ستمی ها تبلیغ و ترویج میکنند....ترویج کلمه شمال و جنوب، تأسیس وزارت ملیت ها په «خلقی های سرتـنبه» اعتبار نشو کولی: « اما پل پای خلقی های مخالف خاد در تفرقه های قومی، نژادی، مذهبی، سمتی ولسانی میان کارمندان وزارت  امنیت دولتی، وزارت خارجه، وزارت اقوام و قبائل، وزارت ملیتها، جبهه ملی، شوراهای مرکزی ملیت ها که بعضا به تفرقه ها ذیدخل بودند دیده نمی شد.» په «غټ ګمان» سره، شورویانو په «سرتمبه خلکیانو» د دې باور نه لاره چې «تا به اهداف دراز مدت شوروی در تسلیح و تمویل اقوام به مقابل یکـدیګر، ائتلاف ح.د.خ.[حزب دمـوکراتـیک خلـق] باستمی ها افغانستان آنها را  در پهلوی رفقای خاد با خود داشته باشند.» ډاکتر شرق کاږي چې: «بګمان اغلب  از افتخارات فـرمانروایی داکتر نجیب الله ست. [حسن شرق زیاتوي چې] در جرګه وسیع مردم هزاره به کابل که برای خود مختاری هزاره جات دائر شده بود، اشتراک نـموده بـودم.... سلیمان لایق ضمن خطابهٔ غرای خویش موافقه دولت را به تأ سیس حکومت خود مختار مردم هزاره جات اعلان و خواهـش نمود تابـرادران هـزاره بـدخواهان طرح مـترقی یعـنی مجاهـدین را ازهـزاره جات اخراج نمایند.»
 ولولئ محّمد حسن شرق، تاسیس و تخریب اولین جمهوري افغانستان، چاپ سوم، سرطان ۱۳۸۹=۲۰۱۰، او د ځیرکیار کتاب: د ناپوهۍ تیارې او د پرمختګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدرحمن خان نه تر اشرف غني احمدزي: ۱۸۸۰ تر۲۰۱۵. کابل چاپ:لمریز ۱۳۹۵قوس/ ۲۰۱۶دسمبر.  سهر مطبعه،کابل، افغانستان