کندهار: ۱۴۳ بزګرانو ته د شپږ ډوله سبزیجاتو تخمونه ورکول سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68171
راحيله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2018-01-15


د دوشنبې په ورځ د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب په داسي حال کي چي د کرهڼي رئيس سيد حفیظ الله سيدي هم ورسره ملګري وو، دامان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته يې ۱۴۳ تنو بزګرانو ته د رومي، بانجاڼ، بېنډۍ، هوږي، او ګوبي تخمونه توزیع کړه.
ښاغلي منیب له بزګرانو هم وغوښتل چي ورکول سوي تخمونه په خپلو مځکو کي وکري، ترڅو کندهار د سبزیجاتو په برخه کي د ګاونډيو هيوادونو د احتیاج څخه خلاص سي.

بزګرانو هم له ولايتي ادارې مننه وکړه چي همېشه يې مرسته ورسره کړې او ډاډ يې څرګند کړ چي د زراعت د پرمختګ لپاره به لا هم ډېر کار وکړي او ورکول سوي تخمونه به په خپلو مځکو کي وکري.

د تخمونو تر توزیع وروسته مرستيال والي عبدالحنان منيب په دامان ولسوالۍ کي د زراعت رياست له لوري د ۲۵ هکتاره زراعتي مځکي د ليزر ليولينګ پروژه هم د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل سول.